د افغانستان د اطلاعاتو کلتور وزارت پورې مربوط، د ملي موزیم چارواکي وایي؛ په وروستیو کابو اوو کلونو کې د دې موزیم دېرش فیصده ورک شوي اثار بېرته هیواد ته راوړل شوي دي.
دوی وایي د هیواد په تېرو څه باندې دېرش کلنو جنګونو کې د دې موزیم اویا فیصده اثار د نړۍ مختلفو هېوادونو ته قاچاق شوي وو.
د ملي موزیم رییس عمراخان مسعودي د پنجشنبی په ورځ د دې موزیم د نویو ودانیو د یوې برخې د بشپړېدو په مراسمو کې هیله وښوده چې؛ یونسکو او د اروپایي هېوادونو پلټونکې ادارې دې د افغانستان د ورکو تاریخي اثارو موندلو ته هڅې پراخې کړي:
"دوه ویشت زره قلمه چې له دېرش زرو پارچو څخه زیات دي، شامل د ډېټابیس شوي، هیله ده دا ډېټابیس تر دوه زره پنځلم میلادي کال پورې بشپړ شي. له دوه زره اوم کال راهیسې مو څه باندې نهه زره اثار له بهرنیو هېوادونو لکه ناروې، انګلستان، ډنمارک، سویتزرلنډ، جرمني، فرانسې او مریکا څخه ترلاسه کړي دي."
دا موزیم د شاه امان اله خان په وخت کې جوړ شو دی.
د ملي موزیم د نویو ودانیو د جوړولو د یوې برخې د بشپړېدو په مناسبت په جوړې غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزیر سید مخدوم رهین وویل، پلان لري چې ملي؛ موزیم ته څېرمه پر اته جریبه ځمکه د موزیم له معیارو سره سمې څو نوې ودانۍ جوړې کړي.
ده وویل، دې ودانیو ته څه باندې دوه دېرش میلیونه ډالره په پام کې نیول شوي چې؛ تراوسه یې یوازې اته میلیونه ترلاسه شوي دي:
"په یوولسو کلونو کې مو هڅه کړې چې؛ د ملي موزیم ودانۍ ورغول شي، د دې د جوړولو طرح له نړیوالو معیارونو سره سمه ترتیب شوې او څه باندې دوه دیرش میلیونو ډالرو ته ضرورت لري؛ تراوسه امریکا پنځه، د اطلاعاتو او کلتور وزارت دوه او دکانونو وزارت یومیلیون ډالره مرسته کړې. هیله ده نړېواله ټولنه په دې برخه کې مرسته وکړي؛ څودا ودانۍ تیارې شي."
په دی ورځ د دې موزیم د نویو تاسیساتو څخه یوه؛ د موزیم د عمومي دروازې برخه وه چې دفتر، د څار برجونه، انګړ، د موترو پارک، تشنابونه، د تالاشۍ ماشینونه او خونې لري، افتتاح شوه.
په دې افتتاحیه غونډه کې، په افغانستان کې د امریکا سفېر جمیز کننګهم هم برخه اخیستی وه.
ده وویل، د دې هېواد تاریخي اثارنړیوال ارزښت لري او لیرې نه ده چې د نړۍ خلک به په دې دروازه ننوزي او موزیم به ویني.
دا په داسې حال کې ده چې، د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، اوس هم د هېواد له ځینو سیمو څخه تاریخي اثار بهرنیو ملکونو ته قاچاق کیږي.
د کورنیو چارووزارت وایي، تراوسه یې د موزیمونو او تاریخي سیمو ساتلو ته له پنځه سوه پولیسوڅخه جوړ یوځواک ګمارلی دی.
خو د اطلاعاتو او کلتور وزارت، د دې پولیسو د شمېرې د زیاتولو هیله کوي.
راپور: خان محمد سیند