د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۷ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۰۱

اصف:پاکستان د ګاونډيو په چارو کې د لاسوهنې پاليسي پای ته رسولې


د پاکستان د دفاع وزير خواجه اصف
د پاکستان د دفاع وزير خواجه اصف

د پاکستان د دفاع وزير خواجه اصف وايي، پاکستان د ګاونډيو هېوادونو په کورنيو چارو کې د لاسوهنې پاليسي ختمه کړې او ټينګار کوي چې ترڅو د سيمې هېوادونه په يوه بل کې لاسوهنه ونه دروي، تر هغې په سيمه کې امن راتلل ناممکنه دي.

نوموړي د چهارشنبې په ورځ د پاکستان ملي پارلمېنټ ته د وينا پر مهال وويل، پاکستان په خپلو ګاونډېو هېوادونو کې د لاسوهنې پاليسي په بشپړه توګه بدله کړې او په خبره يې چې د دې کار ښې نتيجې ترلاسه کېږي.

د پاکستان د دفاع وزيردا څرګندونې په داسې وخت کې کړي چې د پاکستان دوه ګاونډي هېوادونه افغانستان او هندوستان تل پر پاکستان تورلګوي چې د دغو دواړو هېوادونو په کورنيو چارو کې لاسوهنه کوي، خو پاکستان ددغو دواړو هېوادونو تورونه په کلکه ردوي.

له بلې خوا پاکستان هم تل د هندوستان پر استخباراتي ادارې تور لګوي چې په دې هېواد کې په ترهګريزو فعاليتونو کې لاس لري.

د پاکستان د دفاع وزير وايي چې پاکستان له خپل مشرقي او مغربي ګاونډي هېواد سره ښه تعلقات غواړي چې له همدې امله يې له هندوستان سره د مذاکراتو ځنډېدلې لړۍ بېرته پيل کړې او په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره کوششونه کوي.

د اصف په خبره، دا کوښښونه د پاکستان د پاليسۍ د بشپړې تبديلۍ نتيجه ده چې موږ ته يې ښې نتيجې رسېږي.

نوموړي په دې اړه وويل:

"پاکستان په تېرو دېرشو_څلوېښتو کلونو، بلکې پخپل ٦٨ کلن تاريخ کې په لومړي ځل داسې کردار لوبوي. که څه هم موږ په پخوا وختونو کې د پراکسي کردار لوبولى او يا هم په يو نه يو ډول د لاسوهنې ذريعه جوړ شوي يو، خو اوس پاکستان له خپلو ګاونډيو هېوادونو سره د نه لاسوهنې، سولې او د سيمې د ثبات خبرې کوي، بلکې ددې کار رهبري کوي."

د تېر کال په دسمبر کې په اسلام اباد کې د پاکستان په کوربه توب د افغانستان په اړه د ايشيا زړه کنفرانس کې په افغان ولسمشر او د ګڼو هېوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو سربېره د هند د بهرنيو چارو وزيرې هم ګډون وکړ او له پاکستان سره يې د بهرنيو چارو د سکرترانو په کچ د مذاکراتو د ځنډېدلې لړۍ د بېرته پيلولو اعلان وکړ.

خو په روانه مياشت کې هندي چارواکيو په هندي پنجاب کې ددې هېواد د هوايي ځواک پر يوې اډې تر بريد وروسته تور ولګاوه چې په دې بريد کې په پاکستان کې موجود د جېش محمد وسله واله ډله لاس لري.

د پاکستان امنيتي ادارو د هندي چارواکيو له خوا د ورکړل شويو ثبوتونو په بنياد په پاکستان کې د جېش محمد ګوند پرضد کوټلي اقدامات ورکړل، د ګوند د مشر مسعود اظهر په ګډون يې ددې هېواد په بېلابېلو سيمو کې د جيش محمد سلګونه کسان ونيول او ګڼ دفترونه يې ورته وتړل.

د يادونې وړ ده چې افغان حکومت هم څه موده مخکې له طالبانو سره د سولې د خبرو تر ځنډېدو او په افغانستان کې د ترهګريزو بريدونو تر ډېرېدو وروسته ويلي و چې په دغو بريدونو کې په پاکستان کې ناست ترهګر لاس لري،

خو پاکستان ددغو څرګندونو په اړه د غبرګون ښودلو پرځاى افغان چارواکيو ته د ترهګرۍ د ختمولو په لړ کې د بشپړې مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړ.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG