د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۴

خبرونه

افغان کرکټ لوبډله به د اسیایي لوبو په پایلوبه کې له سریلانکا سره مخامخ شي

ټاکل شوې ده چې؛ د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن په جنوبي کوریا کې د اسیایي لوبو په پایلوبه کې د سریلانکا له ملي ټیم سره مخامخ شي.

افغان لوبغاړو هانګ کانګ ته په نیمه پایلوبه کې په اتو ویکټو ماتې ورکړې وه او سریلانکا له بنګله دیشه لوبه ګټلې وه.

که چیرته افغان کرکټ ټیم پای لوبه وګټي نو د سرو زرو میډال به خپل کړي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

افغانستان کې ورښتونه او سېلابونه؛ په څلورو ورځو کې ۲۹ کسان مړه شوي

د وروستیو بارانونو او سېلابونو له کبله په ننګرهار کې دې کور ته هم زیان اوښتی دی.
د وروستیو بارانونو او سېلابونو له کبله په ننګرهار کې دې کور ته هم زیان اوښتی دی.

له پېښو سره د مبارزې په چارو کې د طالبانو وزارت وایي، له چهارشنبې راپه‌دېخوا په افغانستان کې د ورښتونو او سېلابونو له امله ۲۹ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او اووه تنه ټپيان شوي دي.

د دې وزارت ویاند ملا جانان سایق نن دا هم وویل چې د سېلابونو او ورښتونو له امله ۷۲ کورونه یا یوه برخه یا په بشپړ ډول تخریب شوي دي.

تر دې مخکې د هلمند په کجکي ولسوالي کې د یوه کور د نړېدو له امله د یوې کورنۍ د اوو غړیو د وژل کېدو او په ګرشک ولسوالي کې د یوه کور د چت د نړېدو له امله د دوو تنو د وژل کېدو خبرونه خپاره شوي وو.

په بامیان کې هم د دهن خشکک په ښارګوټي کې د چت د چپه کېدو له امله درېیو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

نن د بامیان او هلمند په ګډون د افغانستان په ۲۹ ولایتونو کې د ورښتونو د ورېدو اټکل شوی دی.

کابل کې د ځینو بهرنیو لوبغاړو په ګډون د فوټبال لیګ درېیم پړاو پیل شو

ارشیف: په کابل کې د فوټبال له مخکینیو سیالیو یو انځور
ارشیف: په کابل کې د فوټبال له مخکینیو سیالیو یو انځور

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د خبر له مخې، نن شنبه د اپرېل په ۲۰مه نېټه یې د فوټبال اتلانو لیګ درېیم پړاو سیالۍ پیل کړي دي.

د دې سیالیو په پیلیزو مراسمو کې د فوټبال فدراسیون ریس محمدیوسف کارګر وویل چې په لومړي ځل د فوټبال ځیني بهرني لوبغاړي افغانستان ته ورغلي او په یاد لیګ کې به سیالۍ وکړي.

د کارګر په خبره، سږ کال به ۱۲ بهرني لوبغاړي چې د افریقا، ایران او پاکستان دي، بېلابېلو لوبډلو ته ولوبېږي.

د فوټبال اتلانو لیګ په روان پړاو کې ۱۲ کلبونه برخه لري چې هره لوبډله به ۱۱ سیالۍ وکړي.

د ویلو ده چې د لیګ په لومړۍ سیالۍ کې ابومسلم کلب ۲ـ۰ د فاریاب یوشلر لوبډلې ته ماتې ورکړه.

فوټسال؛ د افغانستان او کوېټ سیالي مساوي پای ته ورسېده

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله

د فوټسال د اسیا ملتونو جام په سیالیو کې د افغانستان ملي لوبډلې خپله دویمه لوبه له کوېټ سره مساوي پای ته ورسوله.

یاده سیالي چې نن شنبه د کابل پر وخت ۱:۳۰ بجه په تایلینډ هېواد کې پیل شوې وه، د لوبې تر پایه پورې دواړه لوبډلو ۳ـ۳ ګولونه ووهل.

که څه هم د دې سیالۍ لومړۍ نیمايي ۲ـ۱ پر وړاندې کوېټ ګټلې وه، خو افغان لوبغاړو په دویمې نیمايي کې په پرله‌پسې بریدونو سره وکړای شو چې دوه نور ګولونه هم ووهي.

دا د فوټسال اسیايي سیالیو په ترڅ کې د افغانستان دویمه لوبه وه؛ افغان لوبډلې لومړۍ سیالي ایران ته بایللې وه او ټاکل شوې وروستۍ لوبه له بحرین هېواد سره ترسره کړي.

د ایران په مشهد کې څلور زنداني افغانان اعدام شول

ارشیف
ارشیف

د یوه راپور له مخې د ایران په مشهد ښار کې څلور زنداني افغانان اعدام شول.

په دوی کې دوه ورونه دي.

د "حال وش" ویبپاڼه چې د بشري حقونو په اړه راپورونه ورکوي، څرګندوي چې دا افغانان د پنجشنبې په ورځ د وکیل اباد په زندان کې اعدام شوې دي.

په راپور کې راغلي چې زمان طاهري، سلام طاهري، غلام قادر ساماني او ابراهیم نورزی د مخدر موادو په تړاو په اعدام محکوم شوي وو.

د بشري حقونود دفاع بنسټونو پخوا تل پر دې ټینګار کړی چې په ایران کې تورن کسان مدافع وکیلانو ته بشپړ لاسرسی نه لري.

کرکټ؛ د افغانستان الف لوبډله سریلانکا ته سفر کوي

د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې ځینې لوبغاړي
د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې ځینې لوبغاړي

د افغانستان کرکټ بورډ وايي د کابل په مرکزي اکاډمۍ کې یې د الف لوبډلې لپاره پیل کړی تمریناتي کمپ بشپړ شو او ډېر ژر به سریلانکا ته خپل سفر پیل کړي.

د بورډ په خبرپاڼه کې ویل شوي، د چمتووالي په دې کمپ کې یې د لوبغاړو په بېلابېلو اړخونو کار کړی او هغو یې لوبو ته لا ښه چمتو کړي دي.

ټاکل شوې چې د افغانستان او سریلانکا الف لوبډلې د روانې اپرېل میاشتې په ۲۸مه نېټه د ۵ یو ورځنیو او یوې څلور ورځنۍ سیالۍ لوبلړۍ پیل کړي.

کرکټ بورډ د دې سیالیو لپاره له وړاندې د اکرام علي‌خېل په لوبډلمشرۍ د ګڼو نویو ځوانانو په ګډون لوبډلې غوره کړي دي.

اوکراین او روسیې په خپلو قلمرونو کې د بې پیلوټه الوتکو د نسکورولو ادعا کړې

په روسیه کې د بې پیلوټه الوتکې له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور
په روسیه کې د بې پیلوټه الوتکې له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور

د روسیې دفاع وزارت وایي چې هوایي مدافع سیستم یې نن د روسیې په اتو سیمو کې د اوکراین پنځوس بې پیلوټه الوتکې نسکورې کړي دي.

د بلګورود والي وېچیسلاف ګلادکوف په ټیلګرام کې لیکلي چې د بلګورود په یوه کلي کې دوه تنه د رالوېدلو ټوټو له امله مړه شوې دي.

اوکراین په دې اړه څه نه دي ویلي.

اخوا د اوکراین هوایي ځواکونو نن خبر ورکړ چې روسیي پوځیانو د بلګورود له سیمې او تور سمندرګي څخه اووه توغندي نن د اوکراین په لور ویشتلي دي.

د اوکراین د هوایي ځواک په وینا، دوه روسي توغندي یې شنډ کړي او د روسیې د جاسوسۍ درې بې پيلوټه الوتکې یې هم نسکورې کړي دي.

منځني ختیځ کې د کړکېچ اوج؛ د حماس مشر د ترکیې ولسمشر سره ګوري

د حماس ډلې سیاسي مشر اسماعیل هنیه
د حماس ډلې سیاسي مشر اسماعیل هنیه

د حماس ډلې سیاسي مشر اسماعیل هنیه نن د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره ګوري.

حماس ته اروپایي ټولنه او د امریکا متحد ایالتونه د ترهګرې ډلې په سترګه ګوري.

د هنیه او اردوغان دا لیدنه کتنه په داسې وخت کې کېږي چې په منځني ختیځ کې کړکېچ اوج ته رسېدلی، اسراییل پر ایران برید وکړ او په غزه کې د اسراییلي پوځیانو عملیات روان دي.

اخوا د ایران پر قلمرو له پرونیو حملو وروسته چې ګومان کېږي اسراییلو به کړې وي د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي چې هر راز ځوابي حملې غندي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي په ایران کې پرونیو حملو ته، چې پړه یې د اسراییلو غاړې ته غورځول شوې د اشارې په ترڅ کې ویلي چې هغه وخت رارسېدلی چې په منځني ختیځ کې د غچ اخیستنې خطرناکه لړۍ نوره نو ودرول شي.

انټونیو ګوټېرېش پرون پر خپله ایکس پاڼه ولیکل چې دی د غچ اخیستنې هرراز اقدام غندي.

هغه له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره چې د ده په وینا ښايي په ټوله سیمه او نوره نړۍ کې د ورانوونکو عواقبو باعث شي، له یوبل سره همکاري وکړي.

د افغانستان ازادۍ جبهې په کابل کې د درېیو طالبانو د وژلو ادعا کړې

د افغانستان په عمومي نقشه کې د کابل ولایت موقعیت
د افغانستان په عمومي نقشه کې د کابل ولایت موقعیت

د افغانستان د ازادۍ جبهې ادعا کوي چې په کابل کې یې تېر ماښام درې طالبان وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

دې جبهې تېره شپه یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چریکیانو یې تېر ماښام د یو پلان شوي اوپراتیفي عملیاتو پر مهال د کابل ښار اړوند دویمې ناحیې حربي فابریکې قراول کې د طالبانو هغه وسله‌وال په نښه کړل چې د دې فابریکې په انګړ کې راغونډ شوي وو.

د افغانستان د ازادۍ جبهې ادعا کړې چې دې طالب وسله‌والو غوښتل چې د ملکي خلکو د کورونو پلټنې لپاره امېد سبز ښار ګوټي ته ولاړ شي.

تر اوسه د طالبانو حکومت د کابل امنیه قوماندانۍ په دې اړه لا څه نه‌دي ویلي.

ایمل ولي خان: پاکستان بیا د پیسو ګټلو لپاره په افغانستان کې خپل سیاست تکراروي

د عوامي نېشنل ګوند ایالتي مشر ایمل ولي خان
د عوامي نېشنل ګوند ایالتي مشر ایمل ولي خان

د عوامي نېشنل ګوند ایالتي مشر ایمل ولي خان په پاکستان تور لګولی چې یوځل بیا غواړي د پیسو ګټلو لپاره په افغانستان کې خپل پخوانی سیاست تکرار کړي.

هغه چې پرون مازدیګر یې په چهارسده کې رسنیو سره خبرې کولې، ادعا وکړه چې د اسلام له نامه په ګټې دې سیاست ۵۰ کاله کېږي چې افغان قوم له تباهۍ سره مخ کړی دی.

هغه وویل: "له بده مرغه کوم ګام چې اوس موږ بیا پورته کوو او ادارې یې پر بنسټ پیسې پیدا کوي، دې کې هیڅ دوه رایې نه‌شته چې جهاد څنګه و او څه دی، مګر اوس موږ یوځل بیا د پیسو لپاره هغه څه بیا تکراوو. موږ یو مسلمان هېواد او یو مسلمان قوم، یعنې زما خپل قوم، پښتون افغان قوم تباه کړ. پنځوس کاله پوره شول چې هغه قوم د هغې تباهۍ زیان اوس هم ګالي."

ایمل ولي خان له دې وړاندې هم پاکستان تورن کړی چې له طالبانو په ملاتړ سره یې په افغانستان کې د بنسټونو له‌منځه‌وړو سره مرسته کړې ده.

د پاکستان حکومت تر اوسه د ایمل ولي خان څرګندونو ته غبرګون نه‌دی ښودلی.

بینېټ: د زده‌کړو د سیستم له منځه وړل او یا پرې محدودیت لګول د منلو وړ نه دي

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپورتر ریچارډ بینېټ
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپورتر ریچارډ بینېټ

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپورتر وايي، تعلیم ته لاسرسی هغه اساسي حق دی چې باید په ټوله نړۍ کې یې ساتنه وشي.

ریچارډ بینېټ پر ایکس شبکې په یوه بیان کې له هغه آنلاین هشتګ سره چې (د تعلیم آزادي او تعلیم د ټولو لپاره) تر عنوان لاندې پیل شوی، د ګډون له کبله خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د زده کړو د سیستم له منځه وړل او یا پر هغه محدودیت لګول د منلو وړ نه دي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته په تېرو څه باندې دوه نیمو کلونو کې د نجونو پرمخ د منځنیو ښوونځیو، لېسو او پوهنتونونو دروازې بندې کړي او پر ډېری ښځو یې د کار بندیز لګولی دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG