افغان چارواکي وايي د نشه یې توکو د مبارزې په برخه کې د ګاونډیو هېوادونو نا سمه همکاري او د نشه یې توکو د له منځه وړلو د ځانګړي قطعې لغو کېدل د کوکنارو د کښت د ډېرېدو لوی لاملونه دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي؛ له کله چې د کوکنارو د کښتونو د له منځه وړلو صلاحیت د نشه یي توکیو د مبارزې له ځانګړې قطعې څخه اخستل سوی؛ په ځینو ولایتونو کې د کوکناروکښت زیات شوي دي.
د دغه وزارت چارواکي وايي؛ دا صلاحیت په ناقانونه توګه والیانو ته انتقال شوی، خو زیاتوي چې په پام کې ده دغه قطعه بیا جوړه شي.
د کورنیو چارو وزات د مخدرو موادو پر وړاندې د مبارزې مرستیال بازمحمد احمدي وایي؛ له نشه یې توکو سره د مبارزې په برخه کې د ګاونډیو هیوادونو همکاري هم ډیره کمزورې ده:
"په ګاونډیو هیوادونو کې د نشه یې توکوپه برخه کې د کشف او ضبط او هم د نیونې کچه ډېره کښته ده. تر دې چې د نشه یي توکو څه باندې نوي سلنه له همدغو هېوادونو څخه نړۍ ته قاچاق کیږي؛ خو دوی هغه ته سمه پاملرنه نه کوي؛ حتی ځینې پټې معاملې شته. د دوی د مبارزې کچه زموږ پر تله ډېره کمزورې ده چې؛ آن د مقایسې وړ نه ده. که دوی پنځوس سلنه هڅه وکړي؛ ډیر څه کیږي، خو حتی لس فیصده یې هم نه کوي."
ښاغلی احمدي وایي له نشه یي توکیو سره د مبارزې په برخه کې ژمنې او د عملیاتو لپاره د معلوماتو تبادله شوې؛ خو وايي چې، د سیمې هېوادونو په عملي توګه لازم اقدامات نه دي کړي.
دا څرګندونې وروسته له هغې مطرح کیږي چې؛ څو ورځې وړاندې د ملګروملتونو او د افغانستان د نشه یي توکیو پرضد د مبارزې وزارت له خوا په یوه سروې کې وویل شول چې؛ سږکال په دې هېواد کې د کوکنارو کښت شپږ دیرش فیصده او د مخدرو موادو تولید اته څلویښت فیصده زیات شوی دی.
په همدې حال کې د چارو پوهان د نشه یي توکو د مافیا موجودیت یوه لویه ستونزه یادوي او وايي، ګاونډي هېوادونه په قصدي توګه د هغو مخه نه نیسي.
جنرال خدایداد وايي، افغانستان په یوازې توګه د نشه یي توکیو مافیایي کړیو سره د مبارزې وس نه لري.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو په وړاندې د مبارزې چارواکي وایي؛ د روان کال په میزان او عقرب میاشتو کې په بیلا بیلو برخو کې څلور سوه او اوه پنځوس عملیات شوي دي.
د دوی په خبره په ننګرهار، هلمند او بدخشان کې د نشه یي توکو د تولید دیارلس لابراتوارونه هم ویجاړ شوي دي.