د خوړو نړېوال پروګرام یا ډبیلو اف پي بدخشان ولایت ته د مرستو د موادو استول وځنډول.
ډبیلو، اف، پي وايي د افغانستان نور سیمو ته به د مرستو د رسولو په مقصد عملیاتو ته دوام ورکړي خو په بدخشان کې د دې موسسې پر لاریو د وسله والو د حملې په غبرګون کې به تر ناڅرګندې نېټې دې ولایت ته د خوړو د موادو د لېږد عملیات بند کړي.
په داسې حال کې چې د ژمي د سړو موسم په څو اونیو کې راروان دی؛ ډبلیو. اف. پي WFP یا د خوړو نړیوال پروګرام بدخشان ولایت ته د مرستې د موادو د رسولو عملیات ځنډولي دي.
د WFP ویاند وحیدالله اماني آزادۍ راډیو ته وویل چې دا پرېکړه په بدخشان ولایت کې د دې موسسې د لاریو پر کتار د وسله وال برید په غبرګون کې کېږي:
((تر څو چې د دې پېښې اصلي لامل معلومېږي- تراوسه هم موږ نه پوهېږو چې ولې د خوړو د نړیوال سازمان یا WFP له کتار سره داسې چلند کېږي- په بدخشان ولایت کې زموږ د خوراکي توکو ټول کتارونه چې پروژو او خلکو ته یا د انتقال په حال کې وو، او یا هم پلان شوي وو چې مواد ورسوي، هغه مو تر نامعلومې راتلونکې پورې ځنډولې دي.))
نامعلومو وسله والو د جمعې په ورځ په یفتل سفلی ولسوالۍ کې د WFP پر پنځو لاریو په داسې حال کې حمله وکړه چې د بدخشان د لېرې پرتو سیمو خلکو ته د خوړو د موادو له رسولو وروسته د دې ولایت مرکز فیض آباد ته ستنېدلې.
WFP وايي، وسله والو لارۍ د یوې شپې لپاره وساتلې او په سبا یې له مینځه یوړې خو ډرېوران یې خوشې کړل.
د WFP ویاند ښاغلي اماني وویل چې دا موسسه یوازې په بدخشان ولایت کې خپل عملیات ځنډوي او د هېواد په نورو سیمو کې به یې فعالیتونه په عادي ډول روان وي:
((دا پېښه به په نور افغانستان کې- یعنې له بدخشانه هاخوا په نور افغانستان کې زموږ پر فعالیت سمدستي کوم اغېز نلري او چارې به مو په عادي ډول پرمخ ځي او موږ وضعیت له نژدې څارو.))
په افغانستان کې د خوړو د نړېوال پروګرام مرستیالې مشرې په یوه بیان کې چې پرون خپور شو، دا پېښه غندلې او پر دې یې خواشیني څرګنده کړې چې WFP په بدخشان کې خپل عملیات ځنډوي.
د خوړو نړیوال پروګرام او نورې مرستندویې ټولنې د بدخشان په ګډون د افغانستان د هغو لېرې پرتو سیمو له خلکو سره هرکال د خوړو د موادو مرسته کوي چې لارې یې په ژمي کې بندېږي.
ملګروملتونو تېره اونۍ په یو نوي راپور کې وویل په افغانستان کې د هغو خلکو شمېر دوه چنده شوی چې د خوړو د نه خوندیتوب له ستونزې سره لاس ګرېوان دی.