د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ کب ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۱

د اوکرایین د کړکېچ په وړاندې د امنیت شورا خبرداری


د ملګروملتونو امنیت شورا د اوکرایین د کړکیچ په اړه بیړنۍ غونډه وکړه خو یوځل بیا یې د دې هیواد په ختیځ کې د بشپړې جګړې د پیلیدو خبرداری ورکړ.

د ملګروملتونو امنیت شورا د اوکراین د بحران په اړه دغه غونډه، چې دا یې ۲۶ غونډه وه، پپه داسي حال کی جوړیږي چې ترغونډې څوساعته مخکې د ناټو یوه جګپوړي چارواکي وویل چې دغه تړون تایید کړې چې د روسیې ټانکونو، توپونو او د هوایي مدافع د جزتامونو کتارونه له روسیې څخه د اکرایین په ختیځ کې د بیلتون غوښتونکو ترکنټرول لاندې سیمې ته ننوتلي دي.

روسیې دغه ادعا رد کړې او ویلې یې دي چې په دې اړه هیڅ شواهد نشته چې د دې هیواد ځواکونه دې د اوکرایین ختیځ ته ننوتلي وي.

د ملګروملتونو امنیت شورا د روسیی پرضد کوم پریکړه لیک وړاندې نکړ.

روسیه، چی د امنیت شورا دایمي غړې ده، د پریکړې د ویټو کولو حق لري.

په ملګروملتونو کی د امریکا سفیرسامانتا پاور وویل، روسیه د سولې خبره کوي خو د اوکرایین په ختیځ کې د جګړې اوربل ساتي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ویاندې جین ساکي په واشنګټن کې وویل چې د بهرنیو چارو وزیر په دې اړه خپله اندیښنه د روسیې د بهرنیو چارو ورزیر ته په ډاګه کړه:

( د بهرنیوچارو وزیر کیري دغه راز نن د روسیې د بهرنیو چارو له وزیرسرګی لاوروف سره خبرې وکړې. دوی د ایران او د پنځو جمع یوهیوادونو د مذاکراتو په اړه خبرې وکړې. خو دوی همدا شان د اوکرایین په اړه او هم په دې اړه چې موږهلته د کړکیچ د زیاتیدو په اړه اندیښمن یو، خبرې وکړې.)

نړیوال څارونکي وایي چې دوی د روانې میاشتې له اتمې نیټې راهیسي بې نښانه پوځي قواوې لیدلي چې د بیلتون پالو سنګرونه پیاوړي کوي.

XS
SM
MD
LG