د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۱

افغانه پیلوټه له ګواښونو سره سره الوتنو ته دوام ورکوي


بریتانیا چاپ، ډیلي میل ورځپاڼې په وروستۍ ګڼه کې: افغانه پیلوټه له ګواښونو سره سره الوتنو ته دوام ورکوي – ترسرلیک لاندې یومضمون خپورکړی او د هغې ځوانې افغانې پیلوټې ژوند ته یي کتنه کړې چې د افغان پوځ پيلوټه ده او څه موده وړاندې یي د امریکا د بهرنیوچارو وزارت له خوا د نړۍ د یوې زړورې ښځې جایزه ترلاسه کړه.

ورځپاڼه لیکي:

نیلوفر رحماني لا کوچنۍ جنۍ وه چې له پيلوټۍ سره یي مینه درلوده.

په ځوانۍ کې یي لومړی انګلیسي ژبه زده کړه ترڅو د پیلوټۍ ښوونځې ته لارپیدا کړې.

نیلوفرخپله لومړۍ الوتنه په سیزنا ۱۸۲ کوچنۍ الوتکه کې وکړه او ډیر ژر یي سترې پوځي باروړونکي سي ۲۰۸ الوتکې هم هوا ته پورته کړې.

ډیلې میل زیاتوي، نیلوفر رحماني یوازې د الوتنې جرئت او شجاعت نه لري، بلکه د خپلو پوځي ملګرو د ژغورنې قواعد او اصول یي هم له پامه نه دي غورځولي او ډیرځله چې یي کتلي ملګري عسکر یي په یوه ځای کې ټپیان شوي، خپله الوتکه یي ښکته کړې او ټپیان یي روغتون ته انتقال کړی دی.

ورځپاڼه لیکي:

کله چې د نیلوفردا عمل په ډاګه شو، طالبانود هغې کورنۍ او په خپله دې ته ګواښونه وکړل، خو دې ګواښونو د نوموړې د الوتنې مخه ونه نیوله او دا مهال هغه غواړي چې د الوتنې ښوونکې یا روزونکې شي ترڅو نورې ښځې وهڅوي چې د افغانستان ملي پوځ کې پیلوټاني شي.

نیلوفر رحمانې ډیلي میل ورځپاڼې ته ویلي، تاسې په دې کارکې نه شی کولای ځان یوازې د ښځې په توګه ووینئ بلکه تاسې یوانسان یاست، هغه انسان چې خطرونه پرځان مني.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت کې د نړۍ د زړورو ښځو جایزې په مراسمو کې د امریکا د جمهوررئیس بارک اوباما میرمنې میشیل اوباما هم ګډون کړی و او د جایزو ورکولو پرمهال یي د دغې افغانې جنۍ د شجاعت او زړورتیا ستاینه وکړه.

د امریکا د پوځ سټارز اینډ سټرایپس مجلې په وروستۍ ګڼه کې په بدخشان ولایت کې د طالبانو د وروستۍ حملې په اړه یومضمون خپورکړی او لیکي چې افغان ځواکونه د ځوابیه عملیاتو لپاره تیاری نیسي.

مجلې ولسي جرګې ته د افغانستان د دفاع وزارت د سرپرست وزیرجنرال شیرمحمد کریمي دا خبره راخیستي چې ویلي یي و، د دفاع وزیرپه ټاکلو کې د جمهوررئیس اشرف غني ناکامۍ او په حکومت کې نورواختلافاتو د ملي پوځ په مشرتابه کې بحران رامنځ ته کړی دی.

د مجلې څیړونکی په دې باوردی چې د افغانستان په حکومت کې ستونزو او په افغانستان کې د بهرنیوجنګي ځواکونو کمیدو وسله وال مخالفان هڅولي چې په نوي جنګې موسم کې خپل فعالیتونه پراخ کړي.

مجلې د ولسي جرګې د غړې فوزیه کوفي خبرې هم راخیستي چې وایي:

په بدخشان کې به حملې نورې هم زیاتې شي او دا ځکه چې طالبانو د افغان حکومت نیمګړتیاوې درک کړي او د جګړې په موسم کې به ورڅخه په خپله ګټه کار واخلي.

د میرمن کوفي په باور، د بدخشان په ځینو برخو کې له طالبانوڅخه د خلکوملاتړ تر ډيره حده په حکومت باندې د بې باورۍ له امله دی، نه دا چې خلک هغوې ته وفاداره دي.

XS
SM
MD
LG