د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۸ غبرګولی ۱۴۰۲ کابل ۰۳:۵۶

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر چین ته ولاړ


د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر له چین سره د امنیتي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا په هدف د دغه هېواد پلازمینې بیجنګ ته ولاړ.

افغانستان په دې ورځو کې تر بل هر وخت زیات د امنیت او سولې په برخه کې د سیمې د هېوادونو په ځانګړي ډول چین همکاریو ته لارې څاري.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر چې د یکشنبې په ورځ په یو درې ورځني سفر چین ته ورسېد د دغه هېواد له چارواکو سره به لیدنې وکړي.

د دغه وزارت د ویاند د معلوماتو له مخې به په دغه لیدنو کې په څلور اړخیزو غونډو کې د چین په رول چې د سولې د خبرو د ستونزو پرانیستونکې بلل شوې ټینګار وشي.

شکیب مستغني ازادي راډیو ته وویل چې صلاح الدین رباني به له خپل چینايي سیال سره د لیدنې بر مهال د امنیتي؛ اقتصادي، سواګریزو او فرهنګي اړیکو پر پراختیا خبرې وکړي:

"د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر به په دغه سفر کې له چینايي چارواکو په ځانګړي ډول خپل سیال سره د دوستانه اړیکو او د امنیتي، اقتصادي، سوداګریزو او فرهنګي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وکړي؛ دغه شان به په څلور اړخیزه غونډه کې د چین له رول څخه ستاینه وکړي او په دغه پروسه کې به یې د رول د اغیزمنتیا په اړه خبرې وشي."

چین ته د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر سفر په داسې حال کې کېږي چې ټاکل شوې په همدې روانه لمریزه میاشت کې د افغانستان د سولې په اړه د څلور اړخیزې غونډې درېیم پړاو په اسلام اباد کې جوړ شي.

هغه ناسته چې کابل ورنه ډېره تمه لري او پخوا تر دې یو شمېر افغان چارواکو ویلي چې د امریکا تر څنګ چین هم د هغو ښو اړیکو له مخې چې له پاکستان سره یې لري کولای شي د افغانستان د سولې په پروسه کې ښه رول ولوبوي.

په ورته وخت کې یو شمېر افغان کارپوهان وايي چې دغه سفر د هغو اندېښو په اړه دی کوم چې افغانستان یې د سولې په خبرو کې د پاکستان د صداقت په اړه لري.

د چارو شنونکي سید فرهاد هاشمي:

"له څنګه چې مو لیدلي پاکستانیانو تل په سیمه ییزو ستونزو او جګړو کې خپله ګټه لیدلې؛ چین ته د افغان پلاوي سفر ښايي د دې لپاره وي چې چینایان په دې باوري کړي چې د افغانستان له دریځ نه چې د دغه هېواد د ملي ګټو په خاطر دي هر کلی وکړي او هغه پوښتنې چې په دې اړه له چینايانو سره مطرح دي د سولې د خبرو تر پیل دمخه یې ځواب تر لاسه کړي."

دا معلومه نه ده چې افغان پلاوی به له دغه سفر نه هغه څه تر لاسه کړي او که نه؛ کوم چې کارپوهان ورته اشاره کوي. خو مخکې تر دې چین د افغانستان د سولې په برخه کې په خپله همکارۍ ټینګار کړی دی.

د دې تولو سره ـ سره د چارو کارپوه فرهاد هاشمي وايي چې چین د پاکستان له ملاتړو څخه دی او د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر باید له دغه هېواد وغواړي چې پاکستان دې ته اړه کړي تر څو د افغانستان د سولې په خبرو کې خپلو ګټو پسې ونه ګرخي.

XS
SM
MD
LG