افغان ځواکونه د ننګرهار ولایت اوسېدونکو ته وسلې ورکوي چې خپل کلي او سیمې خوندي وساتي.
د افغانستان د دفاع وزارت وايي چې له داعش سره اړوندو کسانو څخه د دې ولايت د يو شمېر سيمو د تصفيې پرمهال په دغه ځای کې پولیس او خلکو د پاڅون ځواکونه ځای پرځای شوي او له دې سیمو دفاع کوي.
د افغانستان د دفاع وزارت چارواکي وايي چې په ننګرهار ولایت کې د خلکو د پاڅون له ځواکونو د حکومت ملاتړ ادامه لري.
د چارواکو په وينا، د حکومت تر چتر لاندې د ولسي پاڅونو په ګډون ځايي کسان له خپلو کلیو او سيمو له داعش او طالبانو سره اړوندو کسانو څخه دفاع کوي.
د افغانستان د دفاع وزارت وياند محمد رادمنش له ازادي راډيو سره په خبرو کې په ننګرهار کې د خلکو له پاڅونه د حکومت د ملاتړ په اړه وويل:
"هو د دولت له خوا دوی ته د مهماتو او وسلو مرسته شوې ده خو دوی هغه ځواکونه دي چې د حکومت په ملاتړ پاڅېدلي دي او دولت هم د دوی ملاتړ کوي او د اعاشې مرسته ورسره کوي."
ښاغلي رادمنش زیاته کړه چې د خلکو د پاڅون برخه يو شمېر کسانو مخکې هم وسلې لرلې.
دی په ننګرهار ولايت کې د دغو خلکو شمېر سلګونه ښيي او وايي چې دا شمېر تغیر کوي:
"دا شمېر تغير کوي. کله اووه سوه شي، کله اته سوه شي او کله پنځه سوه شي. دا پاڅونونه د خلکو له خوا دي نو ځکه تغير کوي. څوک نشي ويلای چې دوی اوه نيم سوه دي او که اووه سوه دي که اته سوه."
په همدې حال کې د افغانستان د ملي اردو يو جنرال نسيم سنګي ويلي چې په ولسي پاڅونونو کې شامل کسان د ننګرهار ولايت په اتلسو امنيتي پوستو او ولسواليو کې ځای پر ځای شوي دي.
د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د ننګرهار ولايت د اچين، رودات، کوټ، پچيراګام او ده بالا ولسواليو له تصفيې وروسته پوليس او د ولسي پاڅون ځواکونه په دغو سيمو کې حضور لري او کلي خوندي ساتي.