د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۶ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۵

پاکستان او افغانستان د ترورېزم د ځپلو لپاره پر ګډو همکاريو خبرې کړي


د افغان دولت جګپوړي پلاوي د پاکستان پايتخت اسلام اباد ته د خپل څو ساعتني سفر پر مهال د دې هېواد له صدراعظم نواز شريف او يو شمېر نورو چارواکيو سره کتلي او په دوه اړخيزو اړيکيو، په سيمه کې د سولې و ثبات او د ترورېزم د مخنيوي په ګډون يې ورسره په يو شمېر نورو موضوعاتو خبرې کړي دي.

په دغه افغان پلاوى کې چې مشري يې د افغانستان د بهرنيو چار وزير صلاح الدين رباني کوله؛ د دفاع وزارت سرپرست او د ملي امنيت رييس هم ملګري وو چې د پنجشنبې په ورځ ناوخته اسلام ته تللى وو.

پاکستاني رسنۍ د دې هېواد د بهرنيو چارو د وزات د وياند قاضي خليل الله په حواله وايي چې د پاکستان د بهرنيو چارو او ملي امنيت مشاور سرتاج عزيز له افغان پلاوي سره په ليدنه کې په کابل کې وروستي ترورېستي بريدونه غندلي او همداراز دواړو خواوو د سولې د مذاکراتو پر ځنډېدلې لړۍ هم خبرې کړي دي.

دغه افغان پلاوى تر هغې وروسته اسلام اباد ته سفر وکړ چې تېره اوونۍ په کابل کې پرله پسې ترورېستي بريدونه وشول چې سلګونو ملکي وګړيو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د افغانستان استخباراتي چارواکي وايي چې دغه بريدونه د حقاني شبکې وسله والې ډلې د پاکستان د پوځي کړيو په مرسته ترسره کړي دي.

که څه هم افغان چارواکيو لا تر دې دمه پاکستان د خپل سفر او لاسته راوړنو په اړه څه نه دي ويلي؛ خو د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په یوې خبرپاڼې کې ویلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ خبرې اغیزمنې او ګټورې وې.

په خبرپاڼې کې راغلي چې په بهرنيو او امنيتي چارو کې د پاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزیز افغان پلاوي ته ويلي:

((پاکستان له افغانستان سره د مثبتو او مخ په ودې اړیکيو رامنځته کولو لپاره ژمن دى او همداراز چمتو دى چې د ټولو ستونزو په هوارولو کې له افغانستان سره ګډ کار وکړي.

دواړه هېوادونه باید پر یو بل باور ولري او هغو ورانکارو ته چې د دواړو وروڼو هېوادونو ترمنځ د بې باورۍ د رامنځ ته کولو هڅه کوي؛ موقع ور نه کړي.))

عزيز په سيمه کې د ترورېزم د ريښو وېستلو او ګډو ننګونو د مخنيوي لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ پر ګډو همکاريو او هڅو زوړ راوړى او همداراز يې د افغانستان د سولې او ثبات لپاره د افغانانو په مشرۍ او رهبرۍ د سولې له پروسې سره د هر ډول ممکنه مرستو ډاډ ورکړى.

که څه هم افغان چارواکيو ويلي وو چې دغه افغان پلاوى له پاکستانيو مقاماتو سره د وروستيو ترورېستي پېښو په اړه ځينې شواهد شريک کړي؛ خو پاکستانيو چارواکيو لا تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.

له بلې خوا د پاکستان يوه دولتي چارواکي چې نوم يې نه دى اخيستى د دې هېواد ډان خبري اژانس ته ويلي؛ پاکستان افغان پلاوي ته ډاډ ورکړى چې که چيرې د کابل په وروستيو بريدونو کې يې د پاکستاني کړيو د لاس لرلو شواهد ترلاسه کړل؛ نو هرومرو به يې له کابل سره شريک کړي.

پاکستاني رسنۍ همداراز وايي چې د افغانستان د بهرنيو چارو وزير د سيمې او افغانستان د سولې او ثبات او د ترورېزم د مخنيوي لپاره د پاکستان او افغانستان پر ګډو همکاريو ټينګار کړى دى.

د يادونې وړ ده چې په افغانستان کې د ملي يووالي د حکومت تر رامنځته کېدو وروسته اسلام اباد ته دا د افغانستان د بهرنيو چارو د وزير په توګه د صلاح الدين رباني او د تېر کال په نومبر مياشت کې د افغان ولسشمر تر سفر وروسته د کوم جګپوړي افغان پلاوي لومړى سفر دى.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG