د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۰

افغان کرکټ لوبغاړو د سپینو زرو مډال خپل کړ


د اسیا د المپیک لوبوپه ترڅ کې د سریلانکا کرکټ ټیم د سرو زرو، افغانستان د سپینو زرو او بنګله دیش د برونزو مډال خپل کړ.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په جنوبي کوریا کې د اسیا د المپیک لوبو په ترڅ کې پای لوبه د جمعې په ورځ د ۶۸ منډوپه توپیرسریلانکا ته بایلوده.

د شل اورونو په دې فاینل لوبه کې لومړی سریلانکا بیټنګ وکړ او په نولس اعشاریه یو اوور کې د سریلانکا ټول لوبغاړي د ۱۳۳ منډو په جوړیدو وسوځیدل.

په افغان باولرانوکې کپتان محمد نبي په درې اعشاریه یو اوورکې د سریلانکا څلورلوبغاړي اوټ کړل.

د افغان ټیم له لوري ګلبدین نایب دوې ویکټې واخیستې، فرید احمد یو ویکټ واخیست او فضل الرحمان هم یو سریلانکایی اوټ کړ.

کله چې د سریلانکا په څیر تکړه ټیم شل اوروه لوبه ونه شوای کړای نو افغانان ډیر هیلمن شول چې د سروزرو میډال به ګټي.

دا هیله هغه مهال لاپسې غښتلې شوه چې په پیل کې په دریو اورونو کې افغانستان شل منډې جوړې کړې او یو لوبغاړی یې هم نه و سوځیدلی خو کله چې د سرلوبې لوبغاړی فضل رحمان په دوو منډو وسوځید، تر هغه وروسته شهزاد په صفر او بیا کپتان محمد نبي په دریو اوټ شو نو یوازې قاسم خان او کریم صادق لس منډې جوړې کړې او بل یو لوبغاړی حتی ونه توانیده چې تر لسو پورې ورسیږي.

د سریلانکا سپین باولر مینډیس په څلورو اورونو کې د افغانستان درې لوبغاړي وسوځول.

ډي سلوا او اوډانا دوې ویکټې واخیستې او ډیلیهرا او ایس سیلوا یو یو وکټ خپل کړ.

د افغانانو دا هیله چې د لومړي ځل لپاره به په ډله ییزو لوبو کې د سرزرو میډال ګټي د سریلانکا له بریا سره ترسره نه شوه.

XS
SM
MD
LG