تازه خبر
چهارشنبه ۴ لیندۍ ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۳۳

اوچقون: ضد او نقیضې څرګندونې د سولې پروسه زیانمنوي

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي چې د سولې په اړه د افغان چارواکو ضد او نقیضې خبرې به دا پروسه زیانمنه کړي.

د دې شورا چارواکو له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې حکومتي چارواکي باید د سولې په اړه خلکو ته د منفي ذهنیت د ورکولو پر ځای د دې پروسې له کامیابۍ خبرې وکړي.

په داسې حال کې چې په دې وروستیو کې لوړپوړي افغان چارواکي د سولې د پروسې په اړه ضد او نقیضې څرګندونې کوي د سولې عالي شورا په دې اړه په واحد نظر او دریځ ټینګار کوي.

د دې شورا مرستیال عبدالخبیر اوچقون د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې یو شمېر افغان چارواکي باید د سولې په اړه د خلکو تر منځ د بدبینۍ پر ځای خوشبیني پيدا کړي.

د ښاغلي اوچقون په خبره د سولې په اړه ضد او نقیضې خبرې به دا پروسه زیانمنه کړي.

هغه زیاتوي:

"ځینې افغان چارواکي د سولې د خبرو د نه بریالي کېدو په اړه څرګندونې کوي، موږ هیله من یو چې له داسې څرګندونو ډډه وشي ځکه چې موږ په ډېرو حساسو شرایطو کې یو، له سیاسي خبرو پرته جګړه او تاوتریخوالی نه ختمېږي، له دولتي چارواکو زموږ یوازینۍ غوښتنه دا ده چې نرمښت پیدا کړي، خلکو ته دې روحیه ورکړي، د دې اړتیا ده چې دولتي چارواکي له سولې شورا سره په همغږۍ کې د خبرو له لارې همکاري ولري."

ښاغلی اوچقون وايي چې په وروستیو څو کلونو کې همدغو ضد او نقیض خبرو په افغانستان او سیمه کې د لانجو او ستونزو لمن نوره هم پراخه کړه.

په دې وروستیو کې د ښې حکومتوالۍ او اصلاحاتو په برخه کې د ولسمشر ځانګړي استازي احمد ضیاء مسعود ویلي چې طالبان په سولې باور نه لري او غواړي چې د خلکو وژنې ته دوام ورکړي.

د ښې حکومتوالۍ او اصلاحاتو په برخه کې د ولسمشر ځانګړي استازي احمد ضیاء مسعود ویلي چې طالبان په سولې باور نه لري.
د ښې حکومتوالۍ او اصلاحاتو په برخه کې د ولسمشر ځانګړي استازي احمد ضیاء مسعود ویلي چې طالبان په سولې باور نه لري.

ښاغلي مسعود د یکشنبې په ورځ په پنجشیر کې د نوروز په مراسمو کې وویل چې وسله وال مخالفین باید کمزوري شي او همداراز د افغان ځواکونو د دفاعي حالت د پياوړتیا تر څنګ باید د مجاهدینو شورا هم جوړه شي.

اخوا د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په بلخ کې د نوروز په مراسمو کې وویل چې له سولې ملاتړ کوي او باید د سولې خبرې مخته ولاړې شي.

ولسمشر محمد اشرف غني هم څو ځلې د سولې په خبرو او له دې پروسې سره د وسله والو طالبانو په یو ځای کېدو ټینګار کړی دی.

د افغانستان ولسي جرګه ټینګار کوي چې د سولې په اړه باید حکومتي چارواکي واحد نظر ولري.

د دې جرګې یوه غړي نذیر احمدزي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې افغان چارواکي باید ملي ګټو ته په پام له غیر مسؤلانه څرګندونو ډډه وکړي.

موږ له خپلو هغو مشرانو هیله کوو چې باید له شخصي ګټو نه ملي ګټې مهمې وګڼي.
موږ له خپلو هغو مشرانو هیله کوو چې باید له شخصي ګټو نه ملي ګټې مهمې وګڼي.

هغه زیاته کړه:

"افغان ولس سوله غواړي، موږ د جنګ غوښتونکي نه یو، موږ له خپلو هغو مشرانو چې په فعلي نظام کې فعالیت لري هیله کوو چې باید د سولې په مورد کې دغه رقم دروازې بندې نه کړي، دوی باید د افغانستان ملي ګټو ته وګوري، له شخصي ګټو نه ملي ګټې مهمې وګڼي."

اخوا یو شمېر افغان کارپوهان دا خبره هم کوي چې په نظام کې دننه ځیني چارواکي د سولې د پروسې د پرمختګ مخالف دي.

یو له دغو کارپوهانو محمد یوسف امین ځاځی وايي:

"دوی غواړي چې په افغانستان کې سیاسي قدرت په خپله قبضه کې ولري، دوی له یوې خاصې طبقې څخه د هغوی د تشویق او د هغوی د زور لاسته راوړنو په خاطر ملاتړ کوي، د جهاد او مقاومت او قومونو ټیکه داران ان د یوې ښې حکومتوالۍ د تنظیم مانع هم ګرځېدلي دي."

ښاغلی ځاځی همداراز ټینګار کوي چې د سولې په اړه ضد او نقیضې خبرې اوسني وضعیت ته په کتو زیان بخښونکې تمامېږي او حکومتي چارواکي باید د سیاسي تبلیغاتو پر ځای له سولې شورا سره همکاري وکړي.

راپور: صفي الله ستانکزی

​
XS
SM
MD
LG