د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۹

ځينې په چکر یا تفریح وتلې کورنۍ ولې ځوروي؟


هغه د چا خبره په ښو شپو ورځو یا د خوښۍ، مېلو او رخصتیو په ورځو کې ځينې کسان ولې نور ځوروي؟

داسې کسان له ټولنيزو نزاکتونو او اخلاقو بې خبره دي او که څه کیسه ده؟ د دې تر څنګ مو په دې تاندې څانګې کې د هغو د زړه له حاله خبروو چې نوروز ته ورته په نورو مناسبتي ورځو کې د مېلې پر مهال ځورول شوي دي.

نوروز یا د نوي کال لومړۍ ورځ که یو خوا ژمي ځپلو زړونو ته د پسرلي زیری ورکوي نو بلخوا يې مېله کولو او یا چېرې په چکر تللو ته هم هوسوي.

په کابل کې قرغه، پغمان، شهدای صالحین، باغ وحش یا ژوبڼ او بابر بڼ یو شمېر هغه ځایونه دي چې د ځينو نورو مناسبتي ورځو په څېر د نوي کال په ورځ خلک ښه په شوق ډلې ډلې ورځي.

د ساعتيري د ځينو وسایلو تر څنګ خوراکي توکي او غالۍ وړي چې یو چېرې د کومې ونې لاندې، يا په شنه چمن کې او یا د اوبو پر غاړه د دنیا له غمونو او ستونزو لرې څو شېبې په خوښۍ او خندا تېرې کړي. خو ځينې کسان پر چکر یا سېل داسې تللې کورنۍ، خصوصاً مېرمنې او نجونې ځوروي او لکه په ډوډۍ کې چې سړي ته وېښته ورشي، داسې يې د خولې خوند ورخراب کړي. یوه پېغله مینا نظري راته وايي چې د داسې کسانو د لاسه که کوم چېرې په تلو پښېمانه کیږي او کورنۍ يې داسې ځورونو ته په کتو اوس چېرې تګ ته نه پرېږدي.

یو بل ځوان مصطفی د نوروز د ورځې څو کاله پخوانۍ یوه خاطره راسره شریکوي او وايي چې د یوې نجلۍ کالي له افغاني فرهنګه چپ و نو ځکه ډیر هلکان شاته پسې روان وو او نجلۍ یې ژړا ته راوستلې وه چې اخر پولیس هوايي ډزو ته اړ شول او هغوی يې سره تیت کړل.

اوريدلي مې دي چې جنګونه یوازې کلي او ښارونه نه ورانوي بلکې د هغې ټولنې ټولنيز اداب او اخلاق هم ځپي. د ټولنيزو چارو کارپوه او لیکوال ډاکټر محب الله زغم هم وايي چې تر جګړو وړاندې په افغاني ټولنه کې د هيچا لخوا هم داسې ناوړه کارونه نه تر سترګو کېدل، دی زیاتوي چې اصلاً ټولنيزو نزاکتونو او ښاري فرهنګ سره نه بلدتیا او د کورنۍ تربیې کمي دغه ډول کسان پر داسې ناوړه کارونو روږدي کړي دي.

یو بل ځوان شېرزاد احمدي وايي چې که په چا د خپلې کورنۍ پت او عزت ګران وي نو د بل هغه ته هم په سپکه نه ګوري. خو د ټولنیزو مسایلو کارشناس امان الله هوسا بیا په دې نظر دی چې که دوی په دې نزاکت پوهېدای نو کله به يې هم داسې ناوړه حرکات نه کول. ښاغلی هوسا وايي چې د داسې کسانو د مخنيوي لپاره باید له پولیسو سره همکاري وکړو.

خصوصاً په لویو ښارونو کې د مېرمنو او کورنيو لپاره د ځانګړو پارکونو او باغونو کمی او یا نیشتوالی هم یوه ستونزه ده چې ښايي ځينې کورنۍ د مزاحمت کوونکو کسانو له کبله کوم چېرې په مېله تللو ته زړه ښه نه کړي. ډاکټر محب الله زغم وايي چې که چېرې دولت د داسې ځانګړو ځایونو په جوړولو غور وکړي نو تر یوه حده دغه مشکل له منځه تللی شي. دی همدا راز وايي چې تفريح کول انسان ته له روحي او رواني پلوه هم خورا ګټه لري.

په کابل کې بابر بڼ هغه ځای دی چې د دغه بڼ د اداره کوونکو پر وینا هر کال د تفریح او ساعت تیري لپاره زرګونه خلک ورځي، چې تېرکال کابو اته سوه زره کسان- چې نیمې يې ښځې وې- دغه باغ ته په چکر ورغلي دي. د بابرباغ د ساتنې موسسې مشر احمدشاه وردګ وايي چې دوی داسې هيچا ته اجازه نه ورکوي چې بڼ ته په سېل ورغلیو کورنیو ته څوک مزاحمت وکړي.

ښاغلی زغم په دې نظر دی چې که چېرې هر وګړی فردي ازادي ته په ارزښت قایل شي نو هيڅوک به هم څوک ونه ځوروي. او راځئ په پای کې د وردګ اوسېدونکي نادرشاه ته غوږ شو چې وايي د داسې کسانو پر وړاندې باید غلي پاتې نه شو او مخه يې ونیسو. ځکه چې که نن داسې کسان د بل کورنۍ ځوروي نو ښايي سبا زما کورنۍ وځوروي، ښه ده چې په ګډه مبارزه ورسره وکړو او پر وړاندې يې لاسونه سره یو کړو.

نو، نوی کال مو بیا هم مبارک شه، خوښۍ مو په برخه او په دې هیله چې نه څوک وځوروو او نه مو څوک وځوروي. تاندې څانګې پای ته رسوو. دا خپرونه په دې پته پر فېسبوک وڅارئ:

http://facebook.com/TandySagy

دا او د ازادي راډيو نورې خپرونې پر دې انټرنټي ادرس هم موندلی شئ:

http://pa.azadiradio.com

او د نورګل شفق پر دې بریښنالیک پته د دې خپرونې په اړه نظرونه راسره شریکولی شئ:
http://shafaqN@rferl.org

یادونه: ( تاندې څانګې ) د ځوانانو لپاره د ازادي راډيو خاصه خپرونه ده چې په کابل کې يې نورګل شفق جوړوي، دا خپرونه هره شنبې ماسپښين 02:40 او تکرار يې هره سې شنبې سهار 10:30 خپريږي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:12:56 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG