د پاکستان صدراعظم نواز شريف وايي، افغانستان او پاکستان ته په کار دي، چې خپله خاوره د يو بل پر ضد ونه کاروي او د يو بل د ځمکني بشپړتيا درناوي وکړي.
نوموړي د جمعې په ورځ د ترکيې له يوه تلويزيون سره د مرکې پر مهال ويلي:
"پاکستان د افغانستان او هندوستان ګاونډى هېواد دى او زموږ له يو بل سره د اوسېدو پرته بله لار نشته. پاکستان په سيمه کې امن غواړي او د دې لپاره به هڅو ته دوام ورکوي."
نوموړي همداراز ويلي:
"ما او افغان ولسمشر حامد کرزي ژمنه کړې، چې د خپلو هېوادونو خاوره به د يو بل پر ضد نه کاروو. موږ نه غواړو، چې داسې ګام پورته کړو چې د هغې له امله په سيمه کې ناامني راشي."
نواز شريف دا خبرې په داسې حال کې کړي، چې د يکشنبې په ورځ په امنيتي چارو کې د هغه سلاکار سرتاج عزيز ويلي وو، چې افغان طالبان له د حامد کرزي په مشرۍ د افغانستان حکومت او اساسي قانون نه مني، نو ځکه له هغوى سره خبرو ته چمتووالى نه ښيي.
د پاکستان د سياسي چارو کارپوهان د پاکستاني صدراعظم د وروستۍ مرکې په اړه وايي، که پاکستان رښتيا هم په سيمه کې سوله غواړي او خپله خاوره د افغانستان پرضد نه کاروي، نو په قبايلي سيمو کې دې د هغو خلکو مرکزونه له منځه يوسي، چې په افغانستان کې لاسوهنه کوي او افغان دولت ته سردردى جوړوي.
د سياسي او افغان چارو کارپوه نظيف خان له ازادي راډيو سره په خبرو په کې دې اړه وويل:
"د ګاونډيو هېوادونو تعلقات د باهمي احترام او دوه طفه ګټو په بنياد بآندې وي. اوس چې پاکستان کومه خبره کوي، نو دا خو معلومه خبره ده چې د پاکستان خاوره درست عمر افغانستان پرخلاف کارېدلې. دلته د نړېوال ترهګرو ځالې دي، دلته حقاني شبکه ده، پاکستان به دا خبره هله ثابتوي، چې کله د افغانستان پر وړاندې خپله توله پاليسي بدله کړي."
نوموړى همداراز وايي، پاکستان تر ٢٠١٤م کال وروسته په افغانستان کې د لاسوهنې او يوې نوې لوبې په تمه دى:
"د پاکستان پاليسي ته چې زه ګورم، نو د نواز شريف خبرې تشه يوه لفاظي ده. په ٢٠١٤ م کال کې چې له افغانستان بهرني ځواکونه ووځي، نو دوى د يوې بلې لوبې د تياري لپاره په تمه دي. نو زه داسې ګومان نه کوم، چې ګنې پاکستان به خپله خاوره د افغانستان پرخلاف استعمال نه کړي."
نظيف خان همداراز وايي، چې ترڅو پورې په قبايلي سيمو کې د مېشتو نړېوالو ترهګرو مرکزونه له منځه نه وي تللي، نه يواځې په افغانستان کې، بلکې په ټوله سيمه کې به وضعيت ناراامه وي.
د افغانستان پولې ته څېرمه په شمالي وزيرستان او نورو قبايلو سيمو کې دا مهال د حقاني شبکې د غړو په ګډون د نړېوالو سخت دريځو مرکزونه موجود دي، چې له دغه ځايه په افغانستان کې پر مېشتو بهرنيو ځواکونو او ملي اردو بريدونه کوي.
که څه هم د امريکا متحده ايالات او افغان دولت د پاکستان له حکومته څو وارې غوښتنه کړې ده، چې په دغو سيمو کې د مېشتو سخت دريځه اورپکو پر خلاف جدي او موثر ګامونه پورته کړي، خو د پاکستان حکومت لا تر دې دمه په دې اړه کوم مثبت ځواب نه دى ورکړى.
راپور: ذبيح شفق