د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۵

ځينې په خپله خوښه واده ولې شرم ګڼي؟


واده په خپله خوښه ښه دی او که د کورنۍ په خوښه؟ تحميلي ودونه یا د هلک او د نجلۍ له خوښې پرته ودونه د اسلام له نظره څنګه دياو ځوانانو ته يې ضرر څه دی؟ په ننۍ تاندې څانګې کې پر همدې موضوع غږیږو.

د اسلام له نظره واده سره د نجلۍ او هلک ایمان بشپړيږي او د افغانانو په رواج له واده سره عزت او پرده خوندي کیږي. خو همدغه واده دی چې کله کله د هلک او نجلۍ یوه بل ته د نه رسېدو له کبله خودکشۍ کیږي او زاړه سړي ته د يوې پېغلوټې ودول د هغې په ځان سوزونه تمام شي.

هغه هم واده وي چې د نجلۍ ورور یا پلار یو بل نارينه ووژني نو د خپل سر د سلامتۍ لپاره نجلۍ په بدو کې ورکړي او هغه هم واده وي چې ښځه کونډه شي نو که د دې ښځې خوښه وي او که نه، لېور يې د خير په غونډۍ ورته ناست وي او نکاح ورسره تړي، ځکه چې د ورور پاتې شونی میراث يې بولي. هو، دا بیا بېله خبره ده چې دغه ودونه پخپل منځ کې څومره توپيرونه سره لري.

مسئله د خپلې خوښې او ناخوښې ده. ځکه خو ویلی شو چې واده د ځینو لپاره د خوښۍ زيری او د ځينو نورو لپاره تدریجي مرګ ګرځي.

راځئ د ځينو ځوانانو نظر وپوښتو چې دوی غواړي په خپله خوښه واده وکړي او که د نورو په خوښه، که په خپله خوښه يې غواړي نو څه دلیل لري او که د کورنۍ په خوښه يې غواړي نو ولې؟

آرزو:‍ زه وایم چې هم زما خوښه وي او هم د کورنۍ، ځکه چې په داسې مسایلو کې کله کله انسان سخته تېروتنه کوي نو مشوره ښه ده.

انور خان تڼی: ما تر اوسه واده ندی کړی خو که کوم يې نو د کورنۍ په خوښه به يې کوم.

مسکا: زما په نظر خپله خوښه تر ډېره مهمه ده خو د کورنۍ خوښه هم ځکه ضروري ده چې ځینې ځوانان یوازې د نجلۍ یا هلک ظاهر ته ګوري، خبر نه وي چې حقيقت څه دی، د کورنۍ مشوره ګټوره وي.

لیمه: په افغاني ټولنه کې خو مجبوره یو چې د کورنۍ په خوښه واده وکړو، یوه نیمه کورنۍ که پيدا شي او خپل ځوانان پرېږدي چې په خپله خوښه واده وکړي. زه هم غواړم چې زما په خوښه وي خو که کورنۍ يې راسره ومني.

مینه نظري: زه به د خپل ژوند ملګری په خپله خوښه ټاکم، خپله کورنۍ مې په دې قانع کوم چې هغوی سره به په راتلوونکي کې زه ژوند کوم، تاسې نه. نو ځکه باید زما په خوښه وي.

د دې موضوع په اړه زما او دتاندې څانګې پر فیسبوک پاڼه هم ځينو ځوانانو نظرونه راته پرښي:

(جان محمد ځاځی لیکي چې واده نیمه پاچاهي ده، باید په خپله خوښه وشي. عبېدالله نصرت هم همداسې وايي، او لیکي چې واده سړی ځان ته کوي، څه بل ته خو یې نه کوي.

امېد آرام او حامد اکبري لیکي، چې هلک او نجلی باید له واده وړاندې یو بل په صحیح توګه درک او سره وپيژني، تر هغه وروسته دې بیا واده سره وکړي.

احمدکلیوال نیازی ليکي، چې زموږ خوا ته د نجلۍ څه چې د هلک خوښه هم نه پوښتل کیږي، که څوک د خوښې خبره وکړي نو بې شرمه او سپين سترګی یې بولي).

په نظرونو کې د احمدکلیوال نیازي نظر دا دی چې په خوښه واده د دوی خوا ته شرم ګڼل کیږي. په دې اړه د یوه دیني عالم له خبرو وړاندې به د کابل پوهنتون یوې محصلې ملالۍ ته غوږ شو چې هغه هم همدا د شرم خبره کوي او زیاتوي چې زموږ په ټولنه کې خصوصاً نجلۍ نه په خپله خوښه د واده کولو حق اخیستل شوی او خلک په دې کار شرميږي چې خور یا لور يې په خپله خوښه واده وکړي خو په دې نه شرميږي چې هماغه خور یا لور په بدو کې ورکوي او په اور يې ورګډوي.

زموږ په ټولنه کې له نجلۍ یا هلکه یوازې د نکاح په ورځ د دوی خوښه پوښتل کیږي، چې پلانۍ او د پلاني لور، یا زوی دې قبول دی او که نه؟

هغه هم ځينې له شرمه، له ناکامه یا له ډاره هو وکړي او ښايي ځينې يې له خوښې، خو اسلام وايي چې ایجاب و قبول باید له زړه وشي او پرته له دې نکاح جایزه نده. داسې څه یو افغان دیني عالم نورالله کوثر وايي او زیاتوي چې اسلام ښځې او نر دواړو ته په خپله خوښه د واده کولو حق ورکړی دی.

زموږ خلک که په خوښه واده وهم مني نو دا به کله ومني چې یو پلار یا ورور دې خپله خور، لور یوه ګل سړي ته په نکاح د ورکولو پیشنهاد یا وړانديز وکړي؟هغه د چا خبره، دا خوب دې خړو اوبو ته ووایه... خو دیني عالم نورالله کوثر زموږ د پيغمبر حضرت محمد (ص) او د څو صاحبه کرامو کیسه کوي چې څنګه يې خپلې لوڼې اصحابه کرامو ته په نکاح د ورکولو لپاره پيشنهاد کړې او دا يې زموږ د خلکو غوندې کوم شرم ونه ګاڼه.

د ديني عالم ښاغلي کوثر خبرو ثابته کړه چې زموږ د خلکو دیني پوهه ټيټه ده ځکه د اسلام له نظره ښځې او نر ته ځينې ورکړل شوي حقونه دوی شرم ګڼي او تر منځ يې خنډ ګرځي. اوس به راشو دې ته چې د روانشناسۍ له پلوه په خپله خوښه واده څنګه دی؟

د دې پوښتنې ځواب ځوان روانشناس شرف الدین عظيمي راکړی. ښاغلی عظيمي وايي چې په پوهنتون کې د رشتې انتخاب، په یوه اداره کې د کارکولو ټاکنه او واده...

دا درې واړه چې څومره د هغه کس په خوښه وي، هماغه اندازه به پخپل ژوند کې بریالی او ستونزې به یې کمې وي. ښاغلی عظيمي همدا راز وايي چې په خپله خوښه واده کولو کې هم ډير دقت په کار دی او که چېرې ځوانان په خپله خوښه واده وکړي نو تر منځ يې دریم ګړي کسان په اسانه د خپلو شخصي عقدو له کبله مداخله نشي کولی او د دوی ژوند نشي خرابولی. دی ځينې نورې لارښوونې هم لري...

د کابل پوهنتون یوه محصله لیمه جلالزۍ وايي چې که واده په خپله خوښه نه وي نو په ګډ ژوند کې ډير مشکلات رامنځ ته کیږي او دغه ستونزې د دوی پر اولادونو هم ناوړه اغېز کوي.

د ټولنيزو چارو کارپوه محمد حسين حازم هم له خوښې پرته واده کول خطرناک بولي او وايي چې که واده په خپله خوښه وشي نو تر منځ به یې یو ګډ تفاهم وي او راتلوونکی ژوند به یې خوشاله وي. دی وايي چې کورنۍ باید اولادونه خپل ملکیت ونه ګڼي بلکې خپلې خوښې ته یې پرېږدي.

په دې هیله چې کورنۍ خپل اولادونه خپل ملکیتونه ونه ګڼي، د اسلام لخوا ښځې او نر ته په خپله خوښه د واده کولو دغه ورکړل شوی حق ترې وانخلي او د تحميلي ودونو له کبله هيڅ کوم ځوان خپله مرۍ خپه نه کړي، ننۍ تاندې څانګې بس کوو.

دا خپرونه پر فیسبوک پېدا کړئ: www.facebook.com/TandySagy

دا او د ازادي راډیو نورې خپرونې په دې انټرنټي پته هم موندلی شئ:www.azadiradio.com

او د نورګل شفق پر دې بریښنالیک پته د خپرونې په اړه نظرونه راسره شریکولی شئ: shafaqN@rferl.org

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:12:30 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG