وسله والو د خيبرپښتونخوا په شمال لويديځ کې پروت کوهاټ ښارکې د دې ايالت د ګمرک پنځه کارمندان وژلي دي.
د کوهاټ د امنيتي چارواکيو په وينا، ناڅرګندو وسله والو د چهارشنبې په شپه ناوخته د کوهاټ_هنګو پر لويه لار د ګمرک پېنځه کارمندان هغه مهال په ډزو وژلي، چې دوى په دې سيمه کې د ګزمې په حال کې وو.
د کوهاټ يوه ځايي خبريال فاروق خان، چې پېښه يې له نژدې څارلې له ازادۍ راډيو سره په خبروکې د پېښې د تلفاتو او د سيمې د موقعيت په اړه وويل:
"دا د هنګو روډ دى کوهاټ کې، دغه ځاى کې د کسټم والا کسان يوه ګاډي ته ولاړ وو، نو په دې دوران کې نامعلومو وسله والو پرهغوى ډزې کړي چې په نتيجه کې يې ټول کسټم والا وژل شوي دي.
دا لومړى ځل دى، چې په دې سيمه کې په کسټم والا باندې داسې بريد کېږي، تردې مخکې داسې کومه واقع نه ده شوې."
بل خوا د کوهاټ يوه جګپوړي امنيتي چارواکي شعيب اشرف فرانس پريس خبري اژانس ته ويلي، چې ګڼ شمېر وسله والو د ګمرک د کارمندانو په موټر ناتاره ډزې کړي، چې په نتيجه کې ٤ کارمندان ځاى پرځاى وژل شول او ١ په روغتون کې مړه شو.
چارواکي وايي، چې دا بريد ترهګرو کړى او غواړي، چې په دې ډول په دولتي کارمندانو کې وېره ترهه خوره کړي.
په عين حال کې د خيبرپښتونخوا په مرکز پېښورکې د ګمرک يوه چارواکي د نوم و غږ نه خپرولو شرط له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې په بېګاني بريد کې د خپلو پېنځه کارکوونکيو وژنه تاييد کړه او ويې ويل، چې دا لومړى ځل چې ترهګرو د دوى کارمندان په نخښه کړي دي.
کوهاټ د خيبرپښتونخوا په شمال لويديځ کې شمالي او جنوبي وزيرستان او همدا راز کورمې ايجنسۍ ته نزدې پروت ښاردى، چې وخت ناوخته پکې پر پوليسو او د پاکستان په نورو امنيتي ځواکونو ترورېستي بريدونه کېږي.
د خيبر پښتونخوا په مرکز پېښور او ددې ايالت په نورو سيمو کې په ترهګريزو پېښو او د پوليسو و نورو امنيتي سرتېرو په هدفي وژنو کې په داسې حال کې څرګند ډېروالى راغلى، چې پاکستانيو ځواکونو د تېر کال د جون مياشتې راهيسې ډيورنډ کرښې ته څېرمه د شمالي وزيرستان او همداراز د خيبر ايجنسۍ په قبايلي سيمو کې پراخ پوځي عمليات پيل کړي.
که څه هم له يوې خوا د پاکستان پوځي مقامات وايي، چې په شمالي وزيرستان کې د عملياتو په نتيجه کې تردې دمه زرګونه کورني او بهرني ترورېستان وژلي او نزدې ٩٠ سلنه سيمه يې ترهګرو پاکه کړې، خو له بلې خوا خپلواکو او ځايي سرچينو تر دې دمه د دوى ددغې ادعا پخلى نه دى کړى.
په عين حال کې د سياسي چارو يو شمېر کارپوهان په پېښور او د خيبر پښتونخوا په نورو ښارونو کې د ترورېستي پېښو او هدفي وژنو دا نوې زياتېدونکې لړۍ په شمالي وزيرستان او په ځانګړې توګه خيبر ايجنسۍ کې د پوځي عملياتو غبرګون بولي او وايي، چې ښايي په راتلونکي کې دا ډول بريدونه او هدفي وژنې لا ډېرې شي.
راپور: ذبيح شفق