د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۰۶

مدني فعالان: په ننګرهار کې بنيادي تغیراتو ته اړتیا ده


په ننګرهار یوشمېر مدني فعالانو په ګډه د یوې خبري ناستې په ترڅ کې پر ولسمشر محمد اشرف غني غږ وکړ چې د ځينو نورو ولایتونو په څير په ننګرهار کې هم خلک د اداري فساد؛ غصب او زورواکۍ نه نور په تنګ راغلي.

دوی وايي، د کابينې ځنډ هم په دې ولایت کې پر دولتي او غیرې دولتي چارو منفي اغیز غورځولی:

"۱- زما نوم مسعود ساپۍ دی. د معیوبینو ټولنې مسوول. اوس په ننګرهار کې ورځ په ورځ فساد زیاتیږي او په ادارو کې د خلکو کار نه خلاصیږي.

۲- زه نور محمد نوراني یم، د ځوانانو ملي ټولنې سلاکار. موږ پر ولسمشر غږ کوو چې د خلکو دا اوږد انتظار رالنډ کړي او کابینه دې اعلان کړي او ننګرهار ته دې پام وکړي."

مدني فعالانو ځينې شعارونه په ليکنې بڼه له ځانه سره راوړي وو چې په کې له ولسمشر محمد اشرف غني څخه په بيلابیلو برخو کې غوښتنې شوې وې.

مدني فعال ډاکټر خوشاله تسل د دې شعارونو څو نمونې له ازادۍ راډيو سره شریکې کړې:

"ولسمشره! ختیځ وال د اصلاحاتو په موخه ستاسې لاره څارې.

موږ هیڅکله د دیني مدارسو د بندیدو غوښتنه نه کوو؛ خو د دې مدرسو د راجسټر کېدو غوښتنه کوو.

ولسمشره! په خپله خوا کې مفسد چارواکي مه پریږده."

د مدني ټولنو د همغږۍ شورا مشر ډاکټر نجيب الله صاحبزاده په وروستۍ برخه کې هغه پریکړه لیک چې د مدني فعالانو له خوا ترتیب شوی و؛ ولوست چې په کې راغلي:

"موږ په سیمه ییز کچه په ادارو کې د پراخه بدلون؛ سمون او پرمختګ لپاره لرلید لرو؛ هیله موده چې د کابینې له جوړېدو وروسته د اصلاحاتو مکافاتو او مجازاتو د پلې کیدو په موخه خپل سفر ننګرهار ته ولري؛ ترڅو د خلکو غبرګون د لاریونونو بڼه خپله نه کړي."

د حلاتو څيړونکی او مدني فعاله استاد محمد انور سلطاني وايي؛ محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله د خپلو کمپاینونو په وخت کومې وعدې چې ولسونو سره کړې وې؛ له هغې ډلې دوی د ګوتو په شمار عملي کړي؛ خو په ډيرو برخو کې پاتې راغلي.

دی وايي، د دوی د بې غورۍ له امله ورځ په ورځ د هیواد نظام د خرابۍ په لور روان دی چې مسوولیت يې د ملي حکومت په غاړه دی:

"د ملي وحدت په نوم حکومت اوس د ملي شکاک په نوم په ولس کې پيژندل کیږي؛ ولس په عذاب دی، ولس ستړی دی، ولس خفه دی، ولس بې روزګاره دی، ځوانانو د پوډرو خواته مخه وکړه؛ ځکه کار نشته که چیرې دوی د ولس د غوښتنې وانه وري؟ د خلکو به لاس وي او د دوی به ګریوان."

د نوي ملي حکومت څه باندې سل ورځې پوره شوې؛ خو اوس هم کابینه ولسي جرګې ته نه ده معرفي شوي چې د کتوونکو په خبره همدا د کابينې ځنډ د دې لامل شوی چې د ملي حکومت پرضد يې د مدني ټولنو او نورو بنسټونو غبرګونونه راپارولي دي.

راپور:ـ شاه محمود شینواری - ننګرهار

XS
SM
MD
LG