د افغانستان نوې ملي جبهه له طالبانو سره ډېر ژر د سولې خبرې د امکان وړ نه ګڼي.
د دغې جبهې مشرانوارالحق احدي وايي، تر اوسه امریکا او چین پر پاکستان لازم فشار نه دی راوړی.
د افغانستان د نوي ملي جبهې چارواکي وايي، په نږدې راتلونکې کې له طالبانو سره د سولې د خبرو پیل ستونزمن دی.
د دغې جبهې مشرانوارالحق احدي د پنجشنبې په ورځ د حرکت انقلاب اسلامي په نامه د یوه نوي ګوند د مرستیال او غړو د معرفي کېدو په غونډه کې وویل چې امریکا او چین تر اوسه پر پاکستان لازم فشار نه دی راوړی او طالب مشرانو هم د سولې خبرو ته چمتوالی نه دی ښودلی:
"زه دا قراین نه وینم چې بین المللي چارواکي که هغه چین دی او یا امریکا تر اوسه یې د سولې په پروسه کې له لازم فشاره کار اخیستی وي او زه د طالبانو له خوا هم کوم خاص چمتوالی نه وینم خو هیله من یم چې د سولې خبرې نتیجه ورکړي."
افغان حکومت له طالبانو سره مخامخ خبرو ته خوشبینه دی او هڅې یې پیل کړي چې له همدې لارې په افغانستان کې روانې شخړې ته سوله ییزه حل لاره ومومي.
د سولې تګ لارې د برابرولو په خاطر څلورمه څلور اړخیزه غونډه د حوت د میاشتې په څلورمه نېټه په کابل کې وشوه چې ګډون وال یې دې نتیجې ته ورسیدل چې باید مستقیمې خبرې د مارچ د میاشتې په لومړی اوونۍ کې پیل شي.
خو په بهرنیو چارو کې د پاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزیز امریکا ته د سفر په ترڅ کې وویل چې دا خبرې به تر ۱۰ یا ۱۵ راتلونکو ورځو پورې وشي.
د افغانستان د سولې عالي شورا وايي چې پاکستان د سولې د مخامخ خبرو د پیلیدو لپاره د چمتوالي خبر ورکړی دی.
د دې شورا یوه غړي شیرمحمد اخندزاده ازادي راډيو ته وویل چې څلور شامل هېوادونه په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره جدي هڅې کوي:
"زه هیله لرم چې له طالبانو سره د سولې مخامخ خبرې په نږدې راتونکې کې پیل شي ځکه پاکستان په دې برخه کې د پوره چمتوالی خبر ورکړی او نړېواله ټولنې هم په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره خپلې هڅې ډېرې کړي دي."
سیاسي کارپوهان د افغانستان د سولې په بهیر کې د پاکستان رول مهم بولي.
د سیاسي چارو کارپوه شهزاده مسعود په دې باور دی چې یوازې له پاکستان سره مخامخ خبرې کولای شي په افغانستان کې د سولې او ثبات ټینګښت ته لاره هواره کړي.
محمدحدیث پردېس