د افغانستان جمهور ریس محمد اشرف غني وايي چې د امنیتي ځواکونو قربانۍ به کله هم د سیاست او سولې په ډګر کې له پامه ونه غورځول شي.
جمهور ریس غني دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د هوایي ځواکونو د وړتیا ښودو او پیاوړتیا په غونډه کې وکړې.
په همدې ډول د چارو یو شمېر کارپوهان وايي چې د سولې د خبرو فضا برابره شوي او او وسله وال مخالفین باید له دې فرصته ګټه پورته کړي.
په داسې حال کې چې د سولې خبرو د پیلیدو لپاره جدي هڅې روانې دي جمهور ریس محمد اشرف غني وايي چې هیڅوک نه شي کولای د سولې په خبرو کې په افغانانو څه تحمیل کړي.
جمهور ریس غني چې د پنجشنبې په ورځ یې د هوایې ځواکونو د نندارو په اړه په جوړو شوو مراسمو کې خبرې کولې ډاډ ورکړ چې د افغان ځواکونو قربانۍ به کله هم د سیاست په ډګر کې له لاسه ورنه کړي.
هغه وویل چې افغان حکومت د هغې سولې په لټه کې دی چې په اساسي قانون ولاړه او د خلکو د حقونو ملاتړې وي:
"د سولې پیغام واضح دی خو با عزته، په اساسي قانون ولاړه او د خلکو د حقونونو د خوندیتوب سوله، موږ هم د جنګ او هم د سیاست په ډګر کې د دې سولې په لټه کې یو هیڅ وخت ستاسې د ویاړلي ځواکونو قربانۍ چې د جنګ په میدان کې مو ورکړي دي د سیاست په ډګر کې له لاسه نه ورکوو."
ښاغلي غني وويل چې افغان حکومت ټول افغانان سولې ته رابولي او په غیږه کې یې نیسي خو هغه څوک چې دا کارنه غواړي خپله ځان څنډې ته کوي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې ټاکل شوې په څلورمه څلور اړخیزه غونډه کې چې په کابل کې جوړیدونکې ده؛ د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو لپاره نېټه وټاکل شي.
له دې وړاندې افغان حکومت ویلي چې د خبرو له پیله مخکې هیڅ کوم شرط ورته د منلو وړ نه دی بلکې وسله وال مخالفین دې خپلې غوښتنې د سولې د خبرو په میز مطرح کړي.
خو وسله والو طالبانو بیا د پګواش په غیر رسمي غونډه کې یوځل بیا د سولې خبرې د پیلیدو لپاره په پخوانیو هغو شرطونو ټینګار کړی وو.
د روانو چارو یو شمېر څیړونکي وايي چې اوس مهال د سولې خبرو د پیلیدو لپاره ښه زمینه برابره شوې او وسله وال طالبان باید د حکومت د بلنې له فرصته ګټه واخلي.
د دې څيړونکو له ډلې محمد اسحاق اتمر ازداي راډیو ته وویل چې وسله وال طالبان نباید مخکې له مخکې کوم شرط وړاندې کړي.
ښاغلي اتمر زیاته کړه:
"که مخالفین غواړي چې په افغانستان کې سوله ټینګه شي نو باید د خبرو له پیلیدو وړاندې شرطونو باندې ټينګار ونه کړي، یواځې دې په هغو ټکو خبرې وشي چې د دواړو تر منځ ګډ ټکي دي، که مخالفین غواړي چې عملاً له دې فرصته ګټه واخلي اوس یې ښه زمینه برابره ده، که دوی د جنګ په لټه کې وي نو باید افغانستان هم په دې لټه کې وي چې څنګه خپل جنګي او نظامي پوټانشېل لوړ کړي."
له دې وړاندې هم تل په دې ټینګار شوی چې افغان حکومت او خلک کله هم دا نه غواړي چې تیرې څوارلس کلنې لاسته رواړنې له لاسه ورکړي.
له دې ټولو سره جمهور ریس غني یوځل بیا خلکو ته ډاډ ورکړ چې په افغانستان کې روانې ستونزې یوه په یوه حلیدونکي او د سولې اړوند د خلکو هیلې هم عملي کېدونکي دي.
یوسف خان ځـــــدراڼ