د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۶

نواز شريف: ترهګر به بيا سر پورته کولو ته پرېنږدو


د پاکستان وزيراعظم نواز شريف وايي چې حکومت به يې د ترهګرو او ترهګرۍ د ريښو تر اېستلو پورې عمليات جاري ساتي او د دې هېواد ځمکه به د ترهګرو پرمخ تنګه کړي.

نوموړى همدا راز وايي، ټولو امنيتي ادارو ته مو امر کړى چې ترهګر، د هغوى پالونکي او سهولتکاران منطقي انجام ته ورسوي او په خبره يې، ترهګر د خپلو مرکزونو او پټن ځايونو تر محرومېدو وروسته مايوسه شوي او اوس د تعليمي ادارو، تفريحي مرکزونو او ملکي ځايونو په شان اسانه هدفونه په نښه کوي.

ښاغلي شريف دا څرګندونې د دوشنبې په شپه ناوخته د پاکستان ولس ته د يوې ټلويزيوني وينا په ترڅ کې وکړې.

د پاکستان وزيراعظم دا وينا تر هغې وروسته وکړه چې د يکشنبې په ورځ د پنجاب صوبې په مرکز لاهور په يوه تفريحي کې پارک کې ځانمرګى بريد وشو چې د ماشومانو او ښځو په ګډون په کې ٧٢ کسان مړه او تر ٣٠٠ زيات ټپيان شول.

نواز شريف په خپلې دغې ټلويزيوني وينا کې وويل، د لاهور تر بريد وروسته له خپل ولس سره کړې ژمنه بيا تازه کوم چې حکومت به د ترهګرو مقابله جاري ساتي او هغوى بۀ بيا سر پورته کولو ته نه پرېږدي.

ښاغلي شريف د پاکستان په پخوانيو حکومتونو نيوکه هم وکړه چې په ١٣ کالو کې يې د ترهګرۍ پر ضد هېڅ اقدامات نه وو کړي
ښاغلي شريف د پاکستان په پخوانيو حکومتونو نيوکه هم وکړه چې په ١٣ کالو کې يې د ترهګرۍ پر ضد هېڅ اقدامات نه وو کړي

نوموړي همدا راز د ضرب عضب پوځي عملياتو يادونه هم وکړه او ويې ويل، په دغه عملياتو کې يې مهمې کاميابۍ ترلاسه کړي، خو ژمنه يې وکړه چې د ترهګرۍ تر جرړو وېستو پورې به دا عمليات جاري وي.

ښاغلي شريف د پاکستان په پخوانيو حکومتونو نيوکه هم وکړه چې په ١٣ کالو کې يې د ترهګرۍ پر ضد هېڅ اقدامات نه وو کړي او په دې اړه يې زياته کړه:

"د ٢٠١٣م کال په جون کې مو د حکومت د ترلاسه کولو له لومړۍ ورځې د ترهګرۍ د ځپلو پخه اراده کړې وه. افسوس چې تقريباً ١٣ کالو کې چا دغې فتنې ته سترګې نه وې برندې کړې، خو موږ په لومړي ځل په پوره سياسي ارادې خپل سفر پيل کړ. د ترهګرو د بې باکه چلند وروسته مو د ضرب عضب پوځي عملياتو پریکړه وکړه چې زموږه امنيتي ادارو په کې ډېرې کاميابۍ او ډېرى مقصدونه ترلاسه کړي، خو د ترهګرۍ د ناسور د جرړو تر وېستلو پورې به زموږه مشن جاري وي."

هغه همدا شان وويل، په تېرو درېيو کلونو کې د حکومت د پخې ارادې، د امنيتي ځواکونو د هلو ځلو او د ولس د ملاتړ په نتيجه کې په ترهګريزو پېښو کې کمى راغلى او موږ به ترهګر بيا سر پورته کولو ته پرېنږدو.

ښاغلي شريف په انقرې، استنبول، برسلز او پيريس کې ترهګريزو بريدونو ته په اشاره وويل چې ترهګري اوس يواځې د پاکستان نه، بلکې نړېوال چيلنج ګرځېدلى دى:

"ترهکري يو نړېوال چېلنج ګرځېدلى چې يواځې پاکستان نه، بلکې ټوله نړۍ ورسره مخ ده او موږ په استنبول، انقره، برسلز او پاريس کې د دغو انسان دښمنو ترهګرو بريدونه وليدل. که څه هم د انسانيت دښمنان د اخلاقو او جفرافيې له حدودو وتلي دي، خو زه دلته څرګندول غواړم چې د پاکستان خاوره د دغو انسان دښمنو پر خلاف تنګه کړى شوې ده."

نواز شريف پخپلو خبرو کې زياته کړه، موږ د ترهګرۍ اړوند په ټولو عواملو پام لرو او په سنجيدګۍ سره د هغو نقطو جاېزه اخلو چې ډېره پاملرنه ورته پکار ده.

وزير اعظم شريف همدا راز په اسلام اباد کې د ممتاز قادري د پلويانو روانو احتجاجي مظاهرو ته په اشاره وويل چې د الله او رسول په نامه لاقانونيت، مذهبي تاوترېخوالى او عامو خلکو ته د مشکلاتو رامنځته کول په هېڅ ډول د منلو وړ نه دي او په دې لړ کې دې د حکومت زغم، کمزوري ونه ګڼل شي.

نواز شریف وايي، ناکامي او نامرادي د ترهګرو په مقدر کې ليکلې ده او د هغوى په سازشونو سربېره ارمي پبلک سکول او باچا خان پوهنتون يو ځل بيا د علم رڼا وېشي.
نواز شریف وايي، ناکامي او نامرادي د ترهګرو په مقدر کې ليکلې ده او د هغوى په سازشونو سربېره ارمي پبلک سکول او باچا خان پوهنتون يو ځل بيا د علم رڼا وېشي.

نوموړي په دغه وينا کې د باچا خان پوهنتون او د پېښور د ارمي پبلک ښوونځي ته يادونه هم وکړه او ټينګار يې وکړ چې ناکامي او نامرادي د ترهګرو په مقدر کې ليکلې ده او د هغوى په سازشونو سربېره ارمي پبلک سکول او باچا خان پوهنتون يو ځل بيا د علم رڼا وېشي.

ښاغلي شريف د خپلې وينا په پاى کې د لاهور د ځانمرګي بريد د قربآنيانو له کورنيو سره خواخوږي وښوده او ويې ويل چې د پنجاب حکومت يې د ټپيانو د ښې درملنې سپارښتنه کړې ده.

د يادونې وړ ده چې وزيراعظم نواز شريف په لاهور کې د ځانمرګي بريد له امله بريتانيا او امريکا ته خپله ټاکل شوې دوره هم ځنډولې ده.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG