د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وايي، د امریکا د متحدو ایالاتو په مرسته یې داسې فني وسایل فعال کړل چې د کانکور ازموینه به شفافه کړي.
د امریکا د متحدو ایالاتو نړېوالې پراختیايي ادارې د سه شنبې په ورځ د کانکور د ازموینې د پروسې د شفافیت لپاره یو لړ پرمختللي فني وسایل د لوړو زده کړو وزارت د کانکور په ریاست کې فعال کړل.
د لوړو زده کړو وزیرې فریدې مهمند وویل، دا وسایل به د کانکور د پروسې ګڼې ستونزې اوارې کړي.
په افغانستان کې د امریکا سفیر، لوړې زده کړې د افغانانو د پرمختګ او سوکالۍ لپاره مهمې وبللې او ژمنه يې وکړه چې په دې برخه کې به له افغانستان سره نورې مرستې هم وکړي.
تفصیل د خان محمد سیند په راپور کې اورو: