د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۶ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۳۸

آی.ایس.آی د طالبانو ملګری نه شو


د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل مطالب او تبصرې تر ډېره د طالبانو ترمنځ وروستیو اختلافاتو او د انتخاباتي نظام د اصلاح لارو چارو ته ځانګړي کړي دي.

سرخط:

سرخط ورځپاڼې خپلې سرمقالې ته دا سرلیک ورکړی چې "آی.ایس.آی د طالبانو ملګری نه شو."

په سرمقاله کې د طالبانو د یوه قومندان ملا منصور دادالله خپرې شوې ویډیو ته اشاره شوې چې ویلې یې دي؛ له ملا اختر محمد منصور او د پاکستان له استخباراتو سره اختلافات لري.

ورځپاڼې د منصور دادالله دا خبرې هم لیکلي چې د پاکستان استخباراتو ورڅخه غوښتل چې یوازې د هغوی ګټو ته په کتو کار وکړي.

د سرمقالې د لیکوال په باور، طالبان باید له دې عبرت واخلي او نور د پاکستان د استخباراتو له ولکې او منګولو ځان را خلاص کړي.

چراغ:

چراغ ورځپاڼې بیا په یوه مطلب کې لیکلي چې په زابل کې د ملا منصور دادلله پلویان د ملا اختر محمد منصور د جنګیالیو له خوا محاصره شوي دي.

په مطلب کې راغلي چې ملا اختر محمد منصور د ملا مطیع الله په مشرۍ یوه ډله زابل ته لیږلې؛ څو د ملا منصور دادالله ډله ونیسي.

د ورځپاڼې په باور یوازې ملا منصور دادالله نه؛ بلکې ملاحسن رحماني، ملا محمد رسول، ملا عبدالمنان نیازي، ملا عبدالقیوم ذاکر او د ملا محمد عمر زوی ملا محمد یعقوب د طالبانو د نوي مشر ملا اختر محمد منصور له ټاکل کیدو سره مخالفت ښودلی دی.

سرنوشت:

سرنوشت ورځپاڼې بیا د انتخاباتي اصلاحاتو پر بهیر یو تحلیلي مطلب خپور کړی او لیکلي دي چې د ټاکنیز کړکیچ نوی څپرکی.

په مطلب کې راغلي چې د انتخاباتي نظام په اړه اوسنۍ دریځ په دې معنی دی چې په افغانستان کې ډیموکراسي ثمر ته ونه رسیده.

د مطلب لیکوال ویلي، تراوسه د انتخاباتو د اصلاح څرک نه لګیږي او حکومت د دې لپاره د انتخاباتي کمیسیونونو پر وړاندې اقدام نه شي کولای چې له کمیشنرانو سره یې ډېر پټ رازونه پراته دي.

اطلاعات:

اطلاعات روز ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي چې د انتخاباتو د اصلاح لپاره د حکومت لړزیدونکي قدمونه.

په سرمقاله کې راغلي چې د انتخاباتو د اصلاح چارې ډیرې ورو رواني دي او داسې ښکاري چې د انتخاباتو د اصلاح کمیسیون د پیشنهادي طرحو عملي کول به هم ډیر وخت ونیسي.

XS
SM
MD
LG