د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۶ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۳۲

عبدالرحمن: د ولایتي شورا په اړه ترتیب شوې طرح د منلو وړنه ده


د ولایتي شوراګانو له غړیو جوړه کمیټه وايي، کومه طرح چې په ولایتي چارو کې د دوې د څارد صلاحیتونو لپاره ترتیب شوې، د منلو وړنه ده او یو لړبدلونونو ته ضرورت لري.

دا طرحه د سیمه ییزو ارګانونو له خوا د ولسمشراشرف غني په سپارښتنه جوړه شوې، څو د ولایتي شوراګانو اعتراض پای ته ورسیږي.

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره بیا وایي، که چیرې د ولایتي شورا غړي له جوړې شوي طرحې سره موافق نه وي، خپل نظریات دې له دوې سره شریک کړي.

د ولایتي شوراګانو له غړیو جوړه کمیټه وايي، تر هغې چې له قانون سره سم په ولایتي چارو کې د دوې د څارصلاحیتونه تثبیت شوي نه وي، د حکومت له خوا ترتیب شوې طرح به ونه مني.

د کابل د ولایتي شورا ريیس سید عبدالرحمن د دوشنبې په ورځ ازادۍ رادیوته وویل، په ولایتي چارو کې د ولایتي شوراګانو د غړیو د نظارت د صلاحیتونوپه هکله چې کومه طرح د سیمه ییزو ارګانونو له خوا ترتیب شوې، یو لړ بدلونو ته ضرورت لري:

″کوم شی چې په اصل کې په اساسي قانون کې نه وي، نه یې قبلوو.

د اساسي قانون نهه دیرشمې مادې د نظارت حق ولایتي شوراګانو ته ورکړی دی.

اوس مو د طرحې مطالعه پیل کړې او ژر به یې سیمه ییزو ارګانونوته وسپارو.″

پخوا تر دې ولایتي شوراګانو کولای شول چې په هره برخه کې د ولایتي مسوولینو فعالیتونه وڅاري.

خو شاوخوا دوه اوونۍ مخکې ولسي جرګې د ولایتې شوراګانو قانون تعدیل او د څارحق یې ورڅخه واخیست.

ولسي جرګه په دې نظر ده چې د ولایتي چارو نظارت یوازې د ولسي جرګې د غړیو صلاحیت دی، نه د ولایتي شوراګانو د غړیو.

د سیمه ییزو ارګانونو په اوسنۍ طرحه کې، چې د ولسمشرپه سپارښتنه جوړه شوې په درېیو برخو کې د ولایتي شوراګانو غړو ته د څارحق ورکول شوی، چې هغه د بیارغونې، انکشافي پروژو او بودجې برخه ده.

خو د لوګر د ولایتي شورا مشرحسیب الله ستانکزی وایي، چې دا طرحه هم محدوده ده او باید چې د محلي ادارو په چاروکې د څارنې بشپړحق ورکول شي.

په همدې حال کې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره وایي، که چیرې د ولایتي شورا غړي د دوې له خوا په جوړې شوې طرحې قناعت نه لري، نو خپل نظرونه دي له دوې سره شریک کړي.

د دې ادارې ویاند تواب غورځنګ د دوشنبې ازادۍ رادیو ته وویل، یاده طرح یې د ولایتي شوراګانو ټولو رییسانو ته سپارلې ده:

″هیله ده د ولایتي شوراګانو رییسان او غړي دغه طرحه مطالعه او بیرته یې دوې ته وسپاري، چې د وزیرانو شورا ته لاړه شي او له هغې وروسته جمهوري ریاست ته وړاندې شي.″

د سیمه ییزو ارګانونو د معلوماتوله مخې ، یاده طرحه به د وزیرانو شورا له تایید وروسته ولسي جرګې ته د تصویب لپاره واستول شي.

څيړونکي وایي، که حکومت د محلي اداراتو په چارو کې د څارنې حق د ولایتي شوراګانو غړو ته ورکړي، هم به د اداري فساد مخه ونیول شي او هم به د ولایتي شورا ګانو موجودیت ګټور ثابت شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG