د روانشناسانو له نظره بې جرءتي یا بې زړه توب هغه ستونزه ده چې عموماً په هغو ماشومانو کې له وړکتوبه راپېدا کیږي چې په کور کې په نه خبره وهل کیږي، ټکول کیږي، خبرو ته نه پرېښودل کیږي او که خبره کول غواړي هم نو په دې يې د مشرانو لخوا خبره په ستوني کې وروچيږي چې (ته لا ماشوم يې، وړوکی يې، نه پوهیږې).
ځينې کسان بریالي شي او په ځوانۍ کې دا مشکل له ځانه لرې کړي، ياني جرءت او پخپل ځان باور پېدا کړي، يا په عامه اصطلاح زړور شي خو ځينې بیا تر زړښته هماغسې بې جرءته یا کم جرءته پاتې شي. بیا نو څه وي؟ د دوو کسانو په مخکې خبرې کول ورته دار ته ختل ښکاري، له چا پوښتنه کول ورته قیامت ایسي او حتی د مشرانو تر څنګ په مزل کې يې پښې سره نښلي او قدم ترې غلطیږی.
ننۍ تاندې څانګې په دې اړه ده چې څنګه خپل جرءت لوړولی شئ؟ تاسې څنګه؟ ځان درته باجرءته ښکاري او که دا د ځينو غوندې بې جرءته یا بې زړه يئ؟
نو که تاسې هم د ځينو ځوانانو غوندې بې زړه یا کم جرءته يئ، ننۍ خپرونه د خپل جرءت د لوړولو چل درښيي.
تاندې څانګې پر فیسبوک پيدا کړئ:
دا او د ازادي راډیو نورې خپرونې په دې انټرنټي پته هم موندلی شئ:
او د نورګل شفق پر دې بریښنالیک پته د خپرونې په اړه نظرونه راسره شریکولی شئ:
http://shafaqN@rferl.org
یادونه: ( تاندې څانګې ) د ځوانانو لپاره د ازادي راډيو خاصه خپرونه ده چې په کابل کې يې نورګل شفق جوړوي، دا خپرونه هره شنبې ماسپښين 02:40 او تکرار يې هره سې شنبې سهار 10:30 خپريږي.