د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۴۶

حافظي: له اقتصادي خپلواکۍ پرته د سیاسي خپلواکۍ درلودل ناشونې دي


د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، اړتیا ده چې پر پاکستاني توکو د تحریم په بدل کې د خپلو کورنیو تولیداتو کچه لوړه کړو.

د دغه خونې د نړېوالو اړیکو د کمیټې رییس د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیوته وویل چې په پاکستاني توکو تحریم به په لنډ مهالي کې پر دغه هېواد فشار راوړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، له اقتصادي خپلواکۍ پرته د سیاسي خپلواکۍ درلودل ناشونې دي.

د دغه خونې د نړېوالو اړیکو د کمیټې ریس اذرخش حافظي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیوته وویل چې د افغانستان اقتصاد باید په نورو هېوادونو پورې تړلی نه وي او حکومت باید له کورنیو تولیداتو ملاتړ وکړي.

نوموړي زیاته کړه چې پرپاکستان توکو د تحریم خبره کېدای شي په لنډ مهالي کې پردغه هېواد یو فشار وي خو په اوږد مهالي کې باید افغانستان له اقتصادي اړخه پرځان بسیا وي:

((باید حکومت اړ شي چې له کورنیو صنایعو څخه استفاده وکړي، ترڅو موږدا توان ولرو چې که یو هېواد تحریموو نو ویې شو کولای، خو کله چې زموږ دکانونه د نورو له مالونو ډک وي تحریم مانا نه لري، بدیل لري، بدیل یې چېنايي دي، ایراني دي، د منځنۍ اسیا توکي دي خو موږ وايو چې بدیل یې باید کورني توکي وي او موږ اړتیا نه لرو چې ډېرقلمونه مواد له بهره وارد کړو.))

ښاغلي حافظي وویل چې اوس مهال پرپاکستان توکو د تحریم په وړاندې د کورنیو تولیداتو بدیل نه دی موجود او یواځنی بدیل یې له چېني او ایراني توکو نه استفاده کول دي چې نرخونه یې لوړ دي.

افغانانوپه افغانستان د خونړیو انتحاري حملوپه غبرګون چې لامل یې پاکستان ګني په دې وروستیو کې د پاکستاني توکو د تحریم کمپاین پیل کړ.

د مدني ټولنو په لسګونه غړي د پاکستاني توکود رانیولو د تحریم غوښتونکې شول او دغه شان په ټولنیزو رسنیو لکه فیسبوک کې هم د دغې شبکې د کارونکو له خوا په دې تړاو ګڼ بیغامونه خپاره او له خلکو وغوښتل شول چې د پاکستاني توکو له اخیستلو ډډه وکړي.

ورپسې د درمل پلورونکو د ټولنې مسولانوهم اعلان وکړ چې تردې ورسته به له پاکستانه د درملو واردول منع کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د سوداګرۍ او صنایعو د خونې د معلوماتوله مخې د پاکستان د وارداتو کلنی حساب دوه اعشاریه دوه ملیارډه ډالروته رسېږي.

خو یو شمېرنارسمي راپورونه بیا دغه رقم پنځه ملیارډه ډالره ښيي.

په ورته وخت کې د اقتصادي چارو یو شمېرکارپوهان وايي چې پرپاکستاني توکو د اخیستلو تجریم ښايي په لنډ مهالي کې ستونزې ولري خو په اوږد مهالي کې کېدای شي د اقتصادي خود کفایۍ لپاره ذهنیت جوړونه وکړي. اقتصادي کارپوه سهراب بهمن يي په اړه وايي:

((دا کارپه لنډ مهالي کې موږله ستونزو سره مخ کوي، ځکه موږ ورته بدیلونه نه په هېواد کې دننه لرو او شا او خوا هېوادونو کې، نو ځکه موږله ستونزو سره مخ کېږو چې د بدیل لار پیدا کړو او زه فکرکوم چې د بدیل لومړنۍ لارې یې کورني تولیدات دي او که ونشي نو او که نه وي نو محبور یو چې دوهم او دریم هېواد ته مخه کړو.))

ویل کېږي چې افغانستان اوس مهال د سیمې او ګاوندیو هېوادونو په یو مصرفي بازار بدل شوی دی.

د کارپوهانو په وینا د یو اقتصادي معقوله سیاست نه شتون د دې لامل شوی چې افغانستان په اقتصادي برخه کې خود کفایي ونه ولري.

XS
SM
MD
LG