د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۵ کب ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۴

د ۷ کسانو د سرونو غوڅېدل افغان حکومت او متحدینو ته خطرناک پیغام


د افغانستان ولسي جرګه وايي، د اوو ملکي کسانو د سرونوغوڅیدل، د افغان حکومت او نړېوالو متحدینو ته یو خطرناک پیغام رسوي.

د ولسي جرګې غړیو د چهارشنبې په ورځ پرهمدې موضوع بحثونه وکړل او په پاې کې یو پریکړه لیک هم صادرکړ.

دوې ویل، د اوو ملکي کسانو د سرونو د غوڅولو مسوولیت د دولت د مسوولینو پرغاړه دی او باید خلکو ته ځواب ووايي.

د اوو سر پرې شويو کسانو جسدونه چې یو نهه کلن ماشوم په کې هم شامل دی، د افغانستان خلک ویرجن کړي او په دغه ماتم کې ځانونه شریک ګڼي.

د ولسي جرګې د چهارشنبې د ورځې په غوڼده کې پر همدې پیښه خپګان وښودل شو.

د جرګې رييس عبدالرووف ابراهیمي وویل، مخالفینو ته خبرداری ورکوي چې هیڅکله به په دې اعمالو سره بریالي نه شي چې افغانان سره بېل کړي:

"دا د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او د نړۍ په سطح د افغانستان د خلکو سیاسي متحدینوته یو خطرناک پیغام رسوي.

د افغانستان وضعیت ناوړه دی، دا یوې کورنۍ او یو قوم پورې نه بلکې د افغانستان لوې ملت پورې اړه لري."

ښاغلي ابراهیمي وویل، له حکومته غواړي نه یوازې د زابل په ولایت کې د اوو کسانو د سرونو د پرې کولو په اړه، بلکې د هېواد په ځینو نورو سیمو کې هم د خلکو د وژلو په هکله توضیحات ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د دوو ښځو او یوې ماشومې په شمول، د اوو ملکي کسانو مړي په داسې وضعیت کې چې سرونه یې پرې شوي وو، په زابل ولایت کې وموندل شول.

دا کسان د اکتوبرپه لومړۍ نېټه د غزني ولایت د ګیلان له ولسوالۍ څخه نا معلومو وسله والو تښتولي وو.

د دوې وژنه د افغانانو له غبرګون سره مخ شوې او پرحکومت غږ کوي چې د پیښې عاملین دې مجازات کړي.

په دې اړه ځیني راپورونه وايي چې د ملا اختر منصورپه مشرۍ د طالبانو یوې ډلې، د دې پیښې عاملین اعدام کړی دي.

خود افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست دا خبرنه تاییدوي.

ولسي جرګه وايي، د ملي شورا دواړه خونې دې په ګډه سره، جمهوررییس او اجراییه رییس ور وغواړي چې د اوو ملکي کسانو د سرونو د غوڅولو په اړه توضیحات ورکړي.

دوې تاکید کوي چې حکومت دې دغه پیښه له نړېوالو سره شریکه کړي.د ولسي جرګې غړي نقیب اله فایق وویل:

"دا پروګرام د پاکستان د استخباراتي پروګرامونو ژوروالی ښيي.

دا پروګرام د هغو کړیو دی چې د داعش ملاتړ کوي. موږ ولې دا جنایتونه نړېوال کولای نه شو."

د جرګې بل غړي احمد بهزاد وویل:

"زه وړاندیز کوم چې جمهور رییس او اجراییه رییس باید احضار شي او د دې ننګینې چوپتیا په اړه ورسره واضح خبرې وشي."

جرګې د غونډې په پاې کې یو پریکړه لیک هم صادر کړ.

افغان حکومت د اوو ملکي کسانو د سرونو د پرې کولو پیښه غندلې او دا عمل یې غیر انساني اوغیر اسلامي بللی دی.

کارپوهان وايي، داعش یوه بهرنۍ پروژه ده اوغواړي چې د سورېې او یمن په څیر، په افغانستان کې هم مذهبي اختلافات رامنځته کړي.

دوې وایي، که د داعش د فعالیتونو مخه ونه نیول شي، خلک به له دې څخه د لا خطرناکو پیښو شاهدان واوسي.

راپور:خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG