د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له خلکو غواړي چې د وینې بهوونکې تبې د وایروس د مخنیوي لپاره که چېرته د دې ناروغۍ نښې لیدل کېږي باید ژر روغتیايي مرکزونو ته خبر ورکړي.
د دغه وزارت چارواکو ازادي راډیو ته وویل چې په دې وروستیو کې یو شمېرکسان په دې ناروغۍ اخته شوي او مهمې نښې یې تبې او سخت سرخوږی، زړه بدوالی، د مفصلونو درد، د وریو وینې کېدل او د پوستکې شین والی دي.
یو شمیر کورنۍ چې ځینې کسان یې په دې ناروغۍ اخته شوي دي آزادي راډیو ته وايي چې په پرله پسې څار او درملنې سره یې خپل ناروغان له مرګه ژغورلي دي.
که څه هم د وینې بهوونکې تبې د پراخیدو انديښنې موجودې دي خو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې خلک باید د دې ناروغۍ په مخنیوي کې مرسته وکړي.
په دې وروستیو کې په کابل او ځینو ولایتونو کې په دې ناروغۍ د اخته شویو کسانو د مړینې رپوټونه خپاره شول.
د عامې روغتیا وزارت وايي چې تېروخت هم د دې ناروغۍ مثبتې پيښې په هېواد کې لیدل شوی او سږکال هم د دې ناروغۍ د پراخیدو په خاطر لازم تدابیر نیول شوي دي.
د دغه وزارت ویاند ډاکټر وحیدالله مایار د چهارشنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې له خلکو وغوښتل چې د ویني بهوونکې ناروغۍ د علایمو په لیدو سره دې ناروغان روغتیايي مرکزونو ته ورسوي:
«که جېرته خدای مه کړه دوی دغه ناروغي په ځان یا د فامیل په نورو غړیو کې ویني چې له پوزې یې وینې راځي، دفعتاْ سردردي،لوړه تبه، د ملا درد، زړه بدي د پښو درد ورته پيدا کېږي باید ډېر ژر مریض ډاکټر ته ورسوي.
که چېرته ناروغ درملنه ونه ویني نو کېدای شي د دې ناروغۍ له امله ومري.»
د وینې بهوونکې تبې وایروس د یو ډول حشرۍ له چېچلو یا هم د حیوان یا انسان له ترشحاتو سره تر تماس وروسته انسان ته انتقالیږي.
محسن د یوه ناروغه پلاردی چې زوی یې له څه وخت راهیسې په وینې بهوونکې تبې اخته شوی او اوس وخت د کابل په انتاني روغتون کې تر درملنې لاندې دی.
نوموړی د هېواد د لابراټوارونو په کار انتقاد کوي او وايي چې له نږدې شلو ورځو راهیسې یې له ناروغ زوی سره ډېرې سرګردانۍ تېرې کړي دي:
«قصاب مال پوستاوو یوې حشرې چېچلی و بعد له هغې نه دا مرض ورغلی و. کلینکونو ته مو بوته سیروم یې ورته تېر کړ. بیا مو ان پيښور ته ورساو خو هلته یې تداوي ونه شوه بیا همده روغتون ته راغلو. سخته تبه یې وه.»
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په روان کال کې د وینې بهوونکې تبې ۳۵ شکمنې پيښې په کابل، ننګرهار او هرات کې ثبت شوي چې له ډلې یې اتو کسانو تر اوسه پورې ساه ورکړې ده.
خو له دې ټولو سره سره تر درملنې مخکې په وقایې ټینګار کېږي.
معلومه نه ده چې په افغاني بیوزله ټولنه کې چې ډېر خلک یې په عادي کارونو بوخت دي او تر نورې نړۍ د افغانستان محیط په ډول ډول وایروسونو ککړ دی په دې ناروغۍ څومره افغانان اخته کېږي او خپل خوږ ژوند له لاسه ورکوي.
صفي الله ستانکزی