د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۱

اوباما لا هم افغانستان د نړۍ یو خطرناک ځای ګڼي


د امریکا ولسمشر وایي، له څوارلسو کالو وروسته چې د افغانستان په جګړه کې امریکایي پوځیانو ډېره قرباني ورکړې؛ دا هېواد تراوسه پورې یو خطرناک ځای دی.

بارک اوباما پرون په ویرجینیا ایالت کې د جګړې د قربانیانو یاد ته د درناوي په کلنیو مراسمو کې وویل چې دا د قربانیانو د یاد لومړني مراسم دي چې په افغانستان کې د امریکا محارب ماموریت پای ته رسیدلی او دا هېواد نور په یوه ستره جګړه کې ښکیل نه دی.

اوباما په ویرجینا ایالت کې وویل؛ په افغانستان کې د پاتې امریکایي سرتېرو ډېره برخه به یې د ۲۰۱۶ کال ترپایه له دې هېواده ووځي:

((دا ښایي په افغانستان کې زموږ د جګړې له پای ته رسېدو وروسته د قربانیانو د یاد لومړني مراسم وي؛ خو موږ په دې پوه یو او اوس چې خبرې کوو؛ په یونوفرمونو کې زموږ ښځې او سړیان تراوسه څار او خدمت کوي؛ دوی تراوسه د نړۍ په ګوټ ګوټ کې قرباني ورکوي.

څو کاله مخکې موږ په افغانستان کې له سلو زرو زیات سرتېري لرل. نن ورځ له لس زرو کم سرتېري پاتې دي او د افغان ځواکونو د روزنې او ملاتړ ماموریت مخ ته وړي.

موږ هغوی بېرته خپل وطن ته ستنوو او د راتلونکي کال ترپایه به د خپلو ځواکونو شمېر نورهم کم کړو او حضور به مو د سفارت په حد کې وي.

خو افغانستان بیا هم یوخطرناک ځای دی او ډېرې کورنۍ په دې پوه دی چې زموږ سرتیري زموږ لپاره خپل ژوند په خطر کې اچوي.))

اوباما وویل، پرامریکا د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر له تروریستي حملو وروسته چې په افغانستان کې جګړه پیل شوې وه؛ له ۲۲۰۰ څخه زیات امریکایان په دې هېواد کې وژل شوي دي.

په کابل کې امریکایي جنرال؛ په افغانستان کې د نړېوالو ځواکونو مشر جان کمپبل په جګړه کې د وژل شویو پوځیانو یاد ته د درنښت په ورته مراسمو کې وویل چې په افغانستان کې د امریکاپوځ او متحدینو یې د دې هېواد د سولې او ثبات او هم د خپلو هېوادونو د خوندي توب لپاره قربانۍ ورکړي دي:

((د یادې ورځې مراسم هغو ټولو امریکایانو ته د درناوی پخاطر ترسره کیږي چې په پوځي یونیوفورم کې یې ځانونه قربان کړي دي. په تېره بیا نن موږ د هغو ټولو کسانو یاد ته درناوی کوو چې د افغانستان په جګړه کې وژل شوي دي.

موږ په یاد لرو چې په څوارلسو کلونو کې له ۲۳۰۰ څخه زیات امریکایي سرتیري او د دې هېواد د پلي سمندري او هوایي ځواکونو غړي وژل شوي دي.

موږ دغه راز د اییتلافي ځواکونو د ۱۱۰۰ سرتېرو قرباني هم په یاد لرو چې په دې جګړه کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د وی د یوه ګډ هدف لپاره چې افغانستان له امن اوثبات څخه برخمن شي او هم خپل هېوادونه مصون کړو.))

د امریکا ولسمشر بارک اوباما په داسې حال کې په یوې ستره جګړه کې د امریکا د نه ګډون خبره کوي چې دا هېواد د اسلامي دولت د ډلې پرضد هوایي عملیاتو کې د نړیوال ایتلاف یو مهم ګډون وال دی.

د اسوشیېټډ پرس په وینا؛ اوباما په خپلو څرګندونو کې د اسلامي دولت سخت دریځې ډلې یادونه ونه کړه؛ د هغې ډلې چې پرضد یې د امریکا د پوځي هڅو په اړه په تېره بیا په دې وروستیو کې له کله چې دې ډلې د عراق پررمادي ښار خپله ولکه ټینګه کړې؛ د کانګرس غړیو انتقادونه زیات کړي دي.

XS
SM
MD
LG