د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۱

نوي حکومت په لومړنیو سلو ورځو کې د خلکو اعتماد خپل کړی او کنه؟


خلک، حکومتي چارواکي، د ولسي جرګې غړي او کارپوهان د ملي وحدت د حکومت د کار د لومړیو سلو ورځو په اړه بېلابېل نظرونه لري.

که څه هم یو شمېر حکومتي چارواکي په یادې موده کې کړنې او لاسته راوړنې د قناعت وړ بولي؛ خو خلک وايي چې د ستونزو د هواري لپاره لازم کار نه دی شوی.

ولسمشر غني د جمهور رییس په توګه د لوړې پر مهال وويل:

"له سترې محکمې نه په ډېر احترام همدا نن غواړم چې په یوه میاشت کې د ننه د مکافاتو او مجازاتو د اصل په اساس د محاکمو د ټول پرسونل ارزونه وکړي؛ زه او د دولت ټول اراکین به د فساد مقابله له خپله ځانه پیلوو؛ که چا زما د ورورۍ یا خپلوۍ ادعا وکړه او د دولت یو مامور ته یې په سپکه وکتل ورته د قانون په اساس جزا ورکړئ."

له فساد سره په کلکه مبارزه، په دولتي ادارو کې د اصلاحاتو راوستل او د یوې مسلکي کابینې جوړول د لوړې په مراسمو کې د ولسمشر غني مهمې ژمنې وې.

ولسمشر خلکو ته لوظ ورکړی و چې خپل کابینه به تر پنځه څلویشت ورځو پورې اعلان کړي.

اوس پینځه پنځوس پرې نورې اوړي، د ملي وحدت حکومت سل ورځنی شو.

په دغه موده کې یو شمېر داسې کارونه شوي چې هیلې یې ټوکولي دي؛ خو یو شمېر بیا ناهیلۍ زېږولې دي.

پوښتنه دا ده چې ایا په دغه موده کې خلکو ته د ورکړل شویو ژمنو په برخه کې هغه لازم اقدامات شوي چې خلک د ملي وحدت حکومت راتلونکي ته هیله من کړي او که نه؟

د دغه پوښتنې د ځواب په برخه کې لیدلوري مختلف دي.

یو شمېر خلک وايي چې د ملي وحدت د حکومت په لومړیو کې ورته هیله من وو؛ خو اوس یې باور پرې بایللی دی.

دوی وايي، هیله یې درلوده چې په سلو لومړیو ورځو کې یې ستونزې یو څه هوارې او لږ تر لږه د امنیتي وضیعت په اړه یې اندېښنې راکمې شي؛ خو د دوی په وینا داسې ونه شول:

"۱- له حکومت نه ډېر خوشحاله وو چې د ملي وحدت حکومت دی او ټول په کې برخه لري؛ خو تر اوسه یې کوم کار نه دی کړی؛ کابینه تر اوسه نه ده جوړه، کارونه خراب دي، ژر کابینه اعلان شي چې زموږ کار جوړ شي.

د افغانستان خلک بیخي پریشانه دي؛ په دې سلو ورځو کې یې هیڅ هم نه دي کړي.

۲- له بد بدتري ده، هیڅ کار یې هم نه دی کړی؛ نظم خرابه دی انتحارونه دي څه یې کړي؟ کابینه د شلو ورځو کار دی؛ خو اوس څلور میاشتې وشوې."

د ملي وحدت د حکومت په لومړیو کې له امریکا سره امنیتي او دفاعي توافقنامه لاسلیک شوه او بیا د اداري فساد پر وړاندې د جدي مبارزې په ډول د کابل بانک دوسیه د څارنوالو په میز کېښودل شوه.

دغه شان د چارو د ښه سمون په هدف د یو شمېر دولتي ادارو ارزونه هم په ټاکلې موده کې د ملي وحدت د حکومت په کړنو ورزیاتولی شو.

د ملي وحدت د حکومت مشرانو د بروکسل او لندن په غونډو کې ګډون وکړ او دغه هیواد سره یې د شپاړلس میلیارد ډالري مرستې ژمنې بیا راتازه کړې.

چین ته د ولسمشر غني سفر او د شانګهای په غونډه کې د اجراییه رییس ګډون هم بې څه نه و.

یو شمېر د سولې د خبرو په برخه کې د پاکستاني چارواکو د همکاریو د خپلولو په هدف دغه هیواد ته د ولسمشر سفر هم مهم ګڼي.

خو د افغانستان د ملي شورا یو شمېر غړي وايي؛ کوم بنسټیز او اساسي کارونه چې باید د ملي وحدت حکومت پرې تادي کړې وه لا تر اوسه نه دي تر سره شوي.

یو شمېر دغه وکیلان د کابینې په اعلان کې د ځنډ موضوع ته په اشارې سره حتی اوسنۍ نظام نا مشروع ګني.

د ولسي جرګې غړې فاطمه عزیز په دې اړه ازادۍ راډیو ته وویل چې په اوسني حکومت کې ستونزې ډېرې دي:

"هغه موضوعات چې د لوړې په مراسمو کې یې ژمنه وکړه او حتی ویې ویل چې په لومړیو پنځه څلویښت ورځو کې به کابینه اعلان کړي؛ په هغې عمل نه دی شوی، له بده مرغه دا نظام لا هم نا مشروع دی او موږ کابینه نه لرو؛ کاشکې چې پخوانی وزیران یې پرېښودلي وای چې په یو شکل سره کار روان وای؛ له بده مرغه نن سبا ستونزې دېرې دي."

کومې ژمنې چې ولسمشر غني د لوړې په مراسمو کې وکړې؛ خلک یې د ښه راتلونکې لپاره هیله من کړل.

خو ویل کېږي، دا چې یو شمېر دغه ژمنې په خپل وخت سره عملي نه شوې؛ نو ډیری خلک د ملي وحدت د حکومت په کړنو بې باوره شول.

ولسمشر اشرف غني ویلي وو چې تر راتلونکو پنځه څلویښت ورځو پورې به خپله کابینه اعلان کړي؛ خو د بیا بیا وعدو سره سره دا دی تر سلمې هم د نوې کابینې برخلیک نه دی معلوم.

د کابینې د جوړولو پر سر ستونزې هغه څه دي چې د ملي وحدت د حکومت کړنې یې تر پوښتنې لاندې راوستي دي.

د یو شمېر کارپوهانو په وینا؛ د وزیرانو په نه شتون کې اداري فساد تر بل هر وخت زیاد شوی او ډیری دولتي کارونه هم په ټپه درېدلي دي.

دغه کارپوهانو وايي، د نا امنیو زیاتېدل او له هیواد څخه بهر د سرمایوو د انتقال موضوع هم د خلکو په ژوند بې اغیز نه وه.

د چارو کارپوه محمد حکیم تورسن ازادۍ راډیو ته وویل چې د ملي وحدت حکومت په خپلو سلو لومړیو وځو کې ناکامه و او له همغه لومړیو څخه یې خپل اشتباهات درلودل.

ښاغلی تورسن وايي چې په لومړیو سلو ورځو کې د خلکو په ګټه هیڅ کار نه دی شوی:

"په لومړیو سلو ورځو کې چې درې میاشتې کېږي؛ باید دولت یوه لاسته راوړنه ولري او خپله کاري څېره خلکوته وښيي؛ دا حکومت ناکامه ګڼم، د افغانستان د خلکو لپاره یې هیڅ نه دي کړي؛ یواځې د ځان او شا او خوا کسانو لپاره یې کار کړی؛ هغوی غني وو او لا غني شول."

دا په داسې حال کې ده چې د افغان حکومت د اجراییه رییس مرستیال انجنیر محمد خان ویلي دي چې د ملي وحدت حکومت د دواړوو ټیمونو د غوښتنو تر تاثیر لاندې دی.

خو حکومتي چارواکي بیا د خپلو سلو لومړیو ورځو کړنې او لاسته راوړنې د قناعت وړ ګڼي او وايي چې تر ډېره د پام وړ هدفونو ته رسیدلي دي.

د افغان حکومت د اجراییه رییس د ویاند مرستیال جاوید فیصل ازادۍ راډیو ته وویل چې د پالیسۍ نه موجودیت او په امنیتي برخه کې پخوانۍ ستونزې د دې لامل شوې چې د ملي وحدت حکومت په بشپړ ډول تر ټاکلې مودې پورې خپلو هدفونو ته ورسیږي.

"د نوي حکومت د پیل سل ورځې د ملي وحدت د حکومت لپاره له لاسته راوړونو نه ډکې وې؛ موږ د امنیت، حکومت دارۍ، پخلاینې، له همسایه ګانو او نړۍ سره د ښو اړیکو او تعلیم او تربیې په برخه کې لاسته راوړنې درلودلې."

دولتي چارواکو تل مدام دا ویلي چې د یو مسلکي؛ په کار پوهې او ژمنې کابینې د جوړولو لپاره هڅه کوي.

خو ویل کېږي چې د کابینې په اعلان کې ځنډ یو شمېر ستونزې زېږولي او پر حکومت ګوت نیونه او انتقادونه هم تر ډېره له همدې امله دي.

خو کارپوهان دې ټکي ته په تینګار سره چې افغان حکومت باید کار د کار سړي ته وسپاري وايي چې د نوې کابینه د اعلان لپاره دې نور د ولس انتظار ته د پای ټکی کېښودل شي.

د کابل پوهنتون استاد او د چارو یو کارپوه نصرالله ستانکزی:

"زه فکر کوم چې دوه مسالې د افغانستان اوسني وضیعت ته تغیر ورکولی شي؛ یو دا چې دا د سر پرستۍ حالت ته باید خاتمه ورکړل شي او بل دا چې کله د سرپرستۍ حالت ختم شي؛ کوم چې په دې سلو ورځو کې ورته رسیده ګي ونه شوه؛ نو نوي کسان دې نوې پالیسۍ او ستراتېژۍ جوړې کړي او دغه ولاړه ایستګاه دې متحرکه کړي."

په نورو هیوادونو کې هم د حکومتونو مهم او اساسي بنسټونه په همدې لومړیو سلو ورځو کې جوړېږي او په هغو ژمنو عمل کېږي چې د ټاکنیزو کمپایینونو پر مهال له خلکو سره شوي وي.

په بله اصطلاح لومړی سل ورځې د پنځه کلن حکومت شپږ سلنه برخه جوړوي خو د یو شمېر کارپوهانو په وینا د ملي وحدت حکومت کړنې کمې دي او نه دی توانېدلی چې په یاده موده کې خلکو سره به خپلو کړیو ژمنو عمل وکړي.

راپور: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG