د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د پیښو غندل نه شي کولای دا دستور ختم کړي بلکې اړتیا ده چې د مخنیوي لپاره یې عملي کارونه پیل شي.
دا غوښتنه د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانو او د ممتازبیګم فرهنګي او ټولنیز بنسټ غړو د سې شنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وکړه.
دوی د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د راکمولو په هدف د اغیزناکو ګامونو د اخستلو غوښتنه په داسې حال کې کوي چې په دې وروستیو کې د ښځو سره د تاوتریخوالي راپورونه ډير شوي دي.
په افغانستان کې د ښځو د حقونو یو شمېرفعالان له حکومته غواړي چې د معافیت فرهنګ ختم کړي او د ښځو سره د تاوتریخوالي عاملینو ته سختې سزا ورکړي.
دوی د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د پیښو د ختمولو حل لارې د حکومت له خوا په سم ډول د قانون تطبیق او د عامه پوهاوی پروګرامونه بولي.
د ښځو د حقونو فعالانو او د ممتازبیګم د فرهنګي او ټولنیز بنسټ استازو د سې شنبې په ورځ د یوه پریکړه لیک په خپرولو سره وویل چې یواځې د ښځو سره د تاوتریخوالي د پیښو غندل نه شي کولای د دوی درد دوا کړي.
د ممتازبیګم د فرهنګي او ټولنیز بنسټ مسوله تهمینه شجاع وایي، حکومت باید په دې لارکې عملي ګامونه واخلي:
″د ملي وحدت حکومت له مشرانو څخه په جدي توګه غواړو چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالی کمولو لپاره له بهانو پرته له ټولو قانوني امکاناتو سره اغیزناک اقدمات وکړي.
د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي پیښې باید عدلي او قضایې ارګانونه په سمه توګه وڅیړي او ښځو ته په محکمو کې دا مرحلې اسانه او لنډې شي.″
دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې په دې وروستیوکې پر ښځو د ډله ییزو جنسیي تېریو، د سر پرې کولو، په بدوکې یې د ورکولو او وهلو ډبولو په اړه له بیلا بیلو ولایتونو څخه راپورونه خپاره شوي دي.
د افغانستان د ښځو چارو وزارت وایي، په روان لمریزکال کې له دوی سره د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي شاوخوا څلور زره قضیې ثبت شوي چې سل یې یوازې د جنسي تیریو پیښې دي.
له دې سره د مشرانو جرګې یو شمېرغړي د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی یو بې سابقې عمل بولي او وایي، د دې فرهنګ عامیدو ته ورځ تربلې د دوی اندېښنه زیاتېږي.
د مشرانو جرګې غړی انارکلي هنریار وایي، عدلي او قضایې ارګانونه باید د هغو کسانو سره چې د ښځو په وړاندې له تاوتریخوالي نه کاراخلي جدي چلند وکړي:
″د ښځو سره وروستی پیښې شوي قضیې چې موږ یې شاهدانو یو خورا بدې وې زموږ غوښتنه له عدلي ارګانونو او د ملي وحدت حکومت له چارواکو دا ده چې اقدامات جدي کړي د دې پیښو عاملین ونیسي او د محکمو ټول جریان یې په علني توګه وکړي او بلاخره مجازات شي.″
له دې سره د ټولنیزو علومو یو شمېرکارپوهان وایې، که قانون په ښه توګه تطبیق شي او د فساد سره مبارزه جدي او عامه پوهاوی ډيرشي نو د ښځو سره د بد چلند پيښې کمیږي، چې ترډیره حکومت په دې پلان کې ناکام ګڼي.
دوی وړاندیز کوي چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د پیښو د ختمولو لپاره باید یوه هر اړخیزه ملي پالیسي جوړه، تطبیق او ورسره په حکومت کې د ښځو ونډه هم ډیره شي.