د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۷

په پاکستان کې د ممتاز قادري د اعدام پرخلاف پر رسنيو حملې شوي


قهرجنومظاهره چيانو د پاکستان د پنجاب صوبې د پخواني ګورنر سلمان تاثيرد وژونکي ممتاز قادري د اعدام په ضد د دې هېواد په بېلابېلو ښارونو کې مظاهرې او د ځينو رسنيو پر دفترونو بريدونه کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت د تيرې دوشنبې په ورځ په اډياله محبس کې د دې هېواد د پنجاب صوبې د پخواني ګورنر يا والي سلمان تاثير وژونکى ممتاز قادري په دار وځړاوه.

د پاکستان د ځينو مذهبي ګوندونو غړيو د جمعې په ورځ ددې هېواد په بېلابېلو سيمو کې مظاهرې وکړې او ممتاز قادري ته يې د اعدام سزا ورکولو له امله پر حکومت نيوکه وکړه.

د سيمه ييزو رسنيو د راپورونو له مخې، قهرجنو مظاهره چيانو په لاهور او کراچۍ کې د "اج" په نامه د يوه شخصي تلويزيون پر دفتر پر بريد سربېره د سند صوبې په حيدراباد ښارګوټي کې پر پريس کلب هم يرغل کړى او پر ودانۍ يې ډبرې ورولي دي.

په عين حال کې د کراچۍ ښار د پوليسو يوه چارواکيو ارشاد سومرو ايکسپريس ټريبيون ورځپاڼې ته ويلي چې قهرجنو مظاهره چيانو په دې ښار کې پر يوه رسنيز دفتر د بريد پرمهال ځينو موټرو ته هم زيان رسولى دى.

له بلې خوا د پاکستان وزيراعظم نوازشريف د مظاهرې پرمهال د رسنيو پر دفترونو او موټرو بريدونو په کلکه غندلي او اړوندو ادارو ته يې د تحقيقاتو امر کړى دى.

د نوموړي له دفتره په يوه خپور شوي بيان کې راغلي:

"حکومت د بيان پر ازادۍ يقين لري او دا ډول بريدونه د غندلو وړ دي."

ممتاز قادري چې د سلمان تاثيرد دولتي ساتونکيو په ډلو کې شامل و، د ٢٠١١ میلادي کال د جنورۍ په ٤مه نېټه هغه وخت د اسلام اباد په کوهسار مارکېټ کې پر سلمان تاثير ناتاره ډزې وکړې او هغه يې وواژه چې نوموړى له يوه ريسټورانټه د راوتلو په حال کې و.

د يادونې وړده چې په اسلام اباد کې د ترهګرۍ ضد محکمې په ٢٠١١میلادي کال کې ممتاز قادري ته د مرګ سزا اورولې وه. ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG