د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۴ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۰۴

پاکستان وایي له طالبانو سره روغه کوو، حمله نه کوو


د پاکستاني طالبانو نوي مشر ملا فضل اله دا وړاندیز رد کړی دی چې د پاکستان له حکومت سره د سولې خبرو ته کښیني.
د پاکستاني طالبانو نوي مشر ملا فضل اله دا وړاندیز رد کړی دی چې د پاکستان له حکومت سره د سولې خبرو ته کښیني.
اسلام اباد وایي، داسې پلان نه لري چې د طالبانو پرضد پوځي عملیات وکړي خو ژمنه یې وکړه چې؛ طالبان به دې ته وهڅوي چې د خبرو اترو له لارې خپلې وسلې کیږدي.

د پاکستاني طالبانو نوي مشر ملا فضل اله دا وړاندیز رد کړی دی چې د پاکستان له حکومت سره د سولې خبرو ته کښیني.

ملافضل اله په ۲۰۰۹ کال کې په سوات کې اسلامي شریعت نافذ کړی و او بیا پاکستاني پوځ هلته پراخ عملیات وکړل او دی د افغانستان لور ته وتښتیده.

فضل اله تیره میاشت وروسته تر دې د پاکستان د طالبانو د تحریک مشر وټاکل شو چې د طالبانو مشر حکیم اله مسود د امریکا د بې پيلوټه الوتکو په یوه برید کې ووژل شو.

د رویټرز اژانس په وینا ملا فضل اله ویلې دي چې طالبان به خپلو بریدونو ته دوام ورکړي او په پنجاب کې به هم حملې وکړي تر څو مرکزي حکومت نسکوره شي او په پاکستان کې یو اسلامي نظام حاکم شي.

د فضل اله تر دې خبرو وروسته په پاکستان کې دا خبرې تودې شوې چې دولتي ځواکونه به د طالبانو پرضد عملیات وکړي، خو د سې شنبې په ورځ حکومت وویل چې د طالبانو دغه سخت دریځ دا مانا نه لري چې د سولې هڅې ناکامه شوې دي.

د پاکستان د صدراعظم نوازشریف د دفتر یوه جګپوړي مسوول طارق عظیم وویل، د طالبانو د مشر علني خبرې له هغه سره ورته نه دې چې د پردې شاته څه روان دي.

طارق عظیم زیاته کړه چې؛ طالبان غواړي چې په یوه سخت دریځ کې راڅرګند شي خو شاته بیا نور چاینلونه دا څرګندوي چې طالبان د سولې خبرو ته لیواله دي.

د پاکستان صدراعظم نوازشریف د سې شنبې په ورځ د کابینې د هغې غونډې مشرې وکړه چې د ملي امنیت لپاره جوړه شوې وه.

په دې غونډه کې چارواکو دا خبره وکړه چې دوی د پوځي عملیاتو پرځای خبرو ته چمتو دي.

د صدارعظم نوازشریف دفتر تر غونډې وروسته په یوه بیان کې وویل چې د حکومت ستراتیژي دا ده چې د پاکستاني طالبانو له بیلابیلو ډلو سره د افراطیت او جګړې په اړه خبرې وکړي.

په بیان کې دا خبره هم شوې ده چې؛ د پاکستان د طالبانو له تحریک سره دې خبرې وشي او له نورو اختیاراتو به بیا د وروستۍ وسیلې په توګه استفاده وشي.
XS
SM
MD
LG