تازه خبر
یکشنبه ۱ لیندۍ ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۳۹

سرنوشت: زړو لوبغاړو نوې لوبه پيل کړې

د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل مطالب او تبصرې تر ډيره د پخوانیو جهادي ډلو د بیا منظمولو په اړه اندیښنو او د سولې موضوع ته ځانګړي کړي دي.

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې په یوه تحلیلي مطلب کې لیکلي چې ملیشې د داعش په څیر پروژه ده چې په افغانستان کې به جګړه اوږده کړي.

په مطلب کې راغلي چې له حکومتي چوکاټه بهر د وسله والو ډلو رامنځ ته کول هېواد کورنۍ جګړې خواته بیایي او د افغانستان روانې جګړې ته د دوام نوې بڼه ورکوي.

همدې ورځپاڼې په یوه جلا مطلب کې لیکلي چې زړو لوبغاړو نوې لوبه پيل کړې ده.

په مطلب کې راغلي چې د ولسمشر د فوق العاده استازي احمدضیا مسعود له خبرو داسې ښکاري چې یوه نوې لومه خپروي او خپلو خلکو ته د پردیو له کڅوړې زهري دانې شیندي.

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا د پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف خبرې را اخیستي چې ویلې یې دي، حکومت د امنیت په ټینګښت کې پاته راغلی او د هېواد د زمریانو پښې یې تړلي دي.

په مطلب کې د ښاغلي سیاف دا خبره هم را اخیستل شوې چې د اوسنیو ناامنیو لامل دا دی چې په دفاعي لیکو کې مجاهدین نه دي موجود.

سرخط خپلواکې ورځپاڼې بیا د سولې هڅو ته خپله سرمقاله ځانګړې کړې او دا سرلیک یې ورکړی چې د طالبانو څو ډلې کیدل او له دوی سره د سولې هڅې.

په سرمقاله کې راغلي چې د طالبانو ترمنځ یو نوی درز پيدا شوی او د مولوي عبیدالله هنر په مشرۍ طالبانو له ملا منصور سره مخالفت اعلان کړی او مولوي هنر په پکتیکا، غزني، زابل او کندهار کې ډیر پلویان لري.

د سرمقالې لیکوال ویلي چې د طالبانو ترمنځ درزونه او مخالفتونه به له طالبانو سره د سولې د خبرو پروسه له ستونزو سره مخ کړي او دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت له طالبانو سره د سولې هڅې ګړندۍ کړي او یو شمېر بانفوذه هېوادونه لکه چین او امریکا یې هم په دې بهیر ورګډ کړي دي.

انیس دولتي ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي چې د افغانستان جنګ سیمه ییز او نړېوال اړخ لري.

په سرمقاله کې راغلي، امریکا هم پریکړه کړې چې خپل سلګونه عسکر بیا هلمند ته ولیږي او هلته د امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړي.

ورځپاڼې د امریکایي چارواکو په حواله لیکلي چې هلمند ته تلونکي امریکایي عسکر به په هغو سیمو کې ځای پر ځای شي چې پخوا امریکایي او بریتانوي ځواکونه په کې وو، خو هیڅکله به په مستقیمه توګه له وسله والو مخالفینو سره په جګړه کې برخه نه اخلي.

​
XS
SM
MD
LG