د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۳ غبرګولی ۱۴۰۲ کابل ۰۳:۲۷

نړۍ

تاجکستان: د حزب رستاخېز اسلامي ګوند د زنداني حقوقي سلاکارې روغتیايي حالت ښه نه دی

په تاجکستان کې د حزب رستاخیز اسلامي ګوند د مشرتابه د حقوقي سلاکارې زرافو رحماني روغتیايي حالت خراب شوی دی.

دا ګوند په تاجکستان کې د یوه تروریستي سازمان په توګه پېژندل شوی او د اګست له میاشتې راهیسې یې پر فعالیت بندیز لګیدلی دی.

زرافو رحماني او د دې ګوند لږترلږه ۲۰ غړي د سپټمبر له میاشتې راهیسې بندیان دي.

د زرافو رحماني خور پرون (پنجشنبه) ازادي راډيو ته وویل چې هغه د زړه او بډوډو ناروغي لري او په زندان کې یې روغتیايي حالت د خرابېدو په حال کې دی.

د تاجکستان دولت د زرافو رحماني د محاکمې وخت هم نه دی اعلان کړی.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

هند کې د رېلګاډو د ټکر له امله د مړو شویو کسانو شمېر له ۲۸۰ واوښت

د اورګاډو د ټکر دغه پېښه د هند د اودیشا ایالت په بالاسوري سیمه کې رامنځته شوې.

د چارواکو په وینا د هند په ختیځ کې د بالاسوري په سیمه کې تېر ماښام د درېیو اورګاډو د ټکر له امله تر دوه سوه اتیا ډېر کسان مړه شوي دي.

بالاسوري د اودیشا ایالت مربوط سیمه ده او د دې ایالت د امنیت مسوول پرادیپ جینا په ټویټر کې لیکلي چې د دې پېښې له امله تر نهه سوه تنه ډېر کسان ټپيان شوي هم دي.

سیمه‌‌ییز حکومت نن د ماتم ورځ اعلان کړې ده.

په سیمه کې د ژغورنې هڅې روانې دي او داسې ښکاري چې د تلفاتو شمېر به لوړ شي.

ايران له عربستان، هند، پاکستان او د خلیج درېیو هېوادونو سره ګډ ايتلاف جوړوي

د ایران د سمندري ځواکونو قوماندان شهرام ایراني

د ایران د سمندري ځواکونو قوماندان نن وویل، هېواد به یې له سعودي عربستان، هند، پاکستان او د خلیج له درېیو نورو هېوادونو سره د سمندري ځواکونو ګډ ایتلاف جوړ کړي.

قوماندان شهرام ایراني وویل چې د سیمې هېوادونه پوه شوي چې له یوه بل سره همکاري په سیمه کې د امنیت سبب کېږي.

ایران په وروستیو کې د فارس خلیج له نورو هېوادونو سره د اړیکو د ښه کېدو هڅې پيل کړي او په مارچ کې یې له سعودي عربستان سره وروسته له اووه کلونو دښمنۍ د چین په منځګړیتوب روابط عادي کړل.

رجب طیب اردوغان نن د ولسمشر په توګه د لوړې مراسم ترسره کوي

رجب طیب اردوغان

ټاکل شوې چې رجب طیب اردوغان د ترکیې د ولسمشر په توګه نن د لوړې مراسم ترسره کړي.

په دې ډول به دی له دوه لسیزې واکمنۍ وروسته د یوې بلې پنځه کلنې دورې په مخه د ترکیې د ولسمشرۍ چارې په داسې وخت کې مخته یوسي چې د راپورونو له مخې د ترکیې اقتصاد په خرابېدو دی.

په پارلمان کې د لوړې له مراسمو وروسته به شاندار مراسم په پلازمېنه انقره کې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې ترسره شي چې د نړۍ په لسګونو مشران به په‌کې برخه واخلي.

اردوغان د مې په ۲۸مه په دویم پړاو انتخاباتو کې خپل سیال ته ماتې ورکړه.

په هند کې د اورګاډو د ټکر له امله د مړو شمېر ۲۳۳ ته رسېدلی

د اورګاډو د ټکر دغه پېښه د هند بالاسوري کې شوې چې د اودیشا ایالت مربوط سیمه ده.

د چارواکو په وینا د هند په ختیځ کې د بالاسوري په سیمه کې تېر ماښام د درېیو اورګاډیو د ټکر له امله لږ تر لږه دوه سوه درې دېرشو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

بالاسوري د اودیشا ایالت مربوط سیمه ده، د دې ایالت د امنیت مسوول پرادیپ جینا په ټوټیر کې لیکلي چې د دې پېښې له امله نږدې نهه سوه تنه نور ټپيان شوې دي.

سیمه‌ییز حکومت نن د ماتم ورځ اعلان کړې ده.

په سیمه کې د ژغورنې هڅې روانې دي او داسې ښکارې چې د تلفاتو شمېر به لوړ شي.

پاکستانی فعال 'جبران ناصر' د برمته کوونکو له منګولو خوشې شو

جبران ناصر پرون وروسته تر دې له برمته کوونکو خوشې شو، چې په لسګونو کسانو د ده د خوشې کېدو لپاره په کراچۍ کې مظاهره وکړه.

د پاکستان د بشري حقونو فعال جبران ناصر پرون وروسته تر دې له برمته کوونکو خوشې شو، چې په لسګونو کسانو د ده د خوشې کېدو لپاره په کراچۍ کې مظاهره وکړه.

د پنجشنبې په ورځ د ښاغلي ناصر مېرمنې منشا پاشا په ټویټر کې لیکلي و چې دا او د دې مېړه ماښام کور ته روان وو چې وسله‌والو د دوی د موټر مخه ونیوله او ناصر یې له ځان سره یوړه.

د ناصر د برمته کېدو مسوولیت هیچا نه‌دی اخیستی.

ده د حکومت له لوري د مخکیني صدراعظم او د تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان د پلویانو پر نیولو اعترا ض کړی و.

هند کې د رېلګاډو د ټکر له امله ۵۰ کسان مړه او تر ۵۰۰ ډېر ټپيان شوي

دا ټکر د جمعې په ورځ د کلکتې او چینای تر منځ د سفر پر مهال وشو.

د هند په ختیځ کې د اودیشا په ایالت کې د دوو رېلګاډو د ټکر له امله لږ تر لږه پنځوس کسان مړه او تر پنځه سوه ډېر ټپيان شوي دي.

دا ټکر د جمعې په ورځ د کلکتې او چینای تر منځ د سفر پر مهال وشو.

د هند د رېلګاډو د برخې عمومي رییس امیتاب شرما فرانس پرېس اژانس ته پرون ناوخته وویل، چې دوه مسافر وړونکي رېلګاډي ټکر شوي او یو باروړونکی رېلګاډی هم هلته ولاړ و چې هغه هم زیانمن شوی دی.

قرغزستان د اروپايي ټولنې او مرکزي اسیا د دویمې ناستې کوربه دی

قرغزستان کې د اروپايي ټولنې او مرکزي اسیا د دویمې ناستې یو انځور

نن قرغزستان د اروپايي ټولنې او مرکزي اسیا د دویمې ناستې کوربه دی.

د ازادي راډیو د قرغزي برخې د راپور پر بنسټ، د اروپايي ټولنې او مرکزي اسیا اوسنۍ اړیکې او سیاسي، تجارتي، اقتصادي، فرهنګي او بشردوستانه مسایل د دې ناستې د بحث مسایل دي.

په دې ناسته کې د اروپا د شورا مشر او د قرغزستان، قزاقستان، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان ولسمشرانو هم ګډون کړی دی.

ناسته د چلپون اتا په ښار کې پیل شوې ده.

اوکراین د کییف پر فضا د لسګونه توغنديو او بې پیلوټه الوتکو د ویشتلو خبر ورکړ

د کییف پر فضا د یوه ویشتل شوي توغندي انځور

د اوکراین چارواکي وايي، د دوی د هوايي دفاع ځواکونو د پلازمېنې کییف پر فضا ټول ۱۵ توغول شوي میزاییل توغندي او ۲۱ بې پېلوټه الوتکې ویشتلي دي.

دا شپږمه پرله پسې ورځ ده، چې روسیې د اوکراین پر پلازمېنه خپلو حملو ته دوام ورکړی دی.

د اوکراین د لویې څارنوالۍ دفتر وايي، په نننیو حملو کې چې له څو استقامتونو د استوګنې پر سیمو کې شوي، یو ۶۸ کلن سړی او ۱۱ کلن ماشوم ټپیان شوي دي.

روسي پوځیانو د مې میاشتې له پیله پر اوکراین په ځانګړي ډول کییف خپلې حملې شدیدې کړې دي.

امریکا د سپاه پاسداران پر یوه چارواکي او ځینو نورو کسانو بندیزونه ولګول

د امریکا بیرغ

د امریکا متحدو ایالتونو پرون د ایران د سپاه پاسداران پر یوه چارواکي او ځینو نورو کسانو بندیزونه ولګول.

پر دغو کسانو تور دی چې غوښتل یې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د امریکا د ملي امنیت د پخواني سلاکار جان بولټن، ځینو نورو کسانو او د امریکا د حکومت د یوه بل چارواکي د وژلو لپاره په پراخو توطئیو کې همکاري وکړي.

د ادعا له مخې د جان بولټن د وژلو دسیسه ښه مستنده شوې او د امریکا څارنوالانو او پخوانیو حکومتي چارواکو دا د ایران د سپاه پاسداران یوه دوامداره هڅه ګڼلې، چې غواړي د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مهال چارواکي په نښه کړي.

ویل شوي دغه پخواني امریکايي چارواکي په ۲۰۲۰م کال په هغه هوايي حمله کې دخیل ګڼل شوي چې د ایران د قدس ځواکونو قوماندان قاسم سلیماني یې وواژه.

په پرونیو بندیزونو کې په ایران او ترکیه کې درې کسان، یو شرکت چې د ایران له قدس ځواک سره همکاري لري او د ایران د استخباراتي ادارې دوه چارواکي په نښه شوي دي.

د امریکا خزانې وزارت ویلي، دغو کسانو غوښتل د امریکا چارواکي، خبریالان او هغه ایراني مخالفان ووژني، چې په بهر کې ژوند کوي.

لسګونه پناه غوښتونکي د ترکیې له یوروس سیند څخه یونان ته اوښتي

ارشیف

د یونان سرحدي ساتونکي او ژغورندویې ډلې وايي، د ماشومانو په ګډون په لسګونو پناه غوښتونکي پرون پنجشنبه د ترکیې له یوروس سیند نه د اروپايي ټولنې دغه غړي هېواد ته اوښتي دي.

د یونان یوې راډیو راپور ورکړی چې د دغو پناه غوښتونکو شمېر ۱۳۸ ته رسېږي چې د یوروس سیند د یونان د اړخ په یوه کوچني ټاپو کې موندل شوي دي.

ریل اف ام راډیو د یونان د سرحدي ساتونکو د ویاند په حواله راپور ورکړی چې ویلي یې دي، ټول پناه غوښتونکي چې د سوریې وګړي دي، د خوندیتوب لپاره بل ځای لېږدول شوي دي.

ویل شوي په دوی کې ۵۲ یې ماشومان دي.

د یونان د سرحدي ساتونکو ویاند ویلي د ترکیې چارواکو د دغو پناه غوښتونکو د غیرقانوني اوښتو د مخنیوي لپاره هېڅ هم نه دي کړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG