د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۸

په پاکستان کې د ممتاز قادري پلويانو احتجاج پای ته ورساوه


د پاکستان په مرکز اسلام اباد کې د ممتاز قادري سلګونو پلويانو له حکومت سره تر کاميابو مذاکراتو وروسته د پارلمان ودانۍ مخې ته څو ورځنى احتجاج پاى ته ورساوه.

دا په داسې حال کې ده چې د پنجاب صوبې د پخواني والي سلمان تاثير د وژونکي ممتاز قادري پلويان له تېرو څلورو ورځو راهيسې د پاکستان د پارلمان ودانۍ مخې ته د احتجاج په توګه راغونډ شوي وو، له حکومته يې ځيني غوښتنې کولې او تر پورا کېدا يې د احتجاج نه ختمولو اعلان کړى و.

خو د داخله چارو وزير چوهدري نثار علي خان د چهارشنبې ورځ ماښام په اسلام اباد کې په يوه مطبوعاتي کنفرانس کې خبريالانو ته وويل چې حکومت د پارلمان له مخې د احتجاج د ختمولو لپاره د قادري له پلويانو سره هېڅ ډول معاهده نه ده کړې.

د ممتاز قادري سلګونه پلويان د يکشنبې په ورځ د راولپېنډۍ په لياقت باغ کې د هغه د څلوېښتۍ تر نمانځلو وروسته د اسلام اباد پر لور رامات شول چې له پوليسو سره يې اخ و ډب هم وشو او بيا وروسته په حساسې سيمې يا ريډ زون کې د پارلمان مخې ته په احتجاج کېناستل.

د رسنيو د راپورونو له مخې، احتجاج کوونکو په اسلام اباد کې له پوليسو سره په اخ وډب سربېره د ميټرو بس يوه سټېشن ته اور هم اچولى و.

چوهدرِ نثار علي خان وویل، د پارلمان له مخې د احتجاج د ختمولو لپاره د قادري له پلويانو سره هېڅ ډول معاهده نه ده کړې.
چوهدرِ نثار علي خان وویل، د پارلمان له مخې د احتجاج د ختمولو لپاره د قادري له پلويانو سره هېڅ ډول معاهده نه ده کړې.

د داخله چارو وزير په خپل خبري کنفرانس کې وويل چې پوليسو د احتجاج پر مهال يې ګڼ شمېر احتجاج کوونکي نيولي او تر تحقيقاتو وروسته بۀ د هغو پر خلاف سخت قانوني چلند وکړي چې سرکاري املاکو ته يې نقصان رسولى وي.

نوموړي همدا راز يو ځل بيا ټينګار وکړ چې په راتلونکي کې به هېچا ته اجازه ورنه کړي چې د اسلام اباد په ډي چوک کې د د پارلمان ودانۍ مخې احتجاج وکړي.

ښاغلي نثار علي خان زیاته کړه:

"د داخله چارو د وزير په توګه ما پریکړه کړې ده چې په راتلونکي کې دا سيمه د جلسګاه په توګه پر استعمالولو باندې فوري پابندي ولګول شي. په راتلونکي کې به هېڅ يوه سياسي او مذهبي ګوند يا کومې بلې ډلې ته دا اجازه ورنه کړل شي چې په ډي چوک کې جلسه، سياسي اجتماع ورکړي."

تر دې مخکې ښاغلي نثار تېره ورځ يوې خبري غونډې کې ويلي و چې که احتجاج کوونکي په خبره خوښه او د مذاکراتو له لارې د پارلمان له مخې احتجاج ختم نه کړي، نو د چهارشنبې په سهار به يې پرضد عمليات وکړي.

که څه هم حکومت د همدې مقصد لپاره نزدې ٧٠٠٠ پوليس او ملېشه ځواکونه د اسلام اباد ډي چوک ته وربللي وو، خو تېره ورځ مازيګر د حکومت او د احتجاج کوونکو د استازيو ترمنځ مذاکرات کامياب شول او د ممتاز قادري پلويانو د احتجاج ختمولو اعلان وکړ.

د ممتاز قادري تر پلويانو مخکې په ٢٠١٤میلادي کال کې د عمران خان په مشرۍ د پاکستان تحريک انصاف ګوند هم په عمومي ټاکنو کې د ممکنه درغليو او د حکومت پر ضد په همدې ځاى کې نزدې درې مياشتې احتجاجي ناسته ورکړې وه.

د يادونې وړ ده چې حکومت د روان کال په فبرورۍ مياشت کې د پنجاب د پخواني والي سلمان تاثير قاتل ممتاز قادري ته پهانسي ورکړه چې په ترڅ کې يې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د قادري په پلوۍ احتجاجي مظاهرې هم وشوې.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG