د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۲۱

د ننګرهار سوداګرۍ خونې له داخلي بې ځایه شویو سره د مرستې راټولولو کمپاین پيل کړ


د ننګرهار د سوداګرۍ خونې د دوشنبې په ورځ د یوې غونډې له لارې پر ټولو سوداګرو غږ وکړ چې د کندز او ننګرهار داخلي بې ځایه شویو کورنیو سره مرسته وکړي.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې صنعتي مرستیال حاجی باز محمد وویل؛ د مرستو راټولولو کمپاین په ټولو ولایتونو کې پيل شوی.

ده وویل، د سوداګرۍ خونه په پام کې لري چې راټولېدونکې مرستې په شفاف ډول د کندز او ننګرهار داخلي بې ځایه شویو کورنیو ته ورسوي:

((موږ ټولو خپلو شتمنو ته، د ننګرهار اطاق تجارت له خوانه اعلان کوو چې خپلو داخلي بې ځایه شویو جنګ ځپلو سره مرسته وکړي؛ موږ مټې رابډوهلي دي چې هغه مرستې که هغه جنس وي او نغدې وي؛ دوی ته یې ورسوو.))

ډاکټر مخلص د ننګرهار سوداګرو په استازولی وویل چې دوی ټول په پام کې لري د کندز او ننګرهار داخلي بې ځایه شویو کورنیو سره د خپل توان په اندازه مرستې وکړي:

((د ننګرهار ولایت پانګوال، صنعت کاران او سوداګر د کندز ولایت او ننګرهار ځینو سیمو څخه راکډه شویو کورنیو مرستو لپاره لاس سره یو کړی دی او خپلې مرستې به دوی ته رسوي.))

افغان سوداګر حاجي ولي وویل د اوسنیو داخلي جنګونو له امله تجاران هم متضرره شوي.

نوموړي د جګړې پر ټولو ښکیلو خواوو غږ وکړ چې نور له جګړې لاس واخلي او د هېواد په ابادۍ کې برخه واخلي:

((زموږ د ټولو خواوو نه دا خواست دی چې جنګ بس کړي. په جنګ کې وطن د بربادۍ سره مخ کیږي سوداګري د سقوط سره مخ کیږي.))

د خپرو شویو ریپوټونو له مخې د کندز له مرکز او د ننګرهار له اچين، کوټ او هسکې مينې ولسوالیو څخه په زرګونو کورنۍ نورو سیمو ته کډه شوي.

د کتونکو په خبره دغه داخلي بې ځایه شوې کورنۍ عاجلې مرستې اړتیا لري؛ همدارنګه دوی وايي، که چېرې دغو بې ځایه شویو کورنیو ته د سرپنا ستونزه آواره نه شي؛ نو د ژمي موسم په راتګ سره به دغه خلک له ګڼو نورو ستونزو سره مخ شي.

راپور:ـ شاه محمود شینواری - ننګرهار

XS
SM
MD
LG