د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۰

پاکستان: د پنجاب د وژل شوي والي زوى شهباز تاثير را خوشي شو


د پنجاب د پخواني وژل شوي والي سلمان تاثير زوى شهباز تاثير چي څلورنيم کاله مخکې له لاهور ښاره تښتول شوى وو را خوشي شوو.

شهباز تاثير پرون ماځيګر ناوخته کوټې ښار ته نېږدې له کچلاغ سيمې د وسله والو له منګلو را خوشي کړاى شوى دى.

شهباز تاثير شاوخوا۳۰ کلن ځوان دى چي د پنجاب د پخواني وژل شوي والي يا ګورنر سلمان تاثير زوى دى.

شهباز په ٢٠١١میلادي کال کې وروسته له هغه چې پلار يې د خپل ساتونکي ممتاز قادري له خوا و وژل شو يوه ورځ له کوره د دفتر پر لور روان وو چي وسله والو له خپل موټره کښته کړ، ويې تښتاوه او تر پرون ورځې ترى تم وو.

د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو د څانګې مشر مېجر جنرال عاصم باجوه پرون ماځيګر پر خپل ټويټر اکاونټ خبر خپور کړ چې شهباز تاثير د وسله والو له منګلو را خوشي کړاى شوى دى.

وروسته د پاکستان د کورنيو چارو وزير چوهدري نثار علي خان هم دا خبر تاييد کړ او د پاکستان په مشرانو جرګه کې يې په وينا کې وويل چي شهباز تاثير کوټې ته نېږدې له کچلاغ سيمې را خوشي شوى دى.

کچلاغ د کوټې ښار شمال لوېديځ لور ته په شاوخوا ۲۵ کيلومټرۍ کې پرته سيمه ده چې د افغان طالبانو د اوسېدو مرکز بلل کېږي.

په کچلاغ بازار کې د "السليم هوټل" مالک رسنيو ته ويلي چې پرون ماسپښين مهال يو ځوان چې وروسته معلومه شوه شهباز تاثير وو- د دوى په هوټل کې ډوډۍ و خوړه، د ډوډۍ پيسې يې ورکړې او بيا يې د هوټل له يوه کارکوونکي وغوښتل چي که موبايل ورکړي، يو ټليفون په کوي، خو وايي هغه ور نه کړ او د معلوماتو له مخې بيا يې له مخامخ يوې عمومي ټليفونخانې خپل کور ته زنګ وواهه او خپلې مور ته يې خبر ورکړ چي د وسله والو تښتونکو له منګلو را خوشي شوى دى.

خو د کوټې د ترهګرۍ ضد ادارې مشر اعتزاز ګورايه بيا له رسنيو سره په خبرو کې ويلي چې شهباز تاثير يې د ځينو پټو استخباراتي معلوماتو له مخې په کچلاغ سيمه کې د ګډو عملياتو په نتيجه کې را خوشي کړى دى.

اعتزاز ګورايه وايي، په کچلاغ کې يې يو کور محاصره کړ، خو کله چي امنيتي سرتېري کور ته ور ننوتل، نو په کور کې يواځې يو تن موجود وو، چي ويل يې شهباز نومېږي او د سلمان تاثير زوى دى.

شهباز تاثير ماخوستن کوټې ته راوړل شو او شپه يې همدلته تېره کړه چې د بلوچستان د ايالتي حکومت د وياند انوارالحق کاکړ په وينا روغتيايي حالت يې ښه دى.

د پوځ د عامه اړيکو څانګې ماخوستن ناوخته د شهباز تاثير دوه عکسونه خپاره کړل چې اوږده وېښتان يې دي، خولۍ يې پر سر ده او ږيره يې ده او صدرۍ يې اغوستې ده، خو د ده د را خوشي کېدو په اړه يې نور معلومات رسنيو ته ور نه کړل.

شهباز تاثير چي شاوخوا څلورنيم کاله له تښتوونکو سره په بند کې تېر کړل، د ځينو سرچينه له قوله ويل کېدل چي هغوى يې په بدل کې دوه ميليارډه کلدارې غواړي، خو اوس چي را خوشي شوى دا نه ده څرګنده چې په بدل کې به يې وسله والو ته پيسې ورکړل شوې وي که څنګه.

شهباز تاثير په داسې وخت کې د وسله والو تښتوونکو له منګلو را خوشي شو چي د پلار قاتل يې ممتاز قادري يوه اوونۍ وړاندې د پينډۍ په اډياله زندان کې اعدام شو.

هېره دي نه وي چي د پاکستان د پخواني صدراعظم يوسف رضا ګيلاني زوى علي حيدر ګيلاني هم د ٢٠١٣میلادي کال په مې کې تښتول شوى چې لا تر اوسه ترى تم دى.

پلار يې يوسف رضا ګيلاني بېګا د شهباز تاثير پر را خوشي کېدو خوشالي څرګنده کړه، خو هيله يې څرګنده کړه چي امنيتي ادارې دي د ده د زوى په را خوشي کېدو کې هم جدي مرسته وکړي.

د يادونې وړ ده چي شهباز تاثير د ٢٠١١میلادي کال د اګست پر۲۶مه د لاهور ښار له ګلبرګ سيمې تښتول شوى وو.

د ځينو رپوټونو له مخې نوموړى په دې څلورنيم کلنه موده کې د وزيرستان په شمول په بېلابېلو ځايونو کې وساتل شو او يو ځل يې د امريکا د بې بېلوټه الوتکې په بريد کې د وژل کېدو ګنګوسې هم خپرې شوې، خو پرون د وسله والو له منګلو روغ رمټ را خوشي کړاى شوى او ټاکل شوې ده چي نن به په لاهور ښار کې له خپلې کورنۍ سره يو ځاى شي.

راپور: بارکوال مياخېل

XS
SM
MD
LG