د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۰ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۳۸

نړېوالو ته د ریاض درمل ساینسي تجربې ولې مهمې وې؟

یوه افغان ځوان ریاض درمل
یوه افغان ځوان ریاض درمل

یوه افغان ځوان ریاض درمل د خپلو ګټورو ساینسي څېړنو په برخه کې څنګه پر نړيوالو ځان ومانه؟ هغه د خلکو له دغو خبرو څنګه د ژوند له مشکلاتو سره مبارزې ته دوام ورکړ چې د ده مشرانو ته به یې ویل: خواري، مزدوري ورباندې وکړئ چې پېسې درته راوګټي، ولې سپينې ګوتې ګرځي؟ لنډه دا چې دغه مبارز ځوان څنګه خپل ژوند بدل کړ او اوس د افغانانو لپاره د یوې حیاتي موضوع یاني د اوبو د ککړتیا د مخنيوي په برخه کې د څه وړ کارونو د کولو پلان لري؟ په نننۍ تاندې څانګې کې يې اورئ.

د نن سبا اکثره افغان ځوانان د پرون د هغه وخت ماشومان وو چې افغانستان کې د جګړو مهال و او افغانان له ډول ډول امنیتي، اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره مخ وو.

همدا علت و چې ګڼ هغه يې مهاجرتونو ته اړ شول او چې ژوندي له هېواده ووتل نو په پردیو هېوادونو کې د پولۍ ټک ته کېناستل...

د ننګرهار اوسېدونکی ریاض درمل هم د هماغو وختونو ماشوم ریاض او د نن ریاض درمل دی.

ښاغلي درمل د اوبو د منابعو د انجينرۍ په برخه کې د لیسانس تر کچې زده کړې په پېښور کې کړي دي. کابل ته راګرځېدو سره يې په ځينو دولتي او غيردولتي ادارو کې کار وکړ.

په فرانسه کې يې د چاپېریال ساتنې په برخه کې د ماسټري په کچه د لوړې زده کړې وکړې، بیا له اروپايي ټولنې سره د اوبو د پاکولو په برخه کې د کار کولو موقع په لاس ورغله او اوس مهال په جرمني هېواد کې د دوکتوا په کچه پخپلو زده کړو بوخت دی. خو څومره په اسانه چې ښاغلي درمل د خپلو لوړو زده کړو لېست راته قطار کړ، په دومره اسانه دی تر دې ځایه نه دی رسېدلی. بلکې د کورنۍ د اقتصادي ستونزو ترڅنګ د چم ګاونډ ځينې داسې ازغنې خبرې او ګوت څنډنې هم وې چې دی يې په فکري او رواني لحاظ تهدیداوه. د ده مشرانو ته د ده په اړه دا خبرې په یو بل ډول کېدې چې ولې سپينې ګوتې ګرځي او درسونه وايي؟ مزدوري دې وکړي چې پېسې درته راوګټي.

خو ریاض درمل خپل ځان لاس کې راونیو، د خلکو په هغه دغه يې تيږه کېښوده، خپل منزل ته د رسېدو لپاره يې د لارې د خنډونو او ازغيو پروا ونه کړه او هغه د چا خبره د سفر په لور يې د بوټانو مزي وتړل. بیا نو څه وشول؟

ښاغلي درمل د اوبو د منابعو د انجينرۍ په برخه کې د لیسانس تر کچې زده کړې په پېښور کې کړي دي. کابل ته راګرځېدو سره يې په ځينو دولتي او غيردولتي ادارو کې کار وکړ.
ښاغلي درمل د اوبو د منابعو د انجينرۍ په برخه کې د لیسانس تر کچې زده کړې په پېښور کې کړي دي. کابل ته راګرځېدو سره يې په ځينو دولتي او غيردولتي ادارو کې کار وکړ.

دغه افغان ځوان (ریاض درمل) چې په فرانسه کې د ماسټري په کچه په خپلو لوړو زده کړو بوخت و، په افغانستان کې يې د اوبو د ککړتیا په اړه فکر کړی و، ورته اندېښمن و او په همدې اړه يې ساینسي څېړنې کولې، چې څنګه د اوبو د ککړتیا ستونزه له منځه وړای شي. د ده څېړنو ښې پاېلې درلودې، همدا علت و چې په نړيواله کچه وهم ستایل شوې.

ده د چک جمهوريت په پراګ ښار کې د ناپاکو اوبو د تصفيې په مرکز کې د باکتریاو په مرسته له اوبو څخه د ناېټروجن د لرې کولو داسې ارزانه لار ایجاد کړه چې کله یې د بيجېنګ د اوبو په نړيواله غونډه کې پاېلې وړاندې کړل شوې له تاوده هرکلي سره مخ شوې.

افغانستان چې د غريبو هېوادونو له ډلې دی او اکثره خلک يې له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او داسې کورنۍ هم پکې کمې نه دي چې په ډېره سختۍ د یوه وخت ډوډۍ پېدا کوي، نو که هلته د څښاک اوبه هم په لوړه بیه شي؟ څه به وشي؟

ښاغلی درمل همدې اندېښنې ته په پام سره هڅه کوي چې د اوبو د ککړتیا د مخنيوي لپاره خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي او په همدې برخه کې کار وکړي، ځکه خو دی له ځوانانو غواړي چې د پاکو یا خوږو اوبو په اصراف کې دې احتیاط وکړي. ریاض درمل همدا راز وايي چې دی د خپلو علمي څېړنو او لیکنو تر څنګ غواړي د ځوانانو یوه داسې ټولنه رامنځ ته کړي چې د پاک چاپېریال مدافع واوسي او پر اړوند ادارو د فشار سبب شي.

که هدف وټاکل شي او هغه ته په رسېدو کې ځان په ډول ډول بهانو تېرنه ایستل شي نو هيڅوک به مو هم خپل هدف ته له رسېدو رامنع نه کړای شي. دا خبره ښاغلي درمل زما د دې پوښتنې په ځواب وکړه چې ومې پوښت:

له ژونده دې څه زده کړل؟ دی وايي چې په ژوند کې ځان ته هدف وټاکئ او هغه ته د رسېدو لپاره هره ممکنه لار وکاروئ. ښاغلی درمل د خپل ژوند له تجربو وايي چې موږ د علم او ټکنالوجۍ په برخه کې له نړيوالو وروسته پاتې یو نو که غواړو له هغوی سره سیال شو باید علم او ټکنالوجي خپل هدف وګرځوو او د خپل انساني ژوند بقا تضمين کړو.

په ریښتیا هم، که حوصله لوړه وي او منزل ته د رسېدو ټينګ عظم وي نو که سړی د منزل په لور یو قدم ورځي، منزل دوه قدمه ورته راځي. د ریاض درمل په همدې خبره د دې اوونۍ تاندې څانګې بس کوو چې ځان ته هدف وټاکئ او هغه د رسېدو لپاره ځان ته بهانې مه جوړوئ، نو منزل به ستاسې په لاس کې وي.

تاندې څانګې پر فېسبوک وڅارئ:http://facebook.com/TandySagy

دا او د ازادي راډيو نورې خپرونې پر دې انټرنټي ادرس هم موندلی شئ:

http://pa.azadiradio.com

او د نورګل شفق پر دې بریښنالیک پته د دې خپرونې په اړه نظرونه راسره شریکولی شئ:

http://shafaqN@rferl.org

یادونه: ( تاندې څانګې ) د ځوانانو لپاره د ازادي راډيو خاصه خپرونه ده چې په کابل کې يې نورګل شفق جوړوي، دا خپرونه هره شنبې ماسپښين 02:40 او تکرار يې هره سې شنبې سهار 10:30 خپريږي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:12:48 0:00
مستقیم لېنک

بریا مو په برخه

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG