د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۳۶

د روسیې درېیم لوی جومات په مسکو کې پرانستل شو


هغه لوی جومات چې د مسکوپه یوه تاریخي سیمه کې جوړشوی، د لوی اخترپه مناسبت نن پرانستل شو.

دغه جومات چې په شپږو پوړونو کې ودان شوی، په یوه وخت کې د ترلس زرو پورې عبادت کونکوظرفیت لري.

د دغه لوی جومات د پرانستلو په مراسمو کې د روسیی ولسمشر ولادیمیرپوتین، د ترکیې ولسمشر رجب تیب اردوغان، د فلسطینې ادارې مشر محمود عباس، په روسیه کې د امریکا سفیرجان تیفت او د چیچنیا مشررمضان قدیروف ګډون وکړ.

دغه لوی جومات په هغه ځای کې چې مخکې پکې یوبل لوی جومات چې په ۱۹۰۴ کال کې ودان شوی واو په ۲۰۱۱ کې ونړول شو جوړشوی. د پخواني جومات د نړولوپرسر جنجال راپورته شوی و.

دا په روسیه کې چې اسلام یې دوه هم ستردین دی، دریم لوی جومات دی چې جوړیږي. اټکل کیږي چې په روسیه کې به له پنځلسو میلیونو نه تردرویشتو میلیون وګړو پورې مسلمانان ژوند کوي.

ترټولو لوی جومات د روسیې د داغستان د جمهوریت په پلازمینه ماخاچکلا او دوهم سترجومات هم د ګرجستان په پلازمینه ګروزني کې ودان دي.

د روسیې د مسلمانانو اکثریت په ادیګیه، تاتارستان، باشکورتستان، داغستان، چیچنیا، انګوشیتیا، کاباردینو بالکاریا او کاراچي چیرکیسیا کې اوسیږي.

XS
SM
MD
LG