د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۸

د پکتيا ګردیز ښار تر نورو وختونو لا ډېرناپاک شوی دی


د پکتيا مرکز ګردېز ښارد چټليو زياتوالي خلک اندېښمن کړي دي، چې که چېرته ښار همداسې چټل پاتي شي، خلک به يې ورځ تربلې له ستونزو سره مخ شي.

د پکتيا يو شمېر اوسېدونکي وايي، چې د مرکز ګردېز ښار تر پخوا زيات چټل شوی دی او که چېرې حکومت او ګردېز ښاريان د ښارپاکوالي ته پاملرنه زياته نه کړي ستونزه به ورځ تربلې پسې زياته شي.

د ګردېز ښار اوسېدونکي که څه هم وايي، چې د ښار پاکوالي ته پام نه کيږي، دا تورهم پورې کوي، چې په خپله ښاريان د پاکوالي خيال نه ساتي، د ګردېز يو څو تنه اوسېدونکي:

”د ښارد کثافت په اړه خو اول مسوليت د دوکاندارانو ده، هغه ځايونه چې ښاروالي جوړکړي، کثافت بايد هلته واچوي، خو چې دوی سهار دوکانونه راجارو کړي، ټول لښتيو ته واچوي او بيا ښاروالي خو مکلف ده، چې ښار څخه کثافات وباسي او دا يې کار دی“

”په ښار کې حقيقت خبره ده، چې کثافات زيات دي، خو خلک بايد ورسره همکار شي، هرڅوک دې خپلې ساحې پاکې کړي، ښاروالي په يوازې ډول نه شي کولای، چې ښار پاک کړي، زموږ کور د اتفاق مېنې په سيمه کې دی، پينځه ورځې مخکې يې هلته ډېرانونه ايسته کړل اوس بيا هماغه خلک ورځي او هلته کثافات غورځوي، ځان باندې انتقاد نه کوي او دا نه وايي چې دا چا واچول، خو ګيله له ښاروالي نه کوي“

دغه يو څوتنه نه دي، چې د ښارچټلۍ څخه شکايت کوي او وايي، چې ښاريان او ښاروالي دې په شريکه د ښار پاکوالي ته پام وکړي، بلکې اکثريت خلک په دې اند دي، چې د چټليو زياتوالی د خلکو او ښاروالۍ بې غوري ده.

د مرکز ګردېز يو تن اوسېدونکې او مدني فعال صديق الله محمدي وايي، چې که چېرته خلک په ښار کې بې ځايه چټلۍ غورځوي، د حکومت مسوليت دی، چې جريمه يې کړې، هغه که دوکاندار وي، که د کورونو ولا، خو په دې برخه کې حکومت داسې کومه طرحه نه لري:

”نوهيله مې دغه ده، چې دوی کوم ناظمين او د ساحې مشران لري،هغوی ته دې احوال ورکړي، چې که چا دلته کثافات وغورځول جريمه کيږي به، يعنې يو ورانېنګ دې ورکړي، يو خو به خلک بيا د جريمې پر اساس بې ځايه کثافات نه غورځوي او بل به يې د ښاروالۍ لپاره عايد زيات کړي وي“

نوموړی که څه هم ښاروالي او خلک يو ډول مسول ګڼي دا هم وايي، چې که ښاروالي جديت وکړي، ښار به يې تر ډېرو نورو هغو پاک وي.

د ګردېز ښاروال انجنر اغا محمد سيدي وايي، چې دوی تر ډېره توانيدلي دي، چې د ښار د پاکوالي او ښکلا لپاره ډېر کار وکړي او په خبره يې کار ځکه ډېره نتيجه نه ورکوي، چې ښاريان ورسره ښاري کلتوري نه مراعتوي:

”زموږ ښاروالي توانېدلې ده، چې سړکونه پاکوي، لښتي پاک ساتي، خو خلک يې پاک نه ساتي، موږ ډېرې کثافات دانۍ اېښې دي، خو خلک هلته خپل کثافات نه غورځوي، تاسې وليدل، چې څو ورځې وړاندې د محبث په سيمه کې، چې زموږ مسوليت هم نه دی، موږ د هغه ځای کثافات پورته کړل او حتی خلک پيسې هم نه ورکوي، په ښار کې اوسېدل اسانه دي، خو ښاري کلتور زده کړه سخته ده، ټول ښارونه ښاروال نه پاکوي، ښاريان هم بايد ورسره همکار وي“

خلک د ښار د ناپاکوالي څخه په داسې حال کې شکايت کوي، چې د پکتيا په پسرلنۍ بارانۍ هوا کې د مرکز ګردېز ښار د چټليو پر اساس بوين کيږي او د سيمې د ډاکټرانو په خبره خلکو ته ترې ډول،ډول ناروغۍ پيدا کيږي.

راپور- داود تپان- پکتيا

XS
SM
MD
LG