د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۶ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۱۴

د چين د بهرنيو چارو وزير په دوه ورځني سفر اسلام اباد ته راغلى


د چين د بهرنيو چارو وزير وينګ لي د يوه جګپوړي پلاوي په ملتيا له پاکستانيو چارواکيو سره په دوه اړخيزو اړيکيو او سيمه ييزو مسايلو باندې د خبرو لپاره د پنجشنبې په ورځ د پاکستان پايتخت اسلام اباد ته رسېدلى دى.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د يوې اعلاميې خپرولو په ترڅ کې ويلي، چې نوموړى به د خپل د سفر پر مهال د پاکستان له صدراعظم نواز شريف، ولسمشر ممنون او همداراز يو شمېر نورو جګپوړو دولتي مقاماتو سره وګوري اود پاکستان و چين پر اقتصادي او ستراتيژيکي اړيکيو سربېره به ورسره د سيمې پر روان وضعيت بحث وکړي.

د چين د بهرنيو چارو وزير په داسې حال کې پاکستان ته سفر کوي، چې په دې وروستيو کې په کابل کې د پاکستان، افغانستان او چين د ډيپلوماټانو يوه درې اړخيزه غونډه هم جوړه شوې وه، چې په نتيجه کې يې چين له افغانستان سره د پراخو مرستو ژمنه وکړه او همداراز يې د له طالبانو سره د سولې پر مسالې هم بحث وکړ.

که څه هم د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې د چين د بهرنيو چارو د وزير د دورې پر مهال به د دواړو هېوادونو پر ستراتيژيکي اړيکيو او همداراز پاکستان ته د چين د ولسشمر د سفر په اړه خبرې اترې وکړي،خو د پاکستان د سياسي چارو يو شمېر څارونکي وايي، چې د وينګ لي دا دوره پر پاکستان سربېره د سيمې د هېوادونو، په ځانګړې توګه د افغانستان لپاره هم مهمه ده.
د سياسي او سيمه ييزو چارو کارپوه "مشتاق يوسفزي" له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل، چې چين

په سيمه کې له ټولو هېوادونو سره ښې اړيکي او د سيمې په هېوادونو کې سوله غواړي، همدا لامل دى، چې په دې وروستيو کې په ځينو مهمو مسايلو کې خپل رول پراخ کړى دى:

"چين چونکې په دې خطه کې داسې ملک ګڼلى شي، چې دلته ددې خطې کوم تنازعات دي، نو په دې کې ځان ثالث ګڼي. د چين په دې خطه کې څه مقاصد شته او هغه دا چې چين په دې خطه کې غواړي، چې دلته د هغوى اثر و رسوخ وي او هغه اوس يو نوى طاقت جوړېږي او بل د هغوى په دې خطه کې اوس ډېره لويه پانګونه روانه ده، نو ځکه چين غواړي چې په پاکستان، افغانستان، ايران او هندوستان کې سوله وي او بيا افغانستان هم دا ګڼي چې چين واحد ملک دى، چې پر پاکستان يې اثر رسوخ دى او د چين هم په افغانستان کې دلچسپي شته ځکه خو يې ددې هېواد لپاره خپل ځانګړى استازى ټاکلى دى، نو زما په خيال باندې په دې دوره کې بۀ په افغانستان او په دې خطه کې د سولې او امنيت په اړه هم خبرې کېږي."

د کابل په غونډه کې د پیکنګ، اسلام اباد او کابل ډیپلوماټانو له طالبانو سره د سولې پر مسالې هم خبرې وکړې.

دا په داسې حال کې ده، چې چین تیرکال وړاندیز کړی و چې له طالبانو سره به د سولې په خبرو کې د افغان دولت مرسته وکړي.

د يادونې وړ ده، څه ورځې مخکې د چين د بهرنيو چارو د وزارت وياند "هووا چونيانګ" په پیکنګ کې خبریالانو ته وویل؛ چې هېواد به يې په افغانستان کې يو شمېر پروژې تطبیق کړي، چې په دغو کې په کونړ کې د بریښنا د بند او تر پاکستان پورې د اورګاډي او موټرو لارې جوړول هم شامل دي.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG