د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۹

پوتین: پولیس دې په روسیه کې د سیاسي قتلونو ستونزه حل کړي


د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین نن [چهارشنبه] وویل، روسیه باید ځان له داسې شرم او خواشینۍ وساتي لکه د اپوزیسیون د مشر بوریس نیمڅوف وژل کیدل.

د روسیې ولسمشرچې نن یې د دې هېواد د کورنیو چارو د وزارت لوړ رتبه چارواکو ته خبرې کولې، پر پولیسو ږغ وکړ چې په دې هېواد کې د سیاسي قتلونو ستونزه حل کړي.

له مسکوه د ازادۍ راډیو خبریال وايي، داسې څرګندیږي چې پوتین د نیمڅوف په څير، د خپل رژیم د مخالفو سیاستوالو د قتلونو له امله روسیې ته رسیدلی زیان تاییدوي.

په روسیه کې د اپوزیسیون مشر بوریس نیمڅوف د تیرې جمعې په ماښام ناڅرګندو کسانو د مسکو ښارپه زړه کې، د کریملین له ودانۍ په لنډ واټن کې وویشت او ووژل شو.

پوتین وویل چې په روسیه کې باید د زیاتو پیژندل شخصیتونو، په ځانګړي ډول د سیاستوالو قتلونو ته جدي پاملرنه وشي. ولادیمیر پوتین وویل:

"موږباید سږکال په ډيرو مهمو برخو کې خپل فعالیت چټک کړو.

ترهرڅه مخکې باید د جرمونو مساله حل کړو، هغه که په لنډ وخت کې شوي او که پخوا شوي.

د کورنیو چارو د وزارت او په عمومي توګه د قانون د حاکمیت د ټینګولو په سیسټم کې د ستر پرمختګ ډیره اړتیا ده."

ولسمشر پوتین زیاته کړه چې د کریملن مخالفین او افراطي کسان غواړي چې د روسیې په ټولنه کې کرکه زیاته شي. پوتین وویل، په روسیه کې د افراطي کسانو فعالیتونه ورځ په ورځ جدي کیږي او روسان د هغوي د داسې هڅو شاهد دي لکه غیرقانوني مظاهرې او پر ټولنیزو رسنیو له کرکې ډک پيغامونه خپرول. ولادیمیر پوتین زیاته کړه:

"د ډیرو لوړ رتبه کسانو قتلونو، په ځانګړي ډول هغو ته چې سیاسي اړخ لري، باید جدي پاملرنه وشي.

دا ضروري ده چې روسیه باید بالاخره له داسې شرم او خواشینۍ څخه چې موږ یې په وروستیو کې شاهد وو خلاصه شي، زما مطلب د مسکو په مرکز کې د نیمڅوف د ظالمانه وژنې په څیر پیښې دي."

نن د روسیې د امنیت د فدرالي ادارې مشرالکساند بورتنیکوف وویل چې د بوریس نیمڅوف د قتل مشکوک کسان پيژندل شوي او څيړونکې د دې معمی حل ته چې نیمڅوف ښايي چا وژلی وي، نږدې شوي دي.

پوتین زیاته کړه چې افراطي کسان د روسیې په ټولنه کې د وسله وال نشلزم او تشدد زهر شیندي او ټینګار یې وکړ چې د اوکرایین وضعیت څرګندوي چې داسې کارونه څه ډول پایلې درلودلای شي.

XS
SM
MD
LG