د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۶ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۳۴

امریکا له ۲۰۱۴ وروسته له چا سره جګړه کوي؟


کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د بېلابېلو مطالبو ترڅنګ د افغان ولسمشرمحمد اشرف غني او د امریکا د دفاع وزیرد پرونیو څرګندونو په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.

انیس دولتي ورځپاڼې د ولسمشرغني له قوله لیکلي هغه ژمنې مو چې په لندن کې نړېوالې ټولنې ته وړاندې کړې، هغه تعهدات دي چې موږ د افغانستان له خلکو سره کړي و.

محورخپلواکې ورځپاڼې لیکلي په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو صلاحیتونه ترامنیتي تړون وتلي دي.

وړاندې په مطلب کې راغلي امریکا په افغانستان کې پخپلو پاتې کېدونکو سرتېرو یوڅه نورهم ور زیاتي، خو دا یې واضح کړې نه ده، چې د کوم توافق او ضرورت په اساس له امنیتي تړون د باندې داسې یو اقدام کېږي.

د لیکوال په باور د اندېښنې ټکی دا دی د پنټاګون چارواکو ویلي، چې دوی به په افغانستان کې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي.

همدې ورځپانې هم د ولسمشرغني خبرې راخیستې چې ویلي یې دي د لندن په کنفرانس کې په مطرح شویو ژمنو متعهدیو، سیاسي اراده شته، ولس مو ملاتړی دی، خو دا ټول کارونه په یوه ورځ کې نه کېږي.

محور د امریکا د دفاع وزیرچېک هېګل له قوله لیکلي امریکا به د افغانسان ملاتړته دوام ورکړي، د را روان کال د جنوري له لومړۍ نېټې وروسته به امریکايي پوځیان د افغان ځواکونو د روزنې او مشورې چارې پرمخ بیايي.

د همدې ورځپاڼې په سرمقاله کې یادونه شوې نړېوال ځواکونه دې افغان ځواکونه په پرمختللو وسلو داسې سمبال کړي چې له مخې یې وکولای شي د خپلې خاورې له لوېشت لوېشت په مېړانه دفاع وکړي.

لیکوال د ملي وحدت حکومت ته وړاندیز کوي غیرمسلکي او ناپوهه جنرالان دې له دندو ګوښه او پرځای دې وړ او تکړه جنرالان په دندو وګماري.

سرنوشت ورځپانې لیکلي امریکا له ۲۰۱۴ کال وروسته له هغو وسله والو سره جګړه کوي چې امریکا یې ګټې ګواښي.

سرنوشت په خپلې سرمقالې کې پوښتنه کړې امریکا له ۲۰۱۴ کال وروسته له چا سره جګړه کوي؟

د لیکوال د معلوماتو له مخې امریکا په افغانستان کې روانه جګړه د افغانانو خپلمنځي شخړه ګڼي او په دې برخه کې کوم مسوولیت نه لري.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي امریکا به یوازې په اډوکې ناست هم نه وي، بلکې خپل اهداف به تعقیبوي، هغه وسله والو او غېر وسله وال به په نښه کوي چې دوی فکرکوي امریکايي ګټو ته ګواښ دي.

ویسا خپلواکې روځپانې د امریکا د دفاع وزیرچک هېګل له قوله لیکلي امریکا له پلانه ۱۸۰۰ تنه ډېر سرتېري په افغانستان کې پرېږدي.

وړاندې په مطلب کې راغلي د ۲۰۱۵ کال ترپایه به ۵۵۰۰ امریکايي سرتېري په افغانستان کې پاتې وي او د مهالوېش له مخې به د ۲۰۱۶ کال ترپایه ټول امریکايي سرتیري ووځي.

ترتیب کوونکی: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG