د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۰

مسعود: طالبان په هېڅ وجه سولې ته لېواله نه دي


په ښې حکومتوالۍ کې د افغان ولسمشر خاص استازی احمد ضیا مسعود
په ښې حکومتوالۍ کې د افغان ولسمشر خاص استازی احمد ضیا مسعود

په ښې حکومتوالۍ کې د افغان ولسمشر خاص استازی وايي، طالبان په هېڅ وجه نه غواړي سوله وکړي او باید پرضد یې ملي مقاومت رامنځته شي.

احمد ضیا مسعود د جمعې په ورځ د ځوان افغان جنرال حکمت الله حقمل د مړینې د لومړي تلین د لمانځلو پر مهال وویل، د افغان حکومت له هڅو سره- سره طالبان د سولې خبرو ته حاضر نه شول او د جګړې د دوام غوښتونکي دي.

د کورنیو چارو پخواني وزیرعمر داوودزي بیا په همدې غونډه کې وویل چې د پاکستان له لارې هیڅکله په افغانستان کې سوله نه شي ټینګیدای.

که څه هم افغان حکومت او د سولې عالي شورا له طالبانو سره د سولې خبرو ته هیله مند دي خو احمد ضیا مسعود وايي، طالبان په هېڅ وجه سولې ته لېواله نه دي.

ښاغلي مسعود وايي، دا چې طالبان نه غواړي سوله وکړي او جګړې ته دوام ورکوي باید پر وړاندې ملي مقاومت رامنځته شي.

ښاغلي مسعود زیاته کړه:

"موږ په وروستیو څو ورځو کې د دې شاهدان یو چې تروریستان په هېڅ وجه نه غواړي چې له خپلو هېوادوالو سره سوله ییز ژوند وکړي، وروستی پیغام یې همدا وو چې جګړې ته دوام ورکوي او بیا به هم خلک شهیدان کړي او په هېواد کې بې ثباتۍ ته دوام ورکوي او دا هغه ګواښ دی چې ټول ملت ته متوجې دی نو ځکه ضرورت دی چې د دغه تروریستانو پر ضد ملي مقاومت وشي."

احمد ضیا مسعود دغه څرګندونې د جمعې په ورځ په کابل کې د ځوان افغان جنرال حکمت الله حقمل د مړینې د لومړي تلین د لمانځلو پرمهال وکړې.

حکمت الله حقمل چې د هلمند ولایت د نهرسراج ولسوالۍ امنیه قوماندان و، یو کال وړاندې د طالبانو له خوا په هلمند کې ووژل شو.

که څه هم دا لومړی ځل نه دی چې احمد ضیا مسعود د سولې پر بهیر سخت انتقادونه کوي خو ښاغلی مسعود وايي، دغه انتقادونه د کومې ډلې د ملامتی لپاره نه بلکې له خپلو خلکو د دفاع لپاره کوي.

د کورنیو چارو پخواني وزیر محمد عمر داوود زي هم د سولې په برخه کې د حکومت پر سیاست انتقاد وکړ.
د کورنیو چارو پخواني وزیر محمد عمر داوود زي هم د سولې په برخه کې د حکومت پر سیاست انتقاد وکړ.

موده وړاندې احمد ضیا مسعود په تخار ولایت کې له ځینو ولایتي چارواکو او مدني فعالانو سره په خبرو کې ویلي و چې د سولې له پروسې د نتیجې تمه هسې ځان غولونه ده.

احمد ضیا مسعود په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني د سولې په خبرو کې د طالبانو له انکار سره- سره دا ویلي و دا چې د سولې خبرو نتیجه ورنه کړه له وخته به وړاندې وي.

په ورته وخت کې د حراست او ثبات ټولنې غړي او د کورنیو چارو پخواني وزیر محمد عمر داوود زي هم د سولې په برخه کې د حکومت پر سیاست انتقاد وکړ.

عمر داوود زی وايي، پاکستان د افغان سولې په بدل کې داسې غوښتنې لري چې نه پخواني حکومت نه یې اوسنی حکومت او نه یې راتلونکي حکومتونه پوره کولای شي.

که څه هم ښاغلي داوودزي د پاکستان دغو غوښتونو ته اشاره ونه کړه خو دا یې وویل چې د پاکستان له لارې په افغانستان کې د سولې ټینګښت امکان نه لري.

محمدي وايي، که څه هم طالبان د پاکستان د استخباراتي ادارې په مرسته هره ورځ په افغانستان کې خلک وژني
محمدي وايي، که څه هم طالبان د پاکستان د استخباراتي ادارې په مرسته هره ورځ په افغانستان کې خلک وژني

ښاغلي داوودزي زیاته کړه:

"د پاکستان له لارې افغانستان کې سوله نه شي راتلای، پاکستان خپل مقاصد لري خپل اهداف لري خپلې تقاضاوې لري."

د حکمت الله حقمل د مړینې د لومړي تلین د لمانځلو په مراسمو کې د افغان حکومت د اوسنیو او پخوانیو چارواکو تاکید پر دې و چې افغان حکومت باید د سولې په برخه پر پاکستان نور باور ونه کړي.

د دفاع پخوانی وزیربسم الله محمدي وايي، که څه هم طالبان د پاکستان د استخباراتي ادارې په مرسته هره ورځ په افغانستان کې خلک وژني خو تر دې دمه افغان امنیتي ځواکونو په خورا میړانې له خپلو خلکو او خاورې دفاع کړي او په راتلونکې کې به هم دغې چارې ته دوام ورکړي.

د پخواني حکومت یو شمېر چارواکي تاکید کوي چې د سولې په برخه کې پر بهرنیانو د اتکا پرځای باید له افغاني لارې له طالبانو سره د سولې هڅې وشي څو په افغانستان کې روانې جګړې ته سوله ییزه حل لاره وموندل شي.

محمدحدیث پردیس

XS
SM
MD
LG