د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۰

اشرف غني دبچه بازي د مخنیوي لپاره دامنیتي ځواکونو پرضد د جدي اقدام ژمنه وکړه


ځینو نړېوالو رسنیو د نورو مطالبو ترڅنګ په افغانستان کې د بچه بازي د مخنیوي په اړه د ولسمشر غني د ژمنې په هکله مطالب خپاره کړي دي.

فارن پالیسي:

فارن پالیسي خپرونې تر دې سرلیک لاندې چې ((ولسمشر اشرف غني پر هلکانو د جنسي تجاوز یا بچه بازي د مخنیوي لپاره د خپلو امنیتي ځواکونو پر ضد د جدي اقدام ژمنه وکړه)) مقاله خپره کړې.

په مقاله کې لیکل شوي: د افغانستان ولسمشر د چهارشنبې په ورځ امریکا ته د دې ډاډ ورکولو هڅه وکړه چې د خپلو امنیتي ځواکونو له لوري؛ پر هلکانو د جنسي تجاوز په څير مساله باندې تله نه تیروي.

فارن پالیسي خپرونې په افغانستان کې د بچه بازي د مسالې په اړه د بوکنګز انسټیټیوټ د څیړونکې واندا برون په حواله لیکلي؛ د افغانستان د سیمه ییزو پولیسو ځیني مرکزونه چې زه ورغلې یم؛ له هلکانو ډک وي.

خو واندا برون ویلي، دا یوازې د سیمه ییزو پولیسو په مرکزونو کې نه وو بلکه په اردو او د نورو پولیسو په مکزونو کې هم په پراخه کچه لیدل کیږي.

واندا برون په افغانستان کې د سیمه ییزو پولیسو په اړه پراخه څیړنه کړې ده.

دې فارن پالیسي ته ویلي، دا هلکان ظاهراً د اشپزي، صفاکاري یا چاي راوړلو په نوم نیول شوي وي او په ډېرو مواردو کې جنسي کار ور څخه اخیستل کیږي.

فارن پالیسي د بشري حقونو د څارنې [Human Rights Watch] د یوه څیړونکي دا خبره؛ بیا راخیستې چې وايي:

"موږ په افغانستان کې څوارلس کاله د پوځ په روزنه کې تېر کړل؛ خو هغوی ته مو د پوځي عدالت او محاکمو د منظم سیسټم روزنه، نه ده ورکړې، څوهغه کسان چې له خپله صلاحیته ناوړه کار اخلي او په بشري حقونود تېری کوي؛ محاکمه کړي."

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز هم په افغانستان کې د بچه بازي پر مساله خبرې کړي او د جمهور رییس محمد اشرف غني پر ژمنه یې چې غواړي د خپلو امنیتي ځواکونو د یو شمېر قومندانانو له لوري؛ پر هلکانو د جنسي تجاوز مخنیوی وکړي؛ تبصره کړې ده.

خو نیویارک تایمز لیکي، دا کار به د ولسمشر غني لپاره اسان کار نه وي.

د نیویارک ټایمز په لیکنه، سره له دې چې په افغانستان خلک پر هلکانو جنسي تجاوز ته په بده سترګه ګوري؛ دا مساله په دې هیواد کې دومره پراخه ده چې عادي نوم لري او بچه بازي ورته وايي.

د نیویارک ټایمز په لیکنه، که څه هم خبریالانو او د بشري حقونو مدافع سازمانونو له تېرو څو کلونو راهیسې پر دې ستونزه زیاتې لیکنې کړې؛ خو مخنیوی به یې د ولسمشر غني لپاره ځکه ګران وي چې بچه بازي د هغه د امنیتي ځواکونو یو شمېر لوی قوماندان؛ د ملیشه ځواکونو ځیني پياوړي غړي او یو شمېر هغه کسان کوي چې د غني د حکومت ملا یې تړلې ده.

XS
SM
MD
LG