د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۷ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۰۵

قومي مشران: د ارګون نه د ګمرک بدلولو ته اجازه نه ورکوو



نجیب الله الوخېل

د پکتیکا ولایت د ارګون ولسوالۍ اوسیدونکي د سیمه ییزې ادارې او مالیې وزارت څخه غوښتنه کوي، چې د نوموړي ولایت د ګمرګ اداره دې له هغه سیمې څخه نه انتقالوي، ځکه هلته امنیت ډاډمن دی او د عوایدو په راټولو کې هم کومه ستونزه نه ویني، هغوی وايي په دې سره به د قومونو تر منځ اختلافونه راپورته شي، چې د ناوړه پایلو مسوولیت به یې بیا د دوی پر غاړه وي.

د پکتیکا ولایت د ارګون ولسوالۍ یو شمېر قومي مشران او د مدني ټولنو فعالان وايي، چې ارګون ولسوالي د امنیت له اړخه د هېواد په کچه بېلګه ییزه ولسوالي ده او په هغه سیمه کې د ګمرک ادارې له پاره نه یوازې دا چې کومه ستونزه او ننګونه نه ده موجوده، بلکې هلته په ډېر ښه ډول ګمرکي عواید راغونډیږي او کارونه يې منظم دي، خو بیا هم سیمه ییزه اداره هڅه کوي، چې ګمرک مرکز ښرنې ته ولیږدوي.

دوي زیاتوي له دې کار نه د قومونو او خلکو په منځ کې اختلافونه راپورته کیږي او په پټه هڅه کیږي، چې د ترانزیټ لاره د ارګون نه بل لوري ته وګرځول شي، هغوی وايي چې دوی به د دې کار مخه نیسي.

همدا خبره د ارګون د اصلاحي شورا رئیس حاجي رشید ازادۍ راډیو ته کوي او وايي، چې د پکتیکا د سیمه ییزې ادارې چارواکي غواړي اصلاً د ارګون نه ترانزیټي لاره بل لوري ته وګرځوي:

"د دغه ګمرک په اړه کله په وزیر تهمت لګوي، چې موږ ته يې مکتوب راکړی، کله وايي چې دلته امنیت نشته، زه دا وایم چې د ارګون امنیت ټولې دنیا او افغانستان ته مالوم ده، چې په کابل کې هم نشته، زه نه پوهیږم چې زموږ د ولایت مشران قصداً د ارګون سره کینه لري او که بله خبره ده، خو زه په دې پروګرامونو پوهیږم چې دا لار چې ترانزیټي لاره ده، غواړي دغه بدله کړي او هوري يې په ګومله بوځي."

د دې شورا یو بل تن غړی حاجي سخي جان هم ازادۍ راډیو ته وايي، چې په دې سره د قومونو په منځ کې ستونزې رامنځته کیږي:

"د ارګون خلکو کوم امنیت چې جوړ کړی ده، په خپل سر، په خپله وینه، په خپل زوی، په خپل ورور، په خپل قوم یې جوړ کړی ده، دوی چې اوس په دې کې لاسوهنه کوي، د دوی مقصد دادی چې اوس د ارګون، کټواز او دا نور خلک سره واچوي، موږ دا کار نه غواړو، کټواز هم زموږ ورور ده، ټول افغانستان زموږ ورور ده، موږ د افغانستان د همدې خاورې یو، دا د سترګو لیدلی حال دی، چې دی اوس موږ له هغو خلکو سره اچوي."

قومي مشر حاجي پير غلام وایي، چې که حکومتي ادارې د خپلې پریکړې څخه منصرفې نه شي نو دوی به چوپه خوله پاتې نه شي او لاریونونه به وکړي:

"دوی که کوم مشکل درلودی دلته په ولسوالۍ کې د ولسوالۍ شورا مشران موجود دي، د غونډو قومونو دوی سره دې سلا کړې وای، خو دوی بې پوښتنې ولاړل او هغه نماینده ګي يې انګورو اډې ته نقل کړه، مخکې هم موږ والي صیب او قوماندان صیب ولایت په جریان کې اچولی دی، دا نور ارګانونه مو هم په جریان کې اچولي دي، غواړو اول له همدې لارې دا مسله حل شي، که نه وي دا د دوی په مقابل کې د خلکو عمومي پاڅون دی، غواړي چې دا ګمرک پر خپل ځای پاتې شي."

قومي مشرانو همدارنګه ګوت څنډنه وکړه، چې که دولتي چارواکي همداسې په خپلو غو ښتنو کلک پاتې شي، نو دوی به اړ وي چې د دوکانونو او موټرونو له خاوندانو څخه په خپله قومي مشران ګمرک راټول کړي، خو د پکتیکا د ګمرک عمومي مدیر محمدنعیم رحیمزوی ازادۍ راډیو ته وایي، چې ارګون ولسوالی نه د ګمرک د عمومي مدیریت د انتقال پریکړه د مالیې وزارت خپل تصمیم دی او دوی په کې کوم شخصي غرض نلري، هغه وايي دی به هڅه وکړي، چې مالیې وزارت قانع کړي، چې د ګمرک اداره په ارګون کې پریږدي:

"د وزارت مالیې تصمیم وو، دا چې په اکثره ولایتونو کې د ګمرک عمومي ادارې د ولایاتو په مرکزونو کې وي، که څه هم څه مشران کابل ته ولاړل، خو د وزارت مالیې تصمیم يې ونه ګرځاوه، وزارت مالیه په خپل پخواني دریځ باندې ولاړ وو او لا تر اوسه ولاړ ده، خو موږ تر اوسه کوم اقدام نه دی کړی، ځکه چې موږ په ښرنه کې داسې مناسب ځای د دفتر له پاره نه لرو، چې هلته موږ د ګمرک دفتر جوړ کړو، زه خلکو ته دا ډاډ ورکوای شم چې دا کوښښ به مې وي، چې د ګمرک عمومي مدیریت بېرته په ارګون کې پریږدي انشاالله."

قومي مشران بیا د پکتیکا د ګمرک د عمومي مدیر دا خبرې ردوي او وایي، چې د پکتیکا یو شمېر چارواکیو د مالیې د وزارت څخه دا ډول غو ښتنه کړې، چې ګمرک دې ښرنې ته ولېږدول شي، هڅه مو وکړه چې د ولایت د مقام د چارواکیو نظر د ځانه سره ولرو خوبریالي نه شو.
XS
SM
MD
LG