د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۲

احمدزی: په راتلونکو ۵کلونو کې به د ښوونکو ستونزې حل شي


جمهور رئيس ډاکټراشرف غني احمدزی وايي، چې په راتلونکو ۵ کلونو کې به د ښوونکو د ستايلو پرځای، د دوی ستونزو ته په بنسټيزه توګه د حل لاره وموندل شي.

د افغانستان جمهوررئيس نن له غرمې وروسته له لسګونو ښوونکو سره په ارګ کې وکتل.

د افغانستان ولسمشر، اشرف غني احمدزي په ارګ کې له یو شمېرښوونکو سره د کتلو پرمهال د پوهنې د کیفیت د لوړولو په برخه کې د جدي پاملرنې یادونه وکړه او له ښوونکو يې مننه وکړه چې؛ د پوهنې وزارت يې په ټوله کې له سیاسي کېدو ژغورلی دی.

دغو ښوونکو وويل چې؛ دولت دوی ته د سرپناه په برابرولو کې پاتې راغلی دی.

دوی د معاشونو د کموالي او د ترانسپورتي خدمتونو د نشتوالي ستونزې هم مطرح کړې.

په دې غونډه کې ښوونکو وويل، د پوهنې وزارت د ښوونکو او مامورینو د چارو د تنظیم په برخه کې قوانین تريوه بريده د ښوونکو په ګټه نه دي او د ملکي خدمتونو په قانون کې د ښوونکو د وړتیاوو د لوړولو او د ښوونکو د رتبوي پرمختګ ټاکل شوې اندازه، د هغوی د تشویق لپاره ترډېره کافي نه ده، ځکه خو ځينو تعديلاتو ته اړتیا لري.

د دوی په وینا د ښار په لیرو پرتو سیمو کې ښوونکو ته د ځمکو وېشل د دوی د سرپناه ستونزه نه شي حل کولای، نو غوره دا ده چې دولت د پور د ورکولوله لارې او یا هم د قسط له لارې د ښوونکو د سرپناه د نشتون ستونزې ته د پای ټکی کيږدي.

ولسمشرپه خپله وينا کې زياته کړه چې؛ په راتلونکو ۵ کلونو کې به د ښوونکو د ستايلو پرځای، د دوی ستونزو ته په بنسټيزه توګه د حل لاره وموندل شي.

جمهورريس احمدزي زیاته کړه چې؛ د ښوونکو د ستونزو د حل لپاره يې یو کمېسیون ټاکلی او دې کميسيون خپل کاربشپړکړی او پایله به يې د ښوونکي د ورځې د مناسبت په غونډه کې مطرح شي.

جمهوررئيس د ښوونکو د معاشونو د زیاتوالي په اړه له ښوونکو څخه وغوښتل چې؛ د فساد په له منځه وړلوکې له دولت سره مرسته وکړي، له دې سره به د ښوونکو په معاشونو کې هم زیاتوالی راشي.

جمهوررئيس دا هم وویل، چې په ټولو دولتي ادارو، په ځانګړي توګه پوهنتونونو او علمي بنسټونو کې د مېرمنو پر وړاندې تاوتریخوالی د منلو وړنه دی، موږبه په دې هکله اقدام کوو او پړوکسانو ته به جزا ورکوو.

په دې غونډه کې د پوهنې د وزارت سرپرست وزيرفاروق وردګ هم ګډون درلود.

XS
SM
MD
LG