د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۴

اشرف غني: زموږ ښارونه باید د اقتصاد د ودې او تجارت د پراختیا پر انجنونو بدل شي


د افغانستان جمهور رییس وايي، د افغانستان ښارونه باید له مصرفي وضعیت څخه په تولیدي حالت بدل شي.

دا لومړی ځل نه دی چې افغان چارواکي په ښارونو کې پر اقتصادي ودې او تجارتي پراختیا خبرې کوي؛ خو دا ځل جمهوررییس اشرف غني وايي؛ د هېواد ښارونه باید د اقتصادي ودې پر یو ماشین بدل شي.

ښاغلي غني دا خبرې د یکشنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان په دویم ملي ښاري کنفرانس کې وکړې.

ده تاکید وکړ چې د ښارجوړونې په راتلونکو پلانونو کې دې صنعت او تجارت ته زیاته پاملرنه وشي:

"ښار د اقتصاد انجن دی، خو زموږ ښارونه د مصرف انجنونه دي؛ زموږ ښارونه باید د اقتصاد د ودې او تجارت د پراختیا پر انجنونو بدل شي او د یوویشتمې پیړۍ له معیارونو سره برابروي."

همدارنګه ښاغلي غني د ښارونو د پراختیا په برخه کې د خلکو پر مشارکت هم تاکید وکړ او ويې ویل؛ ښارونه باید داسې جوړشي چې له ولسوالیو او کلیو سره یې اړیکې ټینګي وي.

ده له مدنې ټولنې او دیني عالمانو هم وغوښتل چې د ښارونو د وضعیت د ښه کولو لپاره خلک سره یو ځای او د ښار د اوسېدو یو عالي فرهنګ دود کړي.

ولسمشر غني وویل، د کابل ښار اوسني وضعیت ته په کتو سره؛ ځینې وزارتونه باید د دارالامان سیمې ته ولیږدول شي.

په عین وخت د افغانستان د ښار جوړونې وزیر سید سادات منصور نادري وویل؛ د افغانستان د ښارې پراختیا چارې په معیارونو برابرې نه دي.

ده وویل اوس مهال اویا فیصده ښارونه په غیرمعیارې بڼه جوړشوي؛ خو پلانونه یې ترتیب کړي چې په اینده کې ښاري پراختیا معیاري او د هرډول فساد مخه په کې ونیول شي:

"د وزارت مشرتابه د ذکرشویو ټکو په پام کې نیولو سره؛ د راتلونکې لپاره د ښار جوړونې په برخه کې درې عمده پروګرامونه په پام کې نیولي.

یو یې د ښار ملي پروګرام، بل ښه مدیریت او درېیم د فساد پرضد مبارزه او په چارو کې اصلاحات دي."

دا په داسې حال کې ده چې خلک د ښارګوټي پر جوړولو انتقادونه کوي او وايي پر معیارونو برابرنه دي.

دا چې د ښارجوړونې په راتلونکو پلانونه د خلکو ستونزې ترکومه ځایه په پام کې نیول کیږي؛ دا به هم ولیدل شي.

XS
SM
MD
LG