د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۰ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۰۰

د تازه واده کوونکو ځوانانو ژوند څوک تريخوي؟

يوه لنډۍ ده چې:

ته چې دا اوس د مور په خوله یې
زه مې دا تورې کمڅۍ چا ته سپينومه؟

دا لنډۍ نو بې څه نه ده ویل شوې. زموږ په ځینو کورنیو کې چې څو د هلک او د نجلۍ د واده ورځې شپې رانږدې کیږي نو د دواړو غوږونه د ځینو کسانو لخوا هغه د چا خبره په دې ډکیږي چې د واده له لومړۍ شپې دې خپل رعب داب واچوه، کنه نو بیا وروسته نه کیږي.

د تازه واده کړیو ځوانانو تر منځ کوم دریم ګړي ځانونه ځايوي او څه ورته وايي؟ د پغمان اوسېدونکی جاوید وايي چې ناوې یا نجلۍ ته د خپلې کورنۍ لخوا ویل کیږي چې یوازې خپل خاوند په لاس کې ونیسه بل د هیچا پروا ونه لرې او چا ته ټيټه ونه وایې او د کابل پوهنتون محصله لعل پوره امیرزۍ وايي چې هلک ته هم خپله کورنۍ وايي چې د واده له لومړۍ شپې باید د ښځې سر ټيټ کړې.

فدامحمد باران د پکتیا د ځاځیو دی، دی وايي چې دا خبرې ځينې ملګري هم یوه بل ته سره کوي.

د کابل اوسېدونکې ماریا هم وايي چې مشکل د هلک په کورنۍ کې وي. خو جاوېد بیا د دې مسئلې پړه د نجلۍ پر کورنۍ وراچوي او لیکواله اود مېرمن بهیر غړې ساهره شریف هم په دې نظر ده چې دا مسایل د ښځو لخوا راپورته کیږي.

ښه، له دې تور او سپينه تېريږو چې د نجلۍ کورنۍ ملامته ده، که د هلک او که نور عزیزان.

راځو دې ته چې کله داسې خبرې هلک یا نجلۍ ته وشي نو دوی څه کوي؟ د دې ځواب هم جالب دی... د لوګر اوسېدونکی حاجي محمداسماعیل وايي چې بیا نو دا جوړه که کله یوه بل ته په څو کمین کې ناسته وي نو کله هم دفاع ته چمتو وي.

لعل پوره امیرزۍ د تازه واده کړې یوې جوړې کیسه کوي چې د مشرانو شخصي غرضونو تر طلاقه ورسول، امیرزۍ وايي چې د نجلۍ کورنۍ غوښتل د هلک او د هلک کورنۍ غوښتل چې د نجلۍ پر مرسته د یوه بل له کورنیو غچ واخلي.

مشران ښايي د دې لپاره داسې مداخله وکړي چې دا کار به د دوی په خېر وي خو خبر نه وي چې د خپلو اولادونو پښې پر تبرونو وهي. خو د لغمان اوسېدونکی سپين ږیری محمدرفيق تره خېل وايي چې نه، ځينې مشران د اولادونو د ژوند په تریخوالي کې خپلې ګټې سنجوي.

خو بشیردريځ چې تازه یې واده کړی وايي چې نه ما ته خپلو مشرانو داسې څه ویلي او نه مې له مېرمنې داسې کوم حرکت لېدلی چې پرې شکي شم.

وايي، که غر لوړ دی په سر یې لار شته... خلک خو به هر څه هر څه وايي... یوه ځوان ته، که هغه نجلۍ ده او که هلک، که کله داسې منفي خبرې کیږي، دوی باید څه وکړي؟... ځینې لارې چارې یې ماریا، ساهره شریف او لعل پوره امیرزۍ راښيي: دوی وايي چې کورنۍ باید د دوی تر منځ مداخله ونه کړي او ځوانان هم د مشرانو ناسمې او منفي خبرې ونه مني.

دوه مشران زلمی مینه ناک او محمدرفیق تره خېل کورنیو او مشرانو ته وايي چې که غواړئ اولاد مو نیکمرغه واوسي نو له منفي خبرو ډډه وکړئ او هغوی ښې لارې ته وهڅوئ.

خو د خپرونې په پای کې فدامحمد بیا داسې یو چل رازده کوي چې هغه د چا خبره نه سيخ سوی او نه کباب.

دی وايي که څوک غواړي چې نه د خپلو مشرانو زړه بد کړي او نه خپله ناوې ترې خفه شي نو مشرانو یا نورو شکایت کوونکو په مخکې دې له خپلې مېرمنې سره داسې چلند کوي چې هغوی فکر وکړي د دوی شکایتونه یې منلي. خو چې هغوی نه وي نو خپلې ناوې ته دې مینه ورکوي او هغه دې وپوهوي چې باید له همداسې یوه چل نه کار واخلو چې ژوند مو خوږ وساتو.

دا خپرونه پر فېسبوک پېدا کړئ:
facebook.com/TandySagy
دا او د ازادي راډیو نورې خپرونې په دې انټرنټي پته هم موندلی شئ:www.azadiradio.com
او د نورګل شفق پر دې بریښنالیک پته د خپرونې په اړه نظرونه راسره شریکولی شئ: shafaqN@rferl.org

یادونه: ( تاندې څانګې ) د ځوانانو لپاره د ازادي راډيو خاصه خپرونه ده چې په کابل کې يې نورګل شفق جوړوي، دا خپرونه هره شنبې ماسپښين 02:40 او تکرار يې هره سې شنبې سهار 10:30 خپريږي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:12:42 0:00
مستقیم لېنک

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG