د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۹ سلواغه ۱۴۰۰ کابل ۰۶:۴۹

ولسمشراحمدزی: ژوراصلاحات د ټولنې یوه اړتیا ده


احمدضیا مسعود د ښې حکومتدارۍ په برخه د ولسمشراحمدزي د استازي په توګه لوړه وکړه

د اصلاحاتو او ښې حکومتدارۍ په برخه کې د ولسمشراشرف غني احمدزي فوق العاده استازي احمدضیا مسعود نن د وفادارۍ لوړه وکړه او خپله دنده یې پيل کړه.

اشرف غني احمدزي په دې اړه جوړه شوې غونډه کې یو ځل بیا د دولت په بېلابېلو برخوکې د اصلاحاتو په راوستو ټینګار وکړ او وې ویل، چې په دې برخه کې باید په دوامداره توګه کار وشي.

احمد ضیا مسعود هم د ټولنې په بېلابېلو برخوکې د اصلاحاتو د راوستو ژمنه وکړه.

ولسمشراشرف غني احمدزي د دولت په بېلابېلو برخوکې د اصلاحاتو په راوستو ټینګار وکړ او وې ویل، چې ژوراصلاحات د ټولنې یوه اړتیا ده.

ښاغلي احمدزي د ښې حکومتدارۍ او اصلاحاتوپه برخه کې د خپل فوق العاده استازي احمدضیامسعود د لوړې په مراسموکې وویل، چې د هېواد له سیاسي فرهنګه باید د جګړې کلمه وایستل شي او ټولوخلکو ته د یو شان ژوند حق ورکول شي.

ولسمشر احمدزي وویل، چې ښه حکومتداري باید یوه لنډمهالې پروژه نه وي بلکې، په دې برخه کې باید هراړخیزې او دوامداره هڅې وشي:

″د دولتدارۍ په هره برخه کې باید ښه حکومتداري په یوې ملي او سراسري پروسې بدله شي، کلی، ولسوالۍ، ښاروالۍ، ولایتونه، وزارتونه او جمهوري ریاست ټول اصلاحاتو ته اړتیا لرو، د ولسمشرپه توګه زه غواړم، چې صلاحیتونه مې محدود شي، دا په دې معنی، چې قانون باید زما صلاحیتونه تعین کړي.″

ښاغلي احمدزي وویل، چې په حکومت کې به یې کاراهل کار ته سپارل کیږي او روابط به په نظرکې نه نیول کیږي.

ولسمشراشرف غني احمدزي د تیرې دوشنبې په ورځ احمد ضیا مسعود د اصلاحاتو او ښې حکومتدارۍ په برخه کې د خپل فوق العاده استازي په توګه وټاکه، چې د پنجشنبې په ورځ یې د وفادارۍ لوړه وکړه.

احمدضیا مسعود هم په بېلابېلو برخوکې د اصلاحاتو د راوستو ژمنه وکړه او په دې برخه کې یې د خلکو همکاري هم مهمه وبلله.

ښاغلي مسعود وویل، د خلکو حقونو ته باید د اصلاحاتو له لارې رسیده ګي وشي او زیاته یې کړه، چې په دې برخه کې باید بې پروایي ونه شي:

″له اوسنۍ ستونزې نه د وتلو یوازنۍ لاره دا ده، چې سیاسي رهبري باید د خلکو د ژوند په ټولو برخو کې ژورو اصلاحاتو ته ژمنه وي، موږ مجبور یو، چې په ټولو عدلي او قضایي برخو کې اصلاحات رامنځ ته کړو.″

د اشرف غني احمدزي د فرمان له مخې احمد ضیا مسعود دنده لري، چې په بیلابیلو برخو کې د اصلاحاتو راوستو ته کار وکړي، څو ښې حکومتدارۍ ته زمینه برابره شي.

احمد ضیا مسعود، چې د حامد کرزي د واک په لومړۍ انتخابي دوره کې د ولسمشر لومړی مرستیال وو، د ولسمشر احمدزي له خوا د اصلاحاتو په برخه کې وړ کس بلل شوی دی.

ولسمشر احمدزي ضیا مسعود ته ډاډ ورکړ، چې د دندې دښې پرمخ بولو لپاره په خپله پوست کې له زیاتو صلاحیتونو برخمن دی.

څیړونکي هم د اصلاحاتو ، د فساد د له منځه وړو، شفافیت او ښې حکومتدارۍ په برخه کې د نوي حکومت هڅې مثبتې بولي او وایي، چې له دې سره به هیواد د پرمختګ په لور ګام واخلي.

راپور: اسدالله ″لودین″

XS
SM
MD
LG